غزل په اخلاص دخدای دربارته،چاتړلئ که نيت نه دیهسې ټنډې لګول دي،سجدې هيڅ عبادت نه دی
عبادت که په رياوي،دثواب په ځای عذاب دیدريا په سجدوهيڅوخت،چاګټلئ جنت نه دی
دزمزم پاکواوبوکې،که ټول ژوند غسلونه وکړيخوپدې اوبو پاک کړی،چاتورداغ دتهمت نه دی
دقدرت خاوندان واړه، په زورهسې عزت غواړيچې له ډاره يې عزت وي، اهانت دی عزت نه دی
که تاجدار لښتۍ په غوږکړي، دچا شاه دچا غلام شيپه دربارکې يې زلت دې، خدای ورکړی شوکت نه دی
دچا پښو کې زولنې د ي،په لاسوکې يې ولچک ديکه ارمان يې انساني دی،جيل عزت دی زلت نه دی
چه دنوروشته په زور خوري،حرام ځانته حلال بوليداقيامه حراميان دي، خدای پرې کړی رحمت نه دی
الحاج الهام الدين قياموالدورف/جرمني09.06.2011
وروستي