
ليکوال ش ،غروال
يوازې په يوه خندا يې ياران تيرويستلي وو،والله چې همداسې وه ، کنه نودسلګۍ نه خوددفترنورې نجونې ښکلې وې ،خودې د بلا لورورسره نورې ځانګړنې هم درلودې ،ناز او نزاکت ،په يووخت ډيرو ته خوله چينګول او... ،
دسلګۍ وس کيده هرسهار به يې په مخ ،سترګواو...دومره رنګونه راښکل چې خپل توراوبدرنګ ځان يې پرې همکارانوته دښکلاښاپيرۍ ورپيژندلې وه ،دوی بيچاره ګان هم نه پوهيدل ځکه په باطن که هرڅه وه ،خو په ظاهره دمصنوعي رنګونو ډيره ښه ډالۍ وه
سلګۍ نورې هم ډير ې عجيبه ځانګړنې درلودې ،دسوادکچه يې ښه وه خوخپل نوم يې په ګرانه ليکلى شو ،يوه وړتيايي ډيره ښه زده وه چې څنګه دخلکو پام ځان ته راواړوي اوځکه خو ،ملګري سلګۍ ته دځان په ورنيږدې کولو کې له يوه بله تيرى وو، جنت خوښه وو دومره يې پسې سرنه ګراوه خو صادق اشنا بيخي پسې ليونى و،ما که به هرڅومره ورته ويل چې خواره کينه درنګونوپه ډالۍ تيروتلي يې خو ده به يې راته دومره ستاينه وکړه چې زه به يې هم پرې نږدي مين کړم ،
صادق خو به کله داهم وويل چې ګوندې واده ورسره وکړي ،خودده داخبره به په جنت دټوپک ډزو،
يوسهار چې په دفترکې دخپل کمپيوټرترشاناست وم ، ددفتر پياده مودخوږوپليټ مخې ته کيښود اوراته يې کړه ،اتل صيب دادسلکۍ دکوژدې خواږه دې
په هغه ورځ چې خوږو زموږ د ملګرو خولې خوږې کړې ماته لکه چې ويل شوي وي له خوږومې هيڅ څکه ونکړه اوداسې مې وانګيرله چې ګواکې دابه هم په خوږوکې زهر وي ،خوبيامې هم وخت ته خبره پريښوده چې ورته ځواب ووايي،ملګروچې به سلګۍ ته دکوژدې مبارکي ويله ،هغه لکه رښتيا چې کوژده شوې وي له خندا به شنه شوه اوپه توره خوله کې به يې سپين غاښونه له ورايه وبريښيدل ،اوښه په سړه سينه به يې دهيواده ډيرې لرې دخپل ژونددملګرې کيسي ورته کولې ،خوماته په سلګۍ کې هيڅ توپير نه ښکاريده ،دهغې کوژده مي خيال اوخوب ګاڼه ځکه خومې ورسره دکوژدې په اړه يوه خبره هم ونکړه
يوه مياشت به لانوه تيره شوې چې سلګۍ پټ رازونه رابرسيره شو ،هغې که دخپلې خيالي کوژدي په مټ ځانه لپاره په خارج کې دڅه ډول انسان انځورخوښ کړى و خومسليم کاکا دخپل يو ه وراره سره دسلګۍ دژوندتړلو خبره له پخوا څخه په زړه کې درلوده اواوس چې نو سلګۍ پخه پيغله او توريالي هم زلمي وددواړوترمنځ دکوژدې خبرې راپورته شوې ، سلګۍ ملامته نه وه ځکه ګرځيدلې پيغله وه داسې پيغله چې نورنويي دپيغلتوب باب په تيريدوو، حتما يي زړه څه غوښتل ځکه خو يي دډيروهلکانوسره په تليفون خبري کولې اودايې خپل شخصي حق باله خو سلګۍ چې هرارمان درلوده خو دپلارپه خوښه يې ژوند دتره زوى توريالي سره وتړل شو اوچې سلګۍ رښتيا کوژده شو ه ، ټول ملګرې خبرشو خونه هغسې خوږې وې چې ملګروپرې خپلې خولې خوږې کړى وايي اونه سلګۍ ته دکوژدې مبارکۍ ،نه هغسې خنداګانې وې اونه دکوژدې کيسې ، ملګرو به يو بل ته ويل چې ولې سلګۍ ورته دکوژدې په اړه دروغ ويلى و،خو دهيچاسره يې ځواب نه و.