د ځوانانو پيغام

احمدالله غروال/دوبۍ
ahmadullahgharwal@yahoo.com
زموږ افغانانو چې په تېرو څو کلونو کې کومې سختۍ او بدبختۍ ليدلي دي، نه یوازې افغانان بلکه د ټولې نړۍ وګړي يې شاهد دي، هره سختي او مشکلاتو مو تېر کړي دي، او هر زبرخواک ته مو غاښ ماتی ځواب ورکړی دی، د سختۍ هره ثانيه او د مشکلاتو هره ګړۍ مو په دې موخه چې ګواکې هوساينه به راباندې راشي تېره کړې ده، موږ خوستوالو چې د نوي حکومت د جوړېدو سره په خپل ولايت کې د يو هوايي ميدان جوړېدو هيلې په زړونو کې ټوکېدلې، مګر په هر وار د هر چارواکي په راتګ سره به دغه هيلو ته يو رنګ ورکړل شو، هيلې به مو نورې هم زیاتې شوې، او فکر به مو کوه چې که خير وي، نو د دغه مشرتابه په صورت کې به د يوه هوايي ډګر څښتن شو، مګر د څه وخت په تېرو به د وخت مشرانو خولې ټپې کړې، داسې فکر به يې نه کوه، چې د خوستمېشتو سره مو ژمنې کړې دي، دوخت مشرانو د خولې په پټېدا او چوپتيا په مفهوم او معنی به پوهېدو نوموړي به دخوست په ښار کې د بلندمنزلو، نمرو او د نورو ډېرو امکاناتو درلودونکي شوي ول، داسې حالاتو په ليدوسره به مو بيا راټوکېدلې هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې، دا چې زه هم د هغه مسافرينو له جملې څخه يم چې د خپلې مسافرۍ شپې او ورځې د دنيا په مصروف ترين ښار (دوبۍ) کې تېروم، او زما په شان په زرګونو نور خوستوال هم په دوبۍ، کويټ، العين او نورو ملکونو کې مسافر دي، خوست ته په راتګ له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کېږو، پخواء به چې کله د پاکستان پرلاره خپل ولايت ته راتلو، نو د پاکستاني عسکرو او مليشو څخه او که اوس د کابل څخه خوست ته راتلو د لارې په اوږدو کې له غلو او لوټمارانو څخه ډېر په تنګېږو، هغه تحایف چې به مو د مسافرۍ په سختو شپو ورځو، د خپلو لاسونو د تڼاکو او په ډېرو مشکلاتو به مو اخيستې او تر کابله یا تر پېښوره راورسولې، مګر کله به د پاکستان عسکرو، ملېشو او کله به د کابل-خوست پر لويه لاره د غلو او لوټمارانو لخواء چور او تالان شول.
په مسافريت کې مو زړونه ډېر تنګ شول، کور تګ ته مو زړه غوښتل مګر د يادو لوټماريو او د لارې د مشکلاتو په خاطر نه شو کولای چې خپلو کورنيو سره د کالونو په اوږدو کې هم وګورو، دا چې اوس له خبرونو او د ملګرو څخه اورم چې په خوست کې ملکي هوايي ډګر لپاره د خوست مشرتابه په نوښت او  زيار باندې د هوايي چلند د وزارت څخه بوديجه منظور شوې او عملي کار پرې شروع کېدونکی دی، زه د ټولو خوستوالو که مسافر دي او که په سمسور او ښايسته خوست ولايت کې ژوند کوي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوري رئيس جلالتماب حامدکرزي، د هوايي چلند د وزارت محترم مقام څخه، په دواړو مجلسونو او په ولايتي شوراء  کې د خوست منتخب استازو او دخوست محترم والي صاحب څخه ډېره مننه کوم، چې یادې پروژې ته يې عملي بڼه ورکړه، چې موږ ته د اختر د زیري څخه کم نه دی. د نور وخت برعکس اوس مو په زړونو کې نورې ډېرې هيلې هم راوټوکېدې. د لوی ذات(ج) څخه دوی ټولو ته برياوې او خوشحالتيا غواړم.
زه دلته د څو خبرويادونه ضروري بولم، لمړی: د ملکي هوايي ډګر لپاره ځانګړې شوې ځمکه چې د اسماعيل خيلو او د تڼيو ولسواليو سره لګيدلي ځمکه ده، پخواء دغه ساحه دبادام باغ په نوم ياديده، د وخت حکومت د المان هېواد سره رسماً قرارداد کړی وه چې په دغه ساحه کې دې بادام باغ جوړ، ۱۷ د اوبو عميقې څاه ګانې وکېندل شي او په منظم ډول دې اوبه ټول باغ ته ورسېږي، مګر تېرو جنګونو دغه باغ تخریب کړ ، چې اوس هم په دغه ساحه کې مرمۍ پیداکېږي، متاسفانه په اوسني نظام کې د حکومت ځيني مامورينو، مديرانواو لوړپوړچارواکو پرغصب يې شروع کړې، همدغه خلکو همېشه کوښښ کړی، چې هر وخت د هوايي ډګر د جوړېدو خبره توده شوه، دوی به يې دلارې خنډونه جوړ شول، همدغو خلک وه چې دوخت والي صاحبانو سره يې ځانونه نږدې کړي، او په خلکو يې فشارونه راوستل چې د هوايي ډګر د جوړېدو مخه دي ونيسي.
اوس هم د تېر په شان ځيني حکومتي مامورين، ملي تاجران او لوړپوړي چارواکي غواړي چې ددغه سترې او دخوست په هرلحاظ ګټې ورکوونکې پروژې مخه ونيسي، په حکومتي مامورينو کې د زراعت رياست يو مامور او د ملي امنيت د ادارې يو کارکوونکي شامل دي، د ملي امنيت د کارکوونکي په وينا چې په رياست کې نور  کارکوونکي هم مالي مرسته کوي چې د پروژې په مخه نيوي کې دي رغنده رول ولوبوي. په ملي تاجرانو کې ځیني داسې تاجران شته چې په هوايي ډګر ته ځانګړې شوې ساحه کې يې د ۳۵۰جريبه ځمکه غصب کړې: چې خپله د خوست په ښار کې هستوګن دی. پوښتنه دلته دا راولاړيږي، چې ولې زموږولايتي اداره په دغه برخه کې عمل نه کوي؟ په دغه برخه کې زموږ تش په نوم قومي مشران چې غواړي زموږ د ملکي هوايي ډګر د خنډيدا معني وګرځي هم ګډون لري، دغه مشران نه زموږ مشران دي، نه په مشرولی منلي او نه هم مشران يې بولو، مشران همېشه د خپل کشرانو لپاره د يوې ښې آیندې فکر کوي، خپل شخصي ګټې د ملي ګټو څخه قربانوي مګر زموږ دغه تش په نامه مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره په ټولو خوستوالو باندې دغه مهمه پروژه بندوي.
دوهم: د هوايي ډګر د پروژې د مخه نيونکي او ځيني غاصبين خو لا دغه خبره هم کوي، چې د شمالي ټلوالی وتي څهره، د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ هم راسره مل دی، نه پوهېږم چې د ډاکټرعبدالله عبدالله د غاصبينو او لوټمارانو ملاتړي ولي کوي او په دغه ملاتړي کې دا څه هدف لري؟
زه، زموږ ټول مسافرين او خوستوالو په استازي توب د جمهوري رئيس جلالتماب حامدکرزي، د هوايي چلند د وزارت محترم مقام څخه، په دواړو مجلسونو او په ولايتي شوراء  کې د خوست منتخب استازو او دخوست محترم والي صاحب څخه په ډېره احترامانه هيله کوم، چې د دغه پروژې د مخه نيوونکيو، غاصبينو او د هغه چا چې مخه نيوونکیو تر شاه ولاړ وي په نيولوو او قانون منګلو سپارلو کې دي منډې ترړې وکړي او په هېڅ صورت پرې نږدي چې دغه پروژه ودرېږي. که په دغه برخه کې د خوست ځوانانو همکاري پکار وي، زه د ټولو خوستمېشتو ځوانانو په نماينده ګۍ درته ډاډ درکولای شم، چې په دغه برخه کې به هر راز همکارۍ حتی سر په لاس کې نيولو او اربکيو په شکل راوتلو ته هم تيار دي.
په درنښت