عطا کچکول پرغاړه د پښتنو دروازی وټکولې

 د بلخ بد ماش ، لوټکر ، د ځمکو غاصب ، د پښتنو قاتل او له اتو کالو راهیسی خپل سری والي چې په هیڅ کومه برخه کی، مرکزی حکومت ته د ده حساب ورکول نه وو او په خپل سر یی په یوه ډیر مهم ولایت راج کاوه اوس یی موده ختمه شوی او په دی پوه شوی چې نور د دوام موکه ورسره نشته او هرو مرو به له دندی ليرې او یا تبدیلیږی
اوس که نوموړی له دندی ګوښه شی نو په سیمه کی د ده د ظلمونو ، قتلونو ، د ځمکو د غصب او داسی نور پیښو قرباني کسان به پر نوموړي هرو مرو عارض کیږی او دی به د زندان تر میلیو لاندی لوبيږې چې دا به دده لپاره ډیره سخته تمامه شی ، دا به هغه څوک وی چې ځان ته د تجار زوی او په شمال کی څوک د ځان سیال نه بولی
او که نوموړی تبدیل شی نو دا واضح خبره ده چې دی د کور زمری دی ، دی نشی کولای چې په بل ولایت کی دنده تر سره کړی ، نه تنها اوس بلکه نوموړی ته مخکښی هم ویل شوی چې که چری هم دده بل ولایت خوښ وی نو دی به ورته تبدل شی خو دده ځواب دا وی چې زه په ولایت کی دنده نه تر سره کوم خو حقیقت دادی چې نوموړی په بل ولایت کی ددندی د ترسره کیدو توان نلری
اوس چې په ده له دندی د ګوښه کیدو فشار دی او دغه موضوع فاینل شوی ، نوموړی له ټولو شته امکاناتو کار واخیست ، خو یوه هم نتیجه ور نکړه مګر تاسو پوهیږۍ چې دی او د نظار شورا ټول غړی ماشا الله په چاپلوسۍ او انعطاف پزیرۍ کی ډیر تکړه دی او هر کله چې فشار ورباندی راشی د خپل دښمن کورته هم ورځی او حتی پښو ته یی پرې وځی
د بلخ والی ښاغلی عطا محمد نور چې کابل ته راغلی وو او پنجشنبه بیرته مزار ته ستون شو ، په کابل کی یی د ټولو رهبرانو سره ولیدل او په بلخ ولایت کی یی پاتی کیدل په ګدایی غوښتل ، همدا رنګه نوموړی چې پوره دوه اوونۍ کابل کی پروت وو د پښتنو مشرانو دروازی هم وټکولی او دخپلی ګدایی کچکول یی هلته هم وروړ
خو زه په پښتنو او په خاصه توګه  پښتنو مشرانو باندی غږ کوم که تاسو بیا دا ووایاست چې دغه والي دې بلخ کی پاتی شی نو تاسو له خپل ملت سره جفا کوی ، دا هما غه والی دی چې د پښتنو کورنۍ یی د غم په ټغر کښینولی ، دا هماغه والی دی چې ستاسو یو استازی یی هم پری نه ښود چې پارلمان ته لاره پیدا کړی ، دا هماغه والی دی چې پښتنو ته یی یوه بسوه ځمکه هم نه ده ورکړی
او مهمه خبره داده چې په کرزی لالا هم دومره باور نشته ، ځکه چې نوموړی تل تصمیم نیسی خو خبره او نظر یی کله په یوه ساعت کی هم تغيير کوی ، خو خدای دی دا ځل دا توفیق ورکړی چې له خپل تصمیم څخه و نه ګرځی او که کرزی صاحب په خپل تصمیم کی ټکنۍ شو نو د بلخ پښتانه دا توان لری چې ډبرو باندی لکه د عربی نړی خلک د بلخ والی دغه خپل سرۍ راج ختم کړی. .
مستعان بلخی