ټوليز شعور د يوې ټولنې يا انساني مجموعې د پوهې سطحې ته ويل کيږي چې د ټولنیزو ښکارندو «پديدو» په رڼا کې له تاريخي پلوه د مودو په اوږدو کې جوړیږي. اقتصاد، فرهنګي تاريخچه، د سواد کچه او ملي ځانګړنه «مشخصه» [د ملي، عقيدوي او فرهنګي ارزښتونو مجموعه] مخامخ د ټوليز شعور کچه ټاکي، د ژوند، کار او اړيکو لوښي او مسايل، هم د ټوليز شعور د لوړتيا خوراه غوره توکي دي، چې معلوماتي ټکنولوژی « کمپیوټري، مخابراتي او نور ډیجیټل توکي» او د هغو ځانګړي فرهنګي چوکاټونه په دغو لوښیو کې خوراه مهم ځای لري، چې پرې خبرې زموږ ددغې لیکنې منځپانګه جوړوي خو تردې مخکې راځئ وګورو چې پخپله ټولیز شعور څه اهمیت لري؟ د یوې ایډیالې ټولنې «مدینه فاضله» په رامنځ ته کولو کې د اقتصاد او مشروع حاکمیت په اندازه ټولیز شعور هم اهمیت لري. د ټولیز شعور ډېر ساده مفهوم دادی چې د یوه هېواد یا ټولنې خلک د خپلې هوساینې لپاره پوهه او اراده ولري او هغه وکاروي. د ډیموکراسۍ د پېژندلو او جوړولو په پروسه کې هم لوړ ټولیز شعور اصلي لامل دی. خلک قانون مراعتوي، هېواد ته وفادار دي، ملي ګټې ترځاني ګټو غوره بولي، کار او تولید د ژوند غوره برخه ګڼي، خلک اراده لري چې خپل حاکمیت وټاکي، ویې څاري او د قانون په حکم یې اطاعت وکړي، د ډیموکراتیکې او هوسا ټولنې ځانګړنې همدغه دي او دې ټولو ته ټولیز شعور د عملي کیدو لار هواروي. اقتصادي وده، طبیعي شتمنۍ مشروع حاکمیت، ټولنیز – فرهنګي ارزښتونه او ټولیز شعور په ګډه د یوه ملت د هوساینې ستنې دي. اوس چې داسې ده راځئ وګورو چې معلوماتي ټکنولوژی د ټولیز شعور په وده کې څه رول لري. پخوا به زده کړو د « د معارف سطحې» د عامه شعور څومره والی او څرنګوالی ټاکه خو تر رنسانس وروسته چې معاصره تکنالوژۍ سر را پورته کړ او ساینسي پوهنو وده وکړه اقتصادي مناسبات بدل شول دې حالت ټولنیز – سیاسي اکر هم بدل کړ او د انساني شعور کچې وده وکړه، پوهنې ځانګړې شوې او هرې څانګې ته بیلا بیلو پوهانو کار پیل کړ نور نو داسې خلک لږ پیدا کیدل چې هم دې فزیکپوه وي هم بیولوژي پوه او هم شاعر، هم نجوم پوه او هم طبیب . . . د علومو څانګېزوالی ددې لامل شو چې هره څانګه په چټکه وده وکړي. په شلمه پیړۍ کې د کمپیوټري ټکنالوژۍ رامنځ ته کیدل او عامیدل تر هغه څه ډېر د بشریت ژوند بدل کړ چې د چاپ او بخار ماشین بدل کړی و، یعنې د رنسانس یو بل ویښتیایي پړاو د کمپیوټر او بیا وروسته انټرنیټ په وسیله رامنځ ته شو. دا خبره مشهوره شوې ده چې کمپیوټري تکنالوژۍ لویه نړۍ په یوه کوچني کلي بدله کړې ده. ولې؟ ځکه تاسو کولای شئ په څو لنډو شیبو کې د نړۍ په هر ګوټ کې له بل انسان سره تفاهم وکړی. اوسمهالې نړۍ د کمونیکیشن نړۍ ده « فکري اړیکي» ددې نړۍ اصلي اداره په لاس کې لري، د پوهنو د هرې څانګې وروستۍ لاس ته راوړنې هر چاته په هر ځای کې د لاسرسۍ وړ دي ځکه خو بشري ذهن خپلې اړتیاوې په مشترکه توګه ترلاسه کولای شي، دي چارې پوهنیزو سرچینو ته لاسبری اسانه کړی دی او تقریباً د پوهنې د فرضیو د ثبوت لپاره یې د بهیرند « پروسه یی» یې اختلافاتو کچه راټیټه کړې ده د همدې لپاره عامه شعور په هره هغه ټولنه کې لوړ دی چې کمپیوټر او د هغه له لارې بریښنایي دنیا ته لاسرسی لري. د بریښنایي ټکنولوژي بل کمال دادی چې تاسو مخامخ د یوې ساینسي تجربې وروستي پړاو ته رسیدلای شئ پرته له دې چې ټوله علمي پروسه یې بشپړه کړئ، په دې کې وخت کم لګیږي او د پام وړ موخه ژر تر لاسه کیږي. په ټولیزو او بشري پوهنو کې هم کیسه همداسې ده تاسو د هرې تیورۍ نچوړ په نړیوالو بریښنا پاڼو کې موندلای شئ. د کتابتونیز څېړندود اړتیا تر یوه بریده را کمه شوې ده، دا د ټولیز شعور وده په لږه موده کې اسانوي. ټولیز شعور د لوړتیا لپاره یوه بل خورا غوره آر «اصل» ته اړتیا لري او هغه د «خبر» ترلاسه کول دي. ټولنیز معلومات پر خبرونو ولاړ دي، نور نو د تلویزیون، راډیو، اخبار او مجلو تر څنګ انټرنیټ او کمپیوټر هغه معلوماتي وسیله ده چې تاسو د سترګو په رپ کې د نړۍ له هرې پېښې څخه خبرولای شي، او دا آن د عام ولس جمعي شعور لوړوي. خبر چې یو ځل د ټولنې یو کس تر لاسه کړ بیا پټ نه پاتې کیږي بلکې د پتروړو د اور په څېر منډه وهي او د عامه ذهنیت په جوړ شوي سیستم کې ور ننوځي. له کمپیوټر سره یو ځای د نړۍ اداري – تشکیلاتي او معلوماتي جوړښت هم بدل شو، د ماشین په توګه بې پرې – بې عاطفې، بې غوښتنې او بې غریزې کمپیوټر بشپړ اداري او کاري سیستم رامنځ ته کړ، کمپیوټر تېروتنه نه کوي، هیڅ څه یې نه هیریږي، واسطه نه مني، رشوت نه خوري او اداري فساد یې نه خوښيږي ټولنه چې له ناوړه استفادې څخه په دې توګه خلاصه شي د عامه افکارو د ماتیدو، ناهیلي کیدو او اندیښنو څخه مخنیوی کیږي، دا پر عامه شعور، کارنده اغیز لري. موږ «افغانان» - عامه شعور او له معلوماتي ټکنولوژۍ څخه مو تمې : د افغانستان د بې پایه دردونو یو درمل د معلوماتي ټکنولوژۍ عامول ګڼلای شو. موږ د ټیټ عامه شعور له درلودلو څخه ځوریږو، اداري فساد او رشوت مو ځوروي، پر پوهنه او پرمختګ باندې نه یو ګروهیدلي، فساد ته پراخ ټولنیز تمایل لرو او د کار کولو کلتور نه لرو. که ټولې افغاني ادارې کمپیوټري شي د اداري فساد او ناوړه استفادې ګراف به خورا ټیټ شي، د تشکیلاتي پړسوب مخه به ونیول شي او وخت به ارزښت ومومي. په خلکو کې به د پوهنې سطحه لوړه شي او عامه ذهنیتونه به د نویو معلوماتو په ترلاسه کولو روښانه شي. مخامخ به د نړیوالې پوهنې او ټکنولوژۍ وروستیو موندنو ته لار ومومو او د پرمختګ اوږده اوکړکیچنه لاره به مو لڼده او اسانه شي، اقتصادي وده به چټکه شي او پر ځان به بسیا شو. کمپیوټر او ټوله معلوماتي ټکنولوژی په ناسمه توګه او منفي موخو هم کارول کیدای شي، پر اخلاقو، عقیدوی – ملي – او کلتوري ارزښتونو ناوړه اغیزه هم کولای شي خو دا د کاروونکو په اراده پورې تړلې ده، خدای «ج» لاس هر چاته ورکړی دی، ظالم پر ې ظلم کوي او ښه خلک پرې د مظلوم لاس نیوی کوي. کمپیوټر هم نړۍ له بدمرغۍ ژغورلای شي او هم فردی اخلاق ورانولای شي دا هم په ټولیز شعور پورې تړلې ده چې موږ څنګه خپل ځانونه اداره کوو. په دې هیله چې سبا ته هر افغان د کمپیوټر تر شاناست وي او د کار کوټې له کړکۍ څخه بهر یې هر څه جوړ، موړ او سمسور وي. ودان دې وي افغانستان
وروستي