کونړ او ننګرهار ترمنځ دکرکټ پنځه ويشت اوريزه لوبه ترسره شوه

 

دغه لوبه چې دختيځ زون دکرکټ بورډ دريئس حاجي هدايت الله حسين زاده په مالي لګښت په کونړ ولايت کې جوړه شوي وه ،لومړى کونړتوپ وهنه ترسره کړه چې په پنځۀ ويشت ارونوکې دننګرهار لوبډلې ته يوسلو نهه شپيته منډې هدف وټاکه ،ننګرهار لوبډلې په ځواب کې وکولاى شول ټاکل شوى هدف په داسې حال کې پوره کړي چې څلور لوبغاړې له لاسه ورکړي او اتلس اورونه تکميل شوي وه
دختيځ زون دکرکټ بورډ ريئس حاجي هدايت الله حسين زاده وايي په دغه لوبه کې مهم لاسته راوړنه په لوبډلوکې د درې لوبغاړو لخوا پنځوسو څخه زياتې منډې جوړول وه چې په وينا دکونړ لخوا محمدحنيف او دننګرهار لخوا محمدشفيع او محمد زمان له پنځوسو زياتې منډې جوړې کړې
په ورته وخت کې حسين زاده دکونړ له مسؤلينو سره په دغه ولايت کې دلوبغالو پرجوړيدو خبرې وکړې چې دې هوکړې ته ورسيدل ژر به په دغه ولايت کې په يومعياري ډول لوبغالى جوړ کړو