
لیک -عندلیب
--------------
زه د قام په نوم هر ډولکي ته ګډ شوم-زه د مذهب په نوم د هر توغ د لاندې ودریدم-زه د حق د هر لښکر په سر کښې ودریدم-زه د خپلې خاورې په سر د هر غاصب سره وجنګیدم-زه د نړۍ د هرې سیمې د ادم په فریاد وژړیدم-زه چې ډیران هم کنم نو د پيړيو پيړیو زاړه تاریخونه او تهدیبونه پکښې راښکاره کیږي-زه زه فصلونه لرم خو دانې نه لرم--زه په خزانو ناست نهر یم-زه د سیند په مینځ کښې ولاړ تږی یم--زه د ژوند د هرې میلې نه تش لاس راوځم---زه زه زه د ننګیالو بې ننګه میراثي یم-زه د وفادار څلي د خاوند بې وفا منجور یم-زه چغه مشرقۍ لرم او توره مغربۍ لرم-زه د یاغي نیکه غلام نمسی--زه زه د غلیمانو کوربه-زه د خپلو رازونو خرڅونکی-زه د کتاب ازار وهلی--زه په زړو قیصو میین--زه بې منزله لاروی-زه له نظریاتو لرې په شخصیاتو سر ورکونکی -زه پټ سترګی مقلد----زه زه زه بې لکۍ څاروی--
---هاهاهاهاهاها ماما په سوچ کښې لاړې--زه نور هم ډیر اوصاف لرم خو نن به دومره پوره وي-کیدی شي پيژندلی دې یم --او که نه دې یم پيژندلی نو د نوم وړومبی ټکی مې////پ///دی