
د ۱۳۹۰ کال د
غبرګولي(جوزا) د میاشتي په پنځمه نیټه د
افغانستان د قلم ټولني دتکړه لیکوال، شاعر او ژورنالست استاد علم ګل سحر د آثارو د
مخکتني د ادبي خدمتونو د درناوي
غونډه جوړه کړه . پدغه غونډه کې ګڼ شمیر
فرهنګیانو ، ادبي شخصیتونو ، د افغان ادبي بهیر او د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړو د سحر صیب ګڼ شمیر مینوالو ګډون کړی
وو .
غونډه د ماسپښین په درې بجو د قلم نړیوالې ټولني
د مرکزي دفتر په انګړ کې په ښکلي شاعرانه
فضا کې د څیړونکي او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د غړي محمد نبي صلاحي په
ویاندویې پیل شوه .
د غونډي
په پیل کې ښاغلي محمد اسماعیل څپه ته بلنه ورکړه شوه چې د قران کریم څو مبارک آیتونه تلاو ت
کړي او بیا د قلم ټولني مشر سید فخرالدین
هاشمي د غونډي په ارزښت او د سحر صیب په
شخصیت باندي خبري وکړې . بیایې د سحر صیب په پنځلسو لیکل شویو آثارو او د هغو آثارو په بیلا بیلو برخو رڼا واچوله .
د غونډي
دویمه وینا واله د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړې طوبی ندا ساپۍ وه . آغلي ساپۍ
پخپله لیکل شوې مقاله کې سحر صیب د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ته د سحر صیب د خدمتونو یادونه وکړه . هغې د خپلې
مقالې په یوه برخه کې داسي لیکلي وو .
( پدغه
مصروف وخت کې چې هرڅوک دخپل ځان لپاره کار کوي ، سحر صیب هغه کس دی چې خپل ډیروخت
ادبي فعالیتونو او دنورو روزلو ته ورکوي او د خپل ورکړي وخت احسان هم په چا نه کوي
. )
هغې له
سحر صیب څخه لدغې مرستي اوهمکارۍ له کبله
مننه وکړه .
ځوان
نوښتګر شاعر اوژورنالست سید جیلاني جلان د غونډي بل ویناوال وو . هغه په خپلو خبرو
کې د سحر صیب په شاعرۍ کې د شعري هنر ته نغوته وکړه او د هغه یو شعر چې (
ستالپاره) د سحر صیب د ښکلي خیال او لوړ فکر
ښکلې بیلګه وبلله .
تکړه
لیکوال او ژورنالست استاد امیرجان وحید احمدزي د علم ګل سحر د ژورنالیستیکو کارونو
په اړه علمي مقاله ولوسته.
د میرمن
کلتوري ټولنیز بهیر غړې او تکړه شاعرې ګل
میني یوسفزی په خپلو خبروکې د سحر صیب ادبي او ټولنیز خدمتونو ته د درناوي په
وړاندي کولو سره د خپل شخصي شخصیت په جوړولو
او ادبي کارونو کې د سحر صیب د کړنو څخه مننه وکړه .
د غونډې
بل وینا وال تکړه لیکوال او ژورنالست او ادبپوه استاد اسد الله غضنفر وو . ښاغلي
غضنفر د سحر صیب شخصیت وستایه او د سحر
صیب پدغه بیت کې :
خدایه چې
غواړم یې هغه راځینې لیري ګرځي
ټول را
نژدې دي خو یوه راځینې لیري ګرځي
په دغه
بیت کې یې په شعري ځانګړتیا باندي خبري وکړې .
ښآغلي
غضنفر پدغه بیت کې چې په ساده الفاظو لیکل شوی د څلورو ادبي ماهیتونو شتون ته
اشاره وکړه او وی ویل ،هر هغه شعر چې څو ماناوي
ونه رسوي ، هغه له شعري هنر څخه خالي وي . هغه د سحر صیب پدغه بیت کې د شعر د هنر په ښکلاوو او
پکي پراته فکر په اړه په زړه پوري معلومات وړاندي کړل .
تکړه
لیکوال، شاعر او ژورنالست صدیق الله بدر وویل چې د سحر لنډې کيسې زموږ د عصر رښتني انځورونه دي. او سحر
صیب یې پخپلو تجربو ولاړ لیکوال یاد کړ..
ځوان شاعر
اجمل تورمان بیا د سحر صیب په شخصیت او
بیلا بیلو ځانګړتیاوو په زړه پوري خبري وکړې.
ځوان شاعر
جاوید اوربل د سحر صیب په پخواني او نوي شعر کې د توپیر په بیلا بیلو اړخونو رڼا
واچوله .
څیړونکی
محمد نبي صلاحي د سحر صیب د مینې او جګړې په ناول وغږید او دغه ناول یې د سحر صیب
د ادبي کړنو ادبي لیکنو ښکلې بیلګه وبلله
او په ناول کې د پرتو ځانګړتیاوو باندي یې خبري وکړې .
تکړه طنز
لیکونکی عبدالنافع همت د سحر صیب د طنز لیکنې د تخنیکي برخو په ښیګڼو باندي رڼا واچوله او سحر صیب یې ښه طنز لیکونکی وباله
.
لیکوال او
ژورنالست نور محمد سعید د سحر صیب په دندو او کاري خدمتونو باندي مفصل معلومات
وړاندي کړل .
د غونډي
وروستني وینا وال شاعر او حقوقپوه
عبدالستارسعادت ، شاعر او لیکوال اومان نیازي د سحر صیب په شخصیت او شاعرۍ لنډي ویناوي وکړې .
د غونډي
په پای کې ډاکټر خوشحال روهي ته بلنه ورکړل شوه چې غونډه وارزوي . ډاکټر صیب روهي
غونډه ګټوره او ښه و ارزوله او د سحر صیب د شخصیت ستاینه یې وکړه .
ورپسې
دهیواد وتلي شاعر، لیکوال او څیړونکي عبدالله خدمتګار بختاني صاحب د سحر صیب په
شخصیت او لیکنو په زړه پورې خبرې وکړې.
د غونډي
په پای کې استاد علم ګل سحر د قلم له
ټولني او هغو لیکوالو څخه چې دده په اثارو یې لیکنې کړې وې مننه وکړه هیله یې
وښوده چې دهیواد دنورو لیکوالو د اثارو د ارزونې او خدمتونو دنمانځنې غونډې جوړې
شي نوموړي وړاندیز وکړ چې دداسې غونډو ترڅنګ دې دلیکوالو د حساب ورکولو غونډې هم
جوړې شي څو دا څرګنده شي چې زموږ لیکوالو په ټولنه کې دنوي فکر د رواجولو او
دناخوالو په له منځه وړلو کې څومره کار کړی دی او ټولنې ته یې کوم مشخص خدمتونه تر
سره کړي دي. غونډه دمازدیګر په ۳۰: ۵ دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده .