شعر

دادی  پیــشو او دمـوږک لــوبـه روانه  ده  چـــې
پریږده برای به چې کوم یو اوکومې لورته یوسی


خلک دخپل جنګ څخه منډې وهي نه یې پريږدي
پښتون ته وګــوره پردي جنـګونه  کـورته  یوسـی


چې یې په یو زخم  پټۍ کیږدي  بیا بل راشلـيږي
نه شی اعلاج یې که یې سل ځله  ټکور ته یوسي


دنا  پوهۍ  سیلاب اخیستي  چې  ډوبیږي  پکې
دځانه واک واخلـي  پخپلـــه یې  تر بور ته یوسي


شاهـینه   څلـه د  پردو نه  پــه  ګیلـه اختـه  یــو
دخپلې خاورې بچي هم مې کیسه شورته یوسي


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سادیم شاهین عربی امارات العین