د امرالله صالح او عبدالله په غونډه کې د ډاکټر عبدالله لغماني ورور څوک و؟؟


په یوې ویب پاڼه کی می د(پښتانه ولې په مادي او معنوي لحاظ وژل کیږي) تر سرلیک لاندی یوه لیکنه ولوسته، خدای شته لیکنه مې خوښه شوه، په رښتیا هم چې پښتانه له هرې لورې وژل کیږي او ټکول کیږي.په همدې لیکنه کې مې یوه ډیره عجیبه خبره ولوسته چې دهمدې لیکنې له عنوان سره ډیر ښه اړخ لګوي، لیکوال لیکلي ول چې څو ورځې مخکې د تغیر او امید د ایتلاف مشر عبدالله عبدالله او امنیت د پخواني مشر امر الله صالح له خوا په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه، او پدې غونډه کې د امنیت د پخواني مرستیال ډاکټر عبدالله لغماني ورور هم ګډون کړی و او غوښتنه یې دا وه چې ولې ولسمشر په غونډو کې دده د ورور نوم نه اخلي. زه د ډاکټر عبدالله لغماني له کورنۍ سره له ډير نیژدې پیژنم، نو ژر مې په اسټرلیا کې د هغه له ورور سره اړیکه ونیو او پدې اړه مې تر پوښتنه وکړه، خو هغه وویل چې موږ له دې خبرې هیڅ خبر نه یو او نه زموږ له کورنۍ چا په دې غونډه کې ګډون کړی.ښاغلی لغمانی ۲ ورونه لري یو مشر او یو کشر چې مشر ورور یې په استرالیا کې او کشر ورور یې هم د هیواد څخه بهر ژوند کوي،بیا مې دهغې غونډې ویډیو تر لاسه کړه،هغه ویډیو مې ولیدله او هغه ښاغلی چې ځان یې پکې دملي امنیت د پخوانی مرستیال ډاکټر عبدالله لغمانی ورور معرفي کړی او خبرې پکې کړي ولید، خدای شته ډير حیران هم شوم او ډیر مې وخندل، ځکه دا خو لا څه کوې چې د ډاکټر صیب ورور نه دی بلکې د هغه سره په قوم کې هم شریک نه دی.ښاغلی ډاکټر عبدالله لغمانی په قوم حسین خیل دی، خو دا ښاغلی چی ځان یې د لغماني صیب ورور معرفي کړی په قوم صافی دی، سمدستي مې د هغې مقالي عنوان بیا راپه زړه شو رښتیا هم، چې پښتانه هم په معنوي او هم په مادي لحاظ وژل کیږي، خدای خبر چی دی ښاغلی به د څومره پیسو په مقابل کی دا کار کړی وی، کیدای شي دده به هم پیسو ته اړتیا وه کنه نو داسې خو هیڅ څوک هم نه کوي چې خپله کورنۍ پریږدي او ځان په بل چا پسې وتړي او ځان ته دومره سترې کنځلې وکړي، خدایه توبه نور به هم څومره وژل کیږو 
لیکوال عبدالرحیم هیوادمل