
(ګیله مې هغه وخت له خدایه وشوه کله چې مې د یوې هلمندۍ ماشومې ویډیو ولیدله چې یو لاس او یوه پښه يې د بریتانوي ځواکونو په بمبار کې له لاسه ورکړی و او ټوله کورنۍ يې شهېده شوې وه)
خدایه!!!
ولې دې انسان پېداکړ؟؟؟
د همدې لپاره چې یو د یو بل ویني توي کړي؟
خدایه! کله چې دې انسان پېدا کولوم، بیا نو ولې دې کمزورې پېداکړم؟
خدایه! اوس هم لا وختي دی، ما وحشي کړه! له مانه د انسان نوم واخله! زه نه غواړم چې دغه ښکلی نوم دې بدنامه شي، زه نور ددغه نوم شرف نه شم ساتلی!
خدایه! له ما مه خپه کېږه! زه څه وکړم! یو خو دې راته کمزوری زړه راکړ، بل دې د وحشي داړوونکو په منځ کې پېدا کړلم!
خدایه! قیامت ته څومره وخت پاتې ؟ نه کیږي چې لږ يې را وړاندې کړئ؟
خدایه! وايي چې ته په انسان اویا وارې مهربانه يې، دلته چې زما له سترګو اوښکي بهیږي او ځان نشم قابو کولای، هلته به ته څومره غوصه يې.
نو ای خدای! دومره صبر د څه لپاره؟
مهربانه خدایه! تا خو ولید کنه؟ په هغه توره شپه کې، هغه د مور په غېږ کې چې ویده و، د مور شېدې يې په خوله کې پاتې وې او خپله وېده شوی و. نیمه شپه وه. لاس يې د مور له غاړې تاو کړی و. زه درواغ نه وایم. ستا ټول کاینات شاهدان دي. ته له هغوي نه پوښتنه وکړه. توره شپه وه، ټول خلک په درانه خوب وېده و. هغه هم ویده و. ستا د اسمان ټوله فضا شین پړک شو. د تندر آواز شو. د سترګو په رپ کې يې ورته جونګړه په بل مخ واړوله!!!
خدایه! تا خو وکاته که نه، په هغه توره شپه کې، زه پوهېدم، ما اورېدل، ستا وحشي مخلوقاتو، هغه چې اشرف نه دي، هغه چې تا د همدې انسان د ګټې لپاره پېدا کړي، هغوي ټولو د انسان په ویر ژړل، هغوي ستا د معصومو انسانانو په ویر ژړل، هغوي منډې وهلي. هغوي ونشو کولای چې د انسان د وجود ټوټۍ وویني.
مګر خدایه! زه حېران دېته یم چې ته ولې غصه نشوې؟ ستا زړه څنګه له کاڼي نه کلک شو؟ تا څنګه زما د هلمندۍ پرې شوی لاس لېده او غلی وې؟ تا څنګه زما د هلمندۍ په غېږه کې د هغه د شپږو میاشتو ماشوم پرې شوی سر ته کاته او څه دې نه ویل؟
خدایه! ما اوریدلي دي چې تا عیسی علیه السلام ته ښودلی و چې څنګه دې د یو بې نمازه په خاطر ټول کلی وران کړی و، مګر نن چې د مور په غېږه کې د ماشوم ماغزه وشېندل شو، د لور يې لاس پرې شو او د پلار يې ملا ماته شو، ته څنګه غلی پاتې کېدای شې؟
خدایه! دا څه تماشه ده! لږ ما هم پوه کړه! دا تر څو به ستا انسان ستا انسان وژني؟
خدایه! یا رانه سترګې واخله چې ظلم ونه وینم، غوږونه رانه واخله چې ویر وانه ورم. یا نو ما وحشي کړه چې په لیدواو اورېدو يې زما زړه درد ونه کړي او یا دې انسان پوه کړه!
نور نو زه نشم کولای چې ويې زغمم. زه خو خدای نه یم! زما صبر تمام دی.
خدایه! که بې ادبي مې کړی وي، ومې بخښه! اخر همدا تا انسان پېدا کړم، زه کمزوری یم. ما وبخښه. وايې چې:
زړه يې مه بوله تورکاڼی د سهرا دی په لېدو د زخمي زړه چې زخمي نشه شي
لیکوال: شیرین اغا جهانګیر
۱۸ جوزا ۱۳۹۰
۸ می ۲۰۱۱
صفا راډیو