پنجابی ګوره غيرت يې ګوره !!

نږدې شپېته کاله وړاندې  پاکستان  هېواد رامنځته شو، داسې یو هېواد چې دولت یې تش په نوم اسلامي دی ، خو چارې ، قانون او نور هر څه یې غیر اسلامي یا انګرېزي دي .
د نورو دخوشالیو لپاره همېش هغه څه مخ ته بیایي ، د اسلام خو څه چې بشریت څخه هم لېرې دي .
دغه راز د خپلو اقتصادي منافعو او د غیراسلامي هېوادونو سره د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه یې د جمعې مبارکه ورځ چې  د مسلمانانو د رخصت او عبادت ورځ شمېرل کیږي ، هغه یې رسمي ورځ وګرځوله او انګرېزان چې د یکشنبې ورځ رخصت لري ، له دوی سره یې په همدغه ورځ هوکړه وکړه .چې دا وخت په ټول پاکستان کې د جمعې په مبارکه ورځ رسمیات وي  .تاسو فکر وکړئ، آیا دا مسلماني ده او یا هم په کې د مسلمانانو لږ شانته غیرت شته  او کنه؟
دغه راز په ټولو اسلامي ملکو نو کې تګ راتګ  د سنتو په چوکاټ کې په ښي لوري کیږي ، ولې په پاکستان کې د لومړئ ورځې نیولې ، تر ننه پورې  انسانان ، موټر او نور ټول وسایل په چپ لاس تېریږي ، چې دا هم یوه د هغو بېلګو څخه ده ، چې دوی ته اسلامي احکام په هېڅ صورت ارزښت نه لري .یوازې هغه څه ته درناوی لري، کوم چې په انګرېزي قانون استوار وي او  ناچیزه اقتصادي ګټه لر ي .
دا خو مې دوه  بېلګې راوړې ، نور د دوی قوانین ، اصول او پالېسۍ ټولې د انګرېزانو په قانون راڅرخي او په دې افتخار کوي ، چې له انګرېزانو سره دومره ښې اړیکې لري، چې له امله یې هر څه سره یو شان دي .
راځو دې ته اوس مهال چې امریکایي ځواکونو د پاکستان په کور کې د ننه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه .نو د یاد هېواد ځينو سیاسي او پوځي مشرانو اوتې بوتې پيل کړې .وایي ، چې امریکایي ځواکونو د پاکستان پرحریم تېری کړی ، باید اسامه په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا نه وای په نښه شوی .حال دا چې دغه امریکایي ځواکونه له کالونو ، کالونو راهیسې د دوی په همدغه کورکې په هر ډول وسلو، مهماتو ، وسایطو او تجهیزاتو سمبال اوسیږي ، نن چې دوی ادعا کوي ، په حریم یې تېری شوی .زه نه پوهېږم  دا څنګه تېری دی ، چې په خپله یې امریکا ته د پوځي مېشته کېدلو اجازه ورکړي ، د ترورېزم ضد جګړه کې یې هر رنګه موافقې لاسلیک کړي،د همدې له امله هر کال په ملیاردونو امریکايي ډالره امتیازات تر لاسه کوي .بې پیلوټه الوتکې د پاکستان د حکومت په موافقه  په خپله د پاکستان له هوایي ډګرونو پورته کیږي او بیا په مشکوکو کسانو بریدونه کوي .خو کله چې امریکايي ځواکونه مستقیماً عملیات کوي ، د دوی له دوه مخي سیاست څخه د خجالت توره پرده پورته کیږي او پاکستان د  رسوایۍ او بدنامۍ سره مخ کیږي ، نو د خپلو ولسونو ، سیاسي ګوندونو ، ګاونډیانو او نړیوالو سترګو ته خاورې ورشیندي ، وایي ، چې  ځکه یې د بریدونو په اړه غندنه کوي ، چې د پاکستان پرحریم تېری کیږي . وایي یو سړی په اوښ سپور  ؤ،بیا نو غلی ، غلی کېده ، چې څوک مې ونه ویني .پاکستان هم د اوښ سړي ته ورته کړنې کوي .
په 2001م کال کې د پاکستان واکمن پوځي ډېکټاټور پروېز مشرف دامریکا د وخت له چارواکو سره په دېرشو ثانیو کې د ټېلېفون په کرښه په ډاګه د طالبانو او القاعده شبکې په وړاندې د جګړې کولو ملګرتیا اعلان کړه .پوځي آډې یې ورکړې،د دوی له لارې نړیوال قوتونه افغانستان ته ننوتل ، د همدې لارې یې ټول قوت داخل کړ.
ډول ، ډول موافقې یې لاسلیک کړې ،چې په هغې کې د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ ، د پاکستان په خاوره کې نېغ په نېغه د عملیاتو کول،د امریکا  استخباراتي شبکې ته په ډاګه د اجازې ورکول او نورې موافقې شاملې وې .
خو له بل طرفه یې په قبایلي سیمو کې وسلوالو جنګیالیو ته پټنځایونه ورکړل . د دوی لپاره یې هغه چاپېریال رامنځته کړ، له کوم څخه چې وسلوال جنګیالي تر ننه پورې په افغانستان کې د هغې له مخې عامه شتمنۍ ورانوي ، دولتي او نړیوال ځواکونه تربریدونو لاندې نیسي او حتا هره ورځ مظلوم افغان ولس په وینو لمبوي .
د تېرو 10 لسو کالونو راپدېخوا د لمر غوندې روښانه حقیقت دی ، چې د پاکستان دولت په ځانګړي توګه
آی اېس آی یعنې استخباراتي شبکه او پوځ له القاعده شبکې او طالبانو څخه  بشپړ حمایت کوي . هغوی ته روزنه  ، سلاح او په افغانستان کې د مطلوبو ځایونو آدرس په لاس ورکوي او دلته یې رالېږي ، ترڅو د افغان دولت مامورین ، عام وګړي یا هم عامه شتمنۍ په نښه کړي او له منځه یې یوسي .
د تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغان دولت مشران نارې وهي ، چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولې پورې دي .باید چې نړیوال ځواکونه په پاکستان لازم فشار راوړي او یاهم د ترورېزم نړیوال خطر ته په پام سره ناټو ځواکونه په خپله د پاکستان په شمالي وزیرستان کې په مالومو لویو روزنیزو مرکزونو بریدونه وکړي ، ترڅو په دې سره افغانستان  او همداشان نړئ له ستونزو خلاصه شي .
که نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکامتحده ایالاتو حکومت په سیمه او نړئ کې د ترورېزم په نوم  پيل کړي جګړه  د خپلو ګټو په خاطر په کار لوېدلي لوبه نه وي او  رښتیا هم غواړي ، چې افغانستان ، سیمه او نړئ د ترورېزم له خطر څخه په بشپړه توګه  خلاصه کړي ، نو غواړم په لنډو ټکو کې یوڅو وړاندیزونه وکړم :

  • پاکستان هېواد چې همېش یې د نورو په بربادیو کې خپلې خوشالۍ لاسته راوړي ، تل یې له دوه مخي تور سیاست څخه کار اخېستی . نوپه کار ده ، چې د حکومت سره یې  هر ډول اړیکې د یوه قوي فشار سره سمې وځنډول شي ، ترڅو دې ته اړ شي ، چې د خپلو ګاونډیانو او نورې ټولې نړۍ سره صادقانه چلند وکړي .
  • د پاکستان سره د امریکا دمتحده ایالاتو د حکومت له لوري باید په کېدونکو پوځي او مالي  مرستو له سره جدي غور وشي او د پخوانیو شویو مرستو په هکله هم وپوښتل شي، چې چېرې او څنګه یې په مصرف رسولي دي .
  • د پاکستان له حکومت په ځانګړي توګه له آی اېس آی څخه جدي وپوښتل شي ،چې څنګه یې تر دې وخته پورې د اسلام آباد ښار ته څېرمه د پوځي اکاډومیو ترڅنګ د القاعده شبکې مشر ژوند کاوه .په داسې حال کې چې هلته د اسامه په شاوخوا کې ټول د دولت لوړپوړي چارواکي مېشت دي او دغه راز د اسامه په استوګنځي باندې د پاکستان لوی بیرغ هم درېدلی وو، چې په دې کې هم یو رمز پروت دی .
  • همداشان د لمر غوندې روښانه ده ، چې د جنګیالیو ټول مرکزونه په شمالي وزیرستان او کوېټه بلوچستان کې شتون لري .چې مشران یې په پېښاور ، پنجاب ،کراچۍ ، اېبېټ آباد او اسلام اباد کې د یاد هېواد د حکومت له خوا  لوکس ژوند لري .چې له نېکه مرغه له ډېر وخت وروسته په ناټو سربېره په افغانستان کې د امریکا لوی سفیر جنرال ایکنبیري هم په رسمي کنفرانس کې تایېد کړه ، چې د ترورېزم ځالې له پولې هاخوا دي .نو هلته  باید نېغ په نېغه ناټو ځواکونه عملیات ترسره کړي او ضمناً له پاکستان څخه  په کلکه وغواړي ، چې د طالبانو مشران په لاس ورکړي  او پرې نږدي ، چې نور ای اېس ای یادو مرکزونو اومشرانو ته  رشد ورکړي او که چېرې نړیوال قوتونه دا نه شي منلی ، نو دوی دې مهرباني وکړي ، افغاني ځواکونه دې په هغو وسلو، مهماتو، تجهیزاتو او سایطو سمبال کړي ، چې یوه لسیزه مخکې یې ژمنه کړي وه . بیا دې وګوري چې تورمخی پنجابی دافغاني ځوانانو زور ته څنګه ټینګیږي ،پنجابی ګوره ،غیرت یې ګوره .خو بدبختانه اوس خو هغه خبره رامنځته شوي ده ، چې وایي : تشه لاسه ته مې دښمن یې .
دا وو  هغه یو شمېر وړاندیزونه چې نړیوالې ټولنې خصوصاً امریکامتحده ایالاتو ته وړاندې شول ،چې د دې په تطبیق کولو سره به مطلق په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې سوله او امن راځي .ولې که تور مخی پاکستان همداسې دوه مخي سیاست ته پرېښودل شي ، نو دا به د دې معنا ولري ، چې په سیمه او افغانستان کې روانه جګړه او بدبختۍ په خپله د امریکا او ملګرو هېوادونو له لوري پلان شوي  لوبه وي ، چې  له مخې یې بې چاره افغان ولس قرباني کیږي .خوبیا هم موږ هیله من یو، چې په پاکستان کې دغې وروستۍ رسوایۍ ته په کتو سره به نړیواله ټولنه نور انتظار ونه کړي ،بلکې له عمل څخه به کار واخلي او په ټوله سیمه به ژور مثبت اغېز وشیندي .
 
د یوې داسې ورځې په هیله
ګواښ ځدراڼ
خوست / افغانستان