
د ۲۰۱۱زيږدي کال د می
پر دويمه نېټه د طبي کتنو په موخه حيات اباد کمپلکس روغتون له خپلې کورنۍ د يوه
ناروغ سره لاړم ناروغ مو په انتظار خونه کې کېناوه او خپله لاړم چې يو څوک بلدي
پيدا کړم چې راسره مرسته وکړي نو سر مې پرعاجله خونه وربرابر شو. شور او ځوږ وو او
ډېرو نارينوو يو جلۍ په تذکېره کې وړله چې د ټولو پاک نوي کالي پر غاړه وو. زه هم
ورجوخت شوم چې ووينم څه پېښه شوې ده. سره لدې چې ټول وجود يې پرته له مخ څخه په
وينو لړلی وو خو بيا هم په ريښتيا ښکلې جلۍ وه. په ګونګسي کې مې واورېدل چې د
ناروغې کورنۍ وايي چې د غره څخه راپرېوتې ده. نو زه په دې خبره هک پک شوم چې اجيبه
ده، دا څنګه پېښه ده چې د واده کالي د ټولو خلکو په تن دي، او بيا دا څنګه راپرېوتل دي چې مخ يې رک روغ دی او يوازې يې د
داوړو پښو ترمينځ وينې ډنډ او روانې دي. جلۍ ډېره زياته وينه دلاسه ورکړې وه د
پاتې نه وه، خو زما زړه دا نه منله چې نوموړې دې له غره څخه راپرېوتې وي نو پدې لټه
کې شوم چې يو څوک وموم چې ما په ار کيسه
پوه کړي چې اصلي پېښه څه ده او ولې دومره ښايسته جلۍ پدې حال ده. خو بلاخره پدې
وتوانېدم چې يو ځوانکی هلک چې له ورايه پوه مالومېده او ډېر مايوسه وو، مې ومونده.
ځوان په يو ښوونځي کې ښوونکی وو او د جلۍ د خپلوانو څخه وو. د ځوان د وينا له مخې
دا جلۍ د شپاړسو کالو ده او سږ د نهم ټولګې څخه لسم ټولګې ته بريالۍ شوی وه او
پلار يې د جلۍ کوژده د يو پوخ عمر سړي چې د پوليسو قوماندان دې او د ۴۰، ۴۲ کالو په منګ دی کړې ده. د ځوان په وينا کله چې جلۍ د کوژدې وروسته خپل
ميړه وليده نو د هغه له شکل او څېرې څخه دومره ووېرېده چې بې هوشه شوه. جلۍ په
کراتو، مراتو خپل مور و پلار ته وويل چې د نوموړي سړي سره واده نه کوي. خو د
پوليسو مشر د زور له امله او هم د کلتوري ستونزه له امله د جلۍ خبرې ته چا غوږ نه
ايښوده. همدا نن چې د نوموړې د واده ورځ وه، د واده جلۍ دومره چېغې جوړې کړې چې
واده يې ګډ وډ کړ، خو بيا هم زور د زورور وو او
ډولۍ ته په زور ورپورته کړای شوه خو جلۍد ډولۍ د وړولو پرمهال په نيمه لار
کې د ډولۍ څخه ټوپ کړ، چې وروسته بيا د هلک کورنۍ د خلکو له خوا د لغتو لاندې
راغلې وه او دننه ګېډه يې شکېدلې وه. د هلک په وينا چې د کوژدې وروسته به هره ورځ
جلۍ ژړل، خو کورنۍ يې پخپله خبره کلکه
ولاړه وه او ورته به يې ويل چې هيڅوک د جلۍ په ورکولو کې د جلۍڅخه پوښتنه نه کوي
دا يو لوي شرم دی. د جلۍ مور او پلار د
ډېرې ژاړه له لامله نوموړې جلۍ يو ډاکټر ته هم وړې وه چې هغه ډاکټر ورته ويلې وو
چې نوموړې جلۍ د سختي ويرې له امله د ډپريشن ښکار شوې ده چې نوموړې جلۍ هر وخت
کولی شي ځانوژنه وکړي.
کله چې زه د ۲۰۰۶ز کال
په مينځ کې له طب څخه فارغ شوم نو د ښار څخه په وتلې يوه سيمه کې مې يو کتنځي جوړ
کړ. يو ورځ ما ته دوه انجونې راغلې چې دواړه
يې په انزايټي او ډپريشن اخته وې دواړو يو
څه لوستې وې خو اوس په کور ناستې وې، د دوۍ د وينا له مخې چې موږ څلور خويندې يو
او دوه ورونه لرو او د پلار مو زياته زمکه او شته دي. خو په موږ چې مرکه راشي نو پلار مو
ورته په يوه او بله بانه انکار کوي او حال دادې چې پلار مو دوه ښځې درلودې او يوه
مياشت د مخه يې يوه بله ځوانه ښځه هم وکړه او ورونو مو هم ودونه کړي دي او يو ورور
مو د بل واده پسې ګرځي. د يوې خور يې په
سترګو کې اوښکې راغلې او راته يې وويل چې ولې سړي داسې کوي دا ښه ژوند يوازې د
سړيو خوښيږي د ښځو ... او په سلګيو شوه. نو ما څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه ما ورته
وويل چې زه يوازې درملنه او لازمه لارښونه درته کولی شم او تاسې خدای ته دعا کوئ
چې ستاسې پلار ته د نيکۍ هدايت وکړي.
د پښتنو په زياتره سيمو
کې دا دود دې چې زوم څخه په لکونو روپۍ د ولور په نامه اخلي چې دا دود د افغانستان
په جنوبې سيمو کې ډېر زيات دې او د خوست پکتيا او پکتيکا په ځينو سيمو کې د ولور
اندازه تر لس لکو افغانيو پورې رسيږي او د کابل دننه بيا که ولور نشته نو هلته بيا
ستونزه د لويديځوالو او يا هندوانو په دود د واده کولو د لګښتونو ده چې د دغه
دودنو پايله داده چې يو زوړ سړی که چېرته شته او روپۍ ولري نو په اسانۍ سره کولی
شي د يو ځوانې جلۍ سره واده وکړي. زموږ په ټولنه کې د غيرت، کلتور ، پښتو او بېلا
بېلو نومونو باندې ښځې استثمار شوي دي. نو ددغه ستونزو د مخنيوي لپاره يو ټوليز
يون پکار دی او داسې ډله بايد په کار پيل وکړي چې :
ü په بېلا بېلو ټولنو کې د ښځو عمده ستونزې راټولې کړي.
ü د هغوۍ څېړنه او تجزيه وکړي
ü ټولنې ته د هغوۍ بد عواقب او ريښتنولي وړاندې کړي او
دولت اړ کړي چې داسې قوانين جوړ کړې چې پکې د ښځو حقونه ساتل شوي وي.
ü په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د فردې جرمونو پرخلاف کلکه
مبارزه، او د جرم د پېښېدو په صورت کې لاريونونه پلی کول او خبر تر مېډيا رسول.
ü کومې مېرمنې چې سرپناه نلرې د هغوۍ مرسته کول.
ü
: او ددې کار لپاره په سيمه ايزه
کچه د سيمنارونو جوړول. خو دا سيمنارونه بايد داسې نه وي چې پکې داسې اشخاص رابلل
شوي وي چې نه د سيمې د عنعناتو او نه د سيمې د ستونزو څخه خبر وي او نه کولی شي چې
د ستونزې بده ځاندره د خلکو مغزو ته ورورسوي. زه په زياتره سيمنارونو کې وينم چې
ويناوال يې داسې کسان وي چې خپلو خبرو باندې ګروهمن نه وي خو داچې يوازې يو څه
ځواک او واک لري نو په همدې بنسټ په سيمنار کې د خبرو وخت ورکړل شوي وي. د خلکو د
بيدارولو لپاره بايد د خلکو په ژبه خبرې وشي او پدې پوه شي چې ښځو ته پيغور
ورکول.، ورپورې خندل، د هغوۍ د لاس په پخ
شوي خواړو باندې ملنډې وهل، د هغوۍ نيمګړتياوې
د نورو ترمينځ بيانول او نور داسې کارونه سرته رسول کورني ژوند ته څومره
تاوان رسوي.
له دې وراخوا زياتره
وخت زه وينم په نه خبره باندې ښځه اړ کيږي چې د خپل مور او پلار او يا ورونو د
لېدو څخه منع کيږي. په ټولنه کې دا فکر پيدا کول اړين دې چې خلک پدې پوه شي چې
دا ټول د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دی او دا يوه ستره ګناه ده. په کور او له کور
څخه بېرون ښځې ځورول کيږي دا ځورول که ژبني، اقتصادي، فزيکې او کلتوري وي دا ټول
بايد منع اعلان شي او ورته د ځور ورکولو د منعې قوانين جوړ شي زه چې کله په ښار کې
ګرځم نو وينم چې يو شمېر خلک ښځې په يو ډول نه يو ډول ځوروي، د چا څخه د سودا
پرمهال له حړده زياتې روپۍ اخلي چا ته سپکې سپورې کوي ، چا ته ناوړه خبرې وايي. او
په دفترونو کې هم ورته حال دی. د کليو اوسېدونکې ښځې هم په يو شکل نه يو شکل ځورول
کيږي د کورني کارونو د ماشومانو د زيږولو او روزلو سربېره د کور دباندې سخت دهقاني
کارونه، د وښو او خشاکو د پنډونو راوړل او لدې ور اخوا پدې نوم چې ښځه ده وهل ډبول
او ډول ډول د ځان څخه جوړ شوي قوانين پرې پلې کول.
بايد د همدغه اسلامې قانون له مخې په بدو کې د
ښځو ورکړه، بدل ( د انجونو بدلول )، د تور او بدنامې پېښې، ولور، په کور
سرسپينولو، انجونو څخه په ورکولو کې نه پوښتنه
او نور ټول هغه ناوړه دودونه چې په افغاني ټولنه کې دود دي او دغه ټولنه يې په
اروايي لحاظ ناروغه کړې ده او هم يې د ښځو حقونه تر ګواښ لاندې راوستي دي، په له
مينځه وړولو کې يې کوټلي ګامونه پورته شي. تر څو په ټولنه کې د ښځو انساني کرامت
خوندي شي او هغه حقونه چې د ټولنې ځينو خلکو د ښځو څخه د غيرت، پښتو، افغانيت، شرم
او په بېلا بېلو نومونو تروړلی دي ورکړل شي. که چېرته ښځو ته هغه حقوق چې اسلام
ورکړي دي په تمامه مانا ورکړل شي نو زه پدې باور يم چې دا پورته او دېته ورته
ستونزې هيڅکله هم مينځ ته نه راځي. ځکه د ښځو څخه ددې حقونو تروړول او غلا کول نه
کوم نارينتوب دې او نه کوم غيرت....
يادښت: اړينه مو وګڼله
چې په پورته ريښتنو کيسو کې د خلکو نومونو او د هغوۍ د اوسېدو دځاي له ښوولو څخه په
اخلاقي ټوګه تېر شوی يم. ځکه له کلتوري پلوه ښايي د پېښو ګډونوالو ته ستونزې
راولاړي شي.
najibullahzakhilwal@yahoo.com