غزل

مجبوریم له فطرته د ذلت  په لاره نه ځم    پښتون یم له پښتودبغاوت په لاره نه ځم   نری د صراط پل شودالفت په لاره نه ځم   جانانه ستاد حسن  دقیامت په لاره نه ځم  

چې تاته شې محل اوپه ما ړنګ کړي دیوالونهاشنادر سره نورددې اخوت په لاره نه ځم  

ما پریږده، ته زبیښه کله شراب او کله وینېپه نوم دتمدن دې دوحشت په لاره نه ځم  

 سرخیل که شوم دمینې  نوته ولې برندراګورې جنت ته خو به شیخه دنفرت په لاره نه ځم  

چې تل بوخت وم  (حسنه) دخپل ځان په پیژندنهاوس هم هغه ملنګ یم دشهرت په لاره نه ځم
 

ډاکترحسن-لندن