
پېرى واقعيت دى، كه افسانه؟
ژباړه: لطيفه لالهاند، كابل
د نړۍ او ژونديو موجوداتو د پيدايښت په اړه د انسانانو ترمنځ دوه نظرونه شته، ځينې كسان ټول څيزونه د خداى ج د خلقتونو سرچينه ګڼي، بله ډله بيا د نړۍ د خلقت سرچينه په طبيعت كې لټوي. كه څه هم د دوى ترمنځ د نظر اختلافونه ډېر دي، خو يوه ډله هم نه ده توانېدلې، چې د دې پټ موجود له شتون څخه انكار وكړي.
ږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږږ
دپيرِیانوّپه هکله ځيني خاطرې:
دايوه رښتينې کيسه ده : د ظاهرشاه باباپه وخت کې دلغمان ولايت دالینګار ولسوالۍ دشاهي په کلي کې د محمدعلم ماما په نوم يو دهقان چې دلغمان زیات کسان یې پېژني او دا کيسه یې ترې اوریدلې ده ما هم خپله ترې اوریدلې وه، ویل یې زه چې دچا بزګر وم دلوی اختردقرباني له پاره یې له یوغرنۍ سیمې د ټګ په نوم د سېرلی د راوړلو له پاره پيسې را کړې وې زه له چرګ بانګ نه مخکې وخوځيدم يوځای چې غر اوګورځنګل اوډېرې زری لري تېریدم ګورم چې يو غټ پشيرلی وز دلته ګرځي ځان سره مې وويل راځه همدلته نږدې یې ونيسه د کو چيانو له رمې به پاتې شوی وي پيسې به هم تاته پاتې شي په خوارۍ مې ونيوپه کښولو راپسې نه راتلو په دواږو اوږو مې راسپور کړاو مخ په کور روان شوم د یو څه منزله پس مې زړه کې را وګرځيدل چې دا به نر وي اوکّـنه؟ آهسته مې خپل لاس ورتېرکړ، په بخښنې او مافۍ سره! چې په خو ټويې زما منګول ډکـه شوه سمدلاسه یې وويل خوښې د شوې؟!؟...
ژرمې وارتوه پښې زما تر غاړې راتاوې کړې وې اوپسې اوږدېدلې، اوږدېدلې ،او اوږدېدلې،،ژر مې کليمه ووېلې او خوشې یې کړم سړه لرې راباندې راغله او کورته مې ځان ورسوه بايد وويل شي چې دي يو قوي او زړه ور سړی ؤ
داسې کيسې ما له ده، خپل پلا ر او نورومشرانو ډېرې اورېدلي دي خو ډېرې دلته نه لیکم که تاسو ګرانو لوستونکو ته هم داسې او يا دغو ته ورته دپېریان نورې کيسې معلومې وي دمهربانۍ له مخې يې ماته راؤلېږي چې ستاسو په خپل نوم یې خپرې کړم او راتلونکي کې يو کتاب ترې جوړ کړو ادرس په ويب بلاګ کې شته دی پوره مطلب دلته وګورئ
www.bloguna.com/chapy