څومره ښایسته ده، د ګلونو یوه غُونچه
ده
نازکه ده شیرینه ، د خوږو مسرو کپَه ده
په ناز او په ادایي، مخلوقات ټول
لیونې کړل
د حسن شا پیرۍ ده ، د شکرو پتاسه ده
توری اوږدي زلفي يی، ټالیږي په اوږوکي
باڼو يي د ښکارغښۍ دي، د میني
یوه نمونه ده
خماری توري سترګی يي، د زړونوښکاریدل
کا
شهلا د تبسم ده ،
په مسکا یي ډ که خوله ده
کږه وږه روانه ده، د زرکي په شان درومي
فری د فرستان ده ،خوی عادت کي نازدانه ده
سپینه سپینه چه ښکاریږې ، مینا
غوندي ږغیږې
سری شونډي يي نازکي، نري ملا یي
پسته پله ده
مجلس دخوب رویانو، کي دا ښکلې ښکلي ښکاري
نصیب که دي د ید ن شی ، په کتو یې
ننداره د ه
د داغي زړونو مرهم
ده، که علاج دي په درمل سي
یوګل د ګلخاني په بڼ او باغ کي، د سروګلو لاله ده
شبنم د سهر ګاه ده ، غوټي غوندي غوړیږی ګلستان ته
خوشبوه ده ګل
خندانه ، د ګلشن د باغ میوه ده
تصمیم به د لیدو کړم، که ژوندی وم
یو څوورځې
نورزی به څه ګیله کړي ، دا د خیا ل یوه شیبه ده
ولی محمد نورزی ۲۰۱۱ جون
وروستي