
تاسي په تیره غونډه کي چي د کندهار د امنيه قومندانۍ نوي سرپرست قومندان ښاغلي جنرال رازق مو د غونډي ګډونوالو ته ورپیژنده نو د لمړي ځل دپاره یوه ډیره پر ځاي خبره خپلي مبارکي خولي نه ارشاد کړه او هغه دا چي تاسي د پولیسو د زون قومندان ښاغلي پاسوال سالم حساس نه په کلکه وغوښتل تر څو د کندهار هرات هغه سړک کوم چي د نظم عامه پولیسو لخوآ پر لویه لار د سیمینټي دیوالونو په ذریعه تړل شوي زر تر زره د ترافیکو پر مخ پرانیزي او د ولسي وګړو ستؤنزو ته د پاي ټکي کیدي نو خداي ج شته دي چي د ډیریو کندهاریانو به پدي خبره یو څه خوښ شوي یي خو د دي خیر کار ترڅنګ راځه یو بل د خیر کار هم وکړه او هغه دا چي دا د خپل یو کور دپاره دی چي کوم څلور سړکونه د سیمینټي دیوالونو په وسیله بند کړي دا هم ښه کار ندي خلک درنه پوزي ته راغلي، د کندهار خلک خو د هرات کندهار د سړک نه دلته ستا د کور په خوآ کي ډیر په تکلیف دي ځکه دا د ښار منځ دي که نظم عامه پولیسو یو سړک بند کړي تا بیا څلور سړکه بند کړي خیر پښتانه یو متل کوي چي (خپل عیب د ولو منځ دي) او ولی به یي نه بندوي که جمهور ریس کرزي کابل کي پرځان لس سیمینټي دیوالونه راتاوه ولي شي نو آیا ته چي د هغه ورور یي یو دیوال نشي تاؤه ولی، یاره د شرم خبره ده او بیا خلک وایي چي پخپله کورنۍ کي د بدمعاش لقب لري حتي ولس مشر ستا په خبره کي څه نشي ویلاي نو بیا په دی دومره لوي ښار کي د یو دیوال حق نلر ي، نه وروره حق دي دی زه خو وایم چي یو پنځه نور هم راتاؤ کړه خیر دی خلک د خپل مشر دپاره تکلیفونه ګالي که زر په تکلیفیږي سل زره دی په تکلیف شي باک نشته او بیا تانه به د دي څوک پوښتنه وکړي کندهار کي خو ستا په وړاندي د پوښتني څوک نشته او نه داسي څوک چي ستا په حضور کي سر پورته کړي، او که څوک یي پورته کړي نو تا سره خو لکه د اهنګر ښه دروند څټک شته چي په سر یي ورته کیدي، ځکه حکومت خو دي هسي نه هم خپل دی او خداي ج به دی ښایي په دی برخه کي د یاده وتلي وي نو راځه جانانه قضاؤت به هم تاته در پریږدو په سړه سینه پري فکر او سوچ وکړه ښایي په زړه کي دی یو څه رحم کندهاریانو ته پیداشي که نه نو د حساب ورځ ته به یي پریږدو ځکه (څه چي کري هغه به ریبي).
په درنښت
کردستانۍ
۰۹/۰۳/۱۳۹۰
۳۰/۰۵/۲۰۱۱