خوب

په ځمکه یې ټینګې سترګې ګنډلي وې او په ګړندیو ګامونو تیز تیز د سیند ژی ته راورسید لاسونه یې له زنګنو را چاپېر کړل سر یې د زنګون په سر تکیه کړ او دسترګو نظر یې د سیند په روانو موجونو هوار کړ.تر یوې ښې شیبې یې له وجوده چوپتیا را تاو وه داسې ښکاریده لکه روح یې چې تللی وي سر یې بې واکه له زنګنو په ناڅاپي ډول پورته شو او دخیالونو نړۍ څخه بیرته دغه د هیلوډکې دونیا ته راغلو په ورختایې سره یې شاو خوا وکتل او بیرته یې سترګې د سیند په روانو موجونو ښخې کړې شونډې یې په خوزیدو راغلې او تر ډیره وخته یې شونډي کوزې پاس خوزولې او د بیګا شپې خوب یې په ماتو ګوډو الفاظو له غریو سره یو ځای یې د سیند په خون خوارو اوبو کې قتل ګړ.