
جانان زمرى
جلالکوټ ادبي خوځښت د تېرې جمعې پرورځ خپله پرله پسې ٣٢مه غونډه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي پر٦مه په جلال ابادکې د بي بي حوالېسې ترشا په ننګرهارټولنيز مرکز مېديوتېک کې وکړه.
د غونډې مشري ارشادرغاند کوله،جانان زمري د تېرې غونډې رپوټ ولوست،امېديار د قافيې په اړه د ادبي درس برخه چمتو کړې وه،ده د ذهني ادبي ازمېښت برخه هم وچلوله،بيا د احسان الله ځلاند پرلنډې کيسې کره کتنه وشوه چې رغاند،احمدجمال جمال،جلال الدين غريبدوست،عبدالمعروف سباوون او يوشمېر نورو پرې خبرې وکړې.
وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره ترسره شوه چې غريـبد وست،الله محمد حسنزي،احمدجمال جمال،جانان زمري،احسان الله ځلاند،عبدالمعروف سباوون،محمود خزان،فضل الرحمان زيارمل او يوشمېر نورو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه واورول.