امريکا بايد له 2014 ز څخه وروسته په افغانستان کې پاتې شي .

يادښت : دا ليکنه د ناټو د پخوانی قومندان ډیوډ بارنو او اندریو یسوم د راپور لنډیز دی، راپور څلوېښت مخه دی او ليکلو ېې پوره یو کال وخت نیولې دی . جیم لوبی راپور لوستی او دغه لنډیز یې برابر کړي.
 
ل: جیم لوبی
ژ:رفيع الله نبيل
د اباما د ادارې نوموتي پالیسۍ جوړونکې وایې :له 2014 ز وروسته بايد په افغانستان له 25000 امريکايي سرتیري ایسارشي
سویلي آسیا لپاره  د امريکا د تګلارې پر سر د ولس او کانګرس د غړو تر منځ تاوده بحثونه روان دی. د اوباما د ادارې پالیسۍ جوړونکې د داسې یوې ستراتیژۍ غوښتنه کوي ،چې له مخی به یې امريکا په سیمه کې د اوږد مهال لپاره  په ژوره توګه ښکیله وي.
نوی امريکایې امنیتی مرکز ( Center for a New American Security )   په څلویښتو پاڼو کې دا راپور خپور کړې اوکاږی : واشنګټن  بايد له افغانستان سره   ستراتیژيکۍ ملګرتیا اوږدمهاله  تړون لاسليک کړي، چې له مخۍ به له ۲۵۰۰۰- ۰ ۳۵۰۰ امريکایې سرتیري په دغه هیواد کې له  2014 ز وروسته هم  ایسار شي . د نیټه  له افغانستان  څخه دامريکا او د دوی دملګرو دوتلو لپاره غوره شوې ده .

راپور زیاتوي د پاکستان لپاره بايد داسې تګلاره غوره شی چې له مخی به یې هغه لوبغاړی ،چې د امريکا د امنیتی ګټو په خوندیتوب کې مرسته کوی بايد غښتلې شي او هغوی چې مرسته نه کوي او ستونزې راپنځوي  بايد دخپلو کړنو سزا وویني، په ځانګړی توګه هغه پوځي او استخباراتي مشران  او یا هغه اړخونه ،چې دا  شک پري کیږی ، چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي د یادونې  وړ یې القاعده، لشکر طیبه، پاکستانی طالبان دي.
راپور کاږي د پاکستان په اړه  دریځونه او انګیرنې سره  توپیر لري، امريکا بايد د وګړو او حکومت پر  وړاندی مالي وسیلې  وکاروي ،چې په ملي او سمیه ایزه کچه د ترهګرۍ مخه ونیسی.
 راپور Beyond Afghanistan: A Regional Security Strategy for South and Central) Asia) واشنګټن را بولي چې د هند او پاکستان ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره منځګړتوب او دلالي وکړي، له هند سره خپله ملګرتیا غښتلې کړي،  په سیمه کې د آزادۍ سوداګرۍ  او ټرانزیټ په ملاتړ سره  اقتصادی ودی ته پراختیا ورکړي. د عامی ښکلتیا ستراتیژيک پلان ( strategic public engagement plan)  پلې کړي ،چې  په سیمه او په ځانګړې توګه  په پاکستان کې د امريکا ضد احساسات را کم کړي .
راپور چې ليکلو ېې پوره یو کال وخت ونیوه داسې ترنيګلی حالت کې خپورشو، چې د افغانستان او پاکستان په  اړه د امريکا د راتلونکې  تګلارې  پر سر تاوده بحثونه روان و.
18 میاشتې وړاندې اوباما دهغو 10,000 سرتېرود بیرته ویستلو ژمنه وکړه ،چې  تېره جولای کې ګومارل شوې واوس دبن لادن  ترور دباراک اوباما په اداره کې دسولې او سرتېرودراکمولو په اړه بحثونه  تاوده کړې دي .
دا بحث ،چې مشري ېې دمرستیال ولسمشر جوبایډن  ته ورسپارل شوې وه رسمي چارواکي ېې  سره ګرم کړل بایډن له افغانستان ژر او دپاموړ وتل غواړی او په دې هېواد ( افغانستان ) کې دې دامريکا تګلار او رول  دترهګرۍ ضد ستراتیژۍ ته ورسپارل شي ، خو ددې دریځ  برعکس په افغانستان کې دامريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډپټریوس ،چې  ډېر ژر به دCIAدمشر په توګه وګومارل شي له واشنګټن غواړي ،چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون لا پسې پیاوړې کړي .
سپینه خبره داده ،چې له پلازمینې اسلام اباد ایله  60 کیلومتره لیرې او پوځي اکاډمۍ ته څیرمه  د دومره اوږدې مودې لپاره د بن لادن  استوګنې  په امريکا او په ځانګړې توګه دپاکستان  په اړه دامريکا د راتلونکې تګلارې په اړه بحثونه تاوده او راپورته کړې دي .
 
دپاکستان له نټې ( انکار) سره سره یو شمېر حقوقپوهانو  یو ځل بیا ځینې  نظامي او څارګرۍ کړۍ پردې تورنې کړې ،چې دوی دبن لادن  له استوګنځاي خبر وو ځکه دې څارګرو دا پريکړه کړې وه،چې بن لادن به ژغوري  ځینو حقوقپانو پر واشنګټن غږ وکړ ،چې پرپاکستان خپلې  نظامي او استخباراتي مرستې بندې کړي امريکا پاکستان ته دکال نږدې دوه بېلونه ډالره ورکوي .
راپور زیاتوي  اوسمهال امريکا په منځنۍ او مرکزي اسیا کې  دستراتیژيک بدلون پر واټ ولاړه ده دبن لادن  ترور داسې مهال راپېښ شو ،چې له افغانستانه  دامريکا دوتلو له مهالویش یو څه وړاندې و  دا چاره امريکا ته ښه زمینه په لاس  ورکوي ،چې په سیمه کې خپلې دایمي ګټې خوندي کړي . دراپور ليکوالان  په افغانستان کې دناټو پخوانی قومندان جنرال ډیویډ بارنو او اندریو یسوم دي  دا دواړه  وايي : له هر څه وړاندې  دا سیمه بايد نوره دامريکا پر ضد ونه کارول شي  او داخبره بايد هم باوري شي ،چې اتومي او پراخه ویجاړونکې وسلې د ترهګرو لاسو ته نه ورځي  پردې سربېره په سیمه کې دهېوادو ترمنځ دجګړې رامنځته کېدو مخه ډپ شي په ځانګړې توګه هغه هېوادونه ،چې اتومي وسلې لري .
راپور یو لړ وړاندیزونه هم لري  دبېلګې په توګه  واشنګټن ته ښايي ،چې  تر یوه وخته له پاکستان سره سستې اړېکې ولري داسې وخت به راشي ،چې ترینګلې به شي او اخر به بیخي خرابه شي . که  له افغانستانه  امريکايي سرتیري په وتلو کې له تلواره کار واخلي ، خوله 2014 ز وروسته بايد د3500-2500 سرتیري بايد دلته  ایسارشي ،چې دطالبانو ستونزه حل او القاعده او ملګري ېې پوره  مات شي . بل وړاندیز دهند او پاکستان  ترمنځ  له ترینګلتیااو سیالۍډکې اړېکې دي د ددې دواړو هېوادو ترمنځ  داومه موادو او طبیعي زیرمو پر سر جنجال ، پردې سربېره دچین او هندوستان  ترمنځ د ترانسپورت دليکو پر سر ( نوې ستره لوبه ) به دپاکستان او هندوستان  ترمنځ اړېکې نورې  هم پسې ترینګلې کړي  ددې هېوادونو ولسونه له خپلو حکومتونو غواړي ،چې نور دبهرنیانو له مرستو لاس واخلې او په سویلې اسیا کې دامريکا دپاتې کېدو مخه ډب کړې  او زموږ دهوساینۍ لپاره خپلې نظامي بودیجې راکمې کړې .
ددې وړاندوینو پر بنست  راپور واشنګټن ته وړاندیز کوي ،چې له افغان ولسمشر حامد کرزي د ستراتیژيکې ملګرتیا خبرې پیل کړي دا چاره به  په افغانستان کې دامريکايي سرتېرو له پاتې کېدو سره مرسته وکړي  دا سرتیري به افغان ځواکونوته سلاومشورې ورکړي د طالبانو په ځپنه کې به ورسره مرسته وکړي  او ددې ترڅنګ به القاعده او ملګري به ېې له منځه یوسي . راپور دا هم وايي : دسرتېرو کمښت به  لګښت نور هم راکم کړي  پردې سربېره دسرتېرو کمول نورې اړخیزې ګټې هم لري. راپور زیاتوي  داوږده مهال لپاره دیوشمېر سرتېرو ایسارول  دا جوتوي ،چې امريکا سیمې ته ژمنه  ده ، ناپیلي او دامريکا دوستان  دا غواړي ،چې امريکا دسیمې دسوکالۍ او ثبات لپاره دلته  پاتې شي .
دپاکستان په اړه راپور دامريکا دتګلارې په یوه برخه کې کاږي : په سیمه کې ټيکاو دپاکستان  له ټيکاو سره تړلې دی  پردې هېواد ( پاکستان ) دمرستو بندول  او یا دې هېواد ته ددښمن  په سترګه کتل به  ستراتیژيکه تېروتنه  وي .

راپور زیاتوي  واشنګټن بايد دا خبره روښانه کړی ،چې له ترهګرو سره ډلو سره دپاکستان پرلپسې  مرستې  له سرو کرښو دپښو اړولو په مانا دي  او دا ډول چلند دنظامي او استخباراتي  مرستو په اړه شکونه نور هم پیاوړې کوي  راپور وايي : واشنګټن  بايد له  پاکستان  څخه د القاعدې او لشکر طیبه په اړه  دلا نورو ډېرو معلوماتو دترلاسه کولو هیله ولري .دترهګرو پر پټنځایونو او استوګنځایونودبې پیلوټه الوتکو بريدونه  دوام ومومي  . ددې ترڅنګ بايد پاکستان  افغانستان  ته دامريکا د لوژستيکو موادو دلیږد لارې  خوندي کړي .
په ورته وخت کې امريکا بايد له پاکستان سره  نانظامي مرستې  وکړي اوسمهال امريکا دکال نږدې 1,5 بېلونه  امريکايي ډالر مرسته  کوي دا مرستې بايد دپوځ او استخباراتو له ملکي حکومت سره وشي ، چې حکومت پیاوړې شي . امريکا بايد خپلې ټولې وسیلې او لارې چارې وکاروي ،چې په پاکستان کې دامريکا ضد احساسات راکنترول کړي  له رسنیوسره دې مرسته وکړي ،چې دترهګرۍ د داستانونو مخه ونیول شي .
له انټر پریس سرویس نیوز  څخه  په مننه