مشهورې څېرې: بېټ نيكه

 ليكوال:محقق سيد محى الدين هاشمي
ژباړه: جاويد واك


 بېټ نيكه، چې په ځينو لرغونو او تاريخي كتابونو كې د ((شېخ بېټني)) او((شېخ بټن )) په نوم هم ياد شوى، د پښتنو د نامتو مشرانو او شاعرانو په كتار كې راځي.
د ژوند موده يې مورخينو د ۳۰۰ او ۴۰۰ هجري كلونو تر مينځ ياده كړې ده. يو پخوانى كتاب چې د دې پياوړي شخصيت په اړه مالومات راكوي، د سليمان ماكو تذكرت الاوليا ده، چې د ۷ مې پيړۍ په لومړنيو شل كلونو (۶۱۲هجري) كې ليكل شوى دى.
شيخ ماكو ليكي: شيخ بېټني د (كسى) په غرونو كې ژوند كاوه.په هغه ځاى كې يې د الله ج عبادت كاوه او ډيرى وخت به يې روژه نيوله.
شيخ بېټني يو بل ورور هم درلود، چې سړبن نومېده، د ډېر ګرانښت له امله بېټ نيكه خپل زوى اسماعيل هغه ته بخشش وركړ.چې په خپل كور كې يې وروزي او پالنه يې وكړي، دا ځكه چې سړبن اولاد نه درلود.
كله چې اسماعيل د خپل تره سړبن په كور كې رالوى شو، نو د هغه له بركته خداى پاك سړبن ته ډېر زامن وركړل.
ويل كېږي چې بېټ نيكه همېشه دعا كوله، چې خدايه پاكه زما او زما دورونو(سړبن) او (غرغښت) په كورنيو كې بركت واچوې.
خداى پاك دهغه دعا قبوله كړه او د اولادونو د استوګنې ځاى يې ورته پراخ كړ، چې نن ورځ اكثره پښتانه ځانونه هغه ته منسوبوي لكه: بېټني، سړبني، او غرغښتي قومونه.
د مخزن افغاني مولف نعمت الله هروي هم د سليمان ماكو دخبرې په تاييد وړاندې ليكي:
د شېخ بېټني مشر ورور سړبن ډېر ناداره او فقير انسان وو.له همدې امله خپل ورورشېخ بېټني ته راغى او ورته ويې ويل، چې اى وروره ستا دعا خو دخداى په حضور كې قبلېږي، نو ولې ماته دعا نه كوې، چې خداى پاك راته روزي او اولاد راكړي.
بېټ نيكه ورته وويل: چې داسې ده نو زما زوى اسماعېل درسره بوځه هغه په سمه طريقه وروزه، كېداى شي دهغه په وسيله خداى پاك ستا هيلې پوره كړي.
كله چې اسماعېل ستر شو، نو خداى پاك ورته د ډېر عبادت او رياضت له وجهې د ولايت مقام وركړ.د شيخ اسماعېل زيارت د سليمان په غرونو كې موقعيت لري.
د همدې دوه ماخذونو(تذكرت الاوليا) او (مخزن افغاني) په اسنادوسره ويلى شو، چې بېټ نيكه د سليمان په غرونو كې استوګنه كوله.
سربېره پر دې چې دخپلې قبيلې مخكښ وو، عرفاني او علمي شخصيت يې درلوداو له روحاني شتمنيو څخه برخمن يو مشهوره ولي هم وو. ځكه دتذكرت الاوليا ليكوال هغه دخپل كتاب په پيل كې را اخستى او د هغه ډېر كرامات يې بيان كړي دي.
بېټ نيكه پر دې سربېره، چې علمي او عرفاني شخصيت يې درلود د پښتو ژبې پياوړى شاعر هم وو.
كه څه هم د اشعارو دېوان يې زموږ په لاسونو كې نشته، چې د ژوند په ا ړه يې لا ډېر مالومات پيدا كړو، خو د (نيكه) يو مناجات ډوله شعر چې تذكرت الاوليا د زمانې له خوړلو ساتلى او تر موږ يې را رسولى دى.
 
لويــه خدايه، لويه خدايه
ستا په مينـــه په هر ځايه
غر ولاړ دى درناوی كې
ټوله ژوي په ځارۍ كې
دلتــــــه دي د غـــر و لمنې
زموږ كيږدۍ دي پكې پلنې
دا وګړي ډېر كړې خدايه!
لويه خدايه،لويه خدايه
دلته لږ زموږ اور بل دى
ووړ كورګى دى، ووړ بورجل دى
مينـــــه ستاكې موږ مېشته يوو
بل د چـــــا په مله تله نه يو
هسك او مځكه نغښته ستا ده
د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا ده خداىه
داوګړي ډېر كړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
 
له پورتنيو بيتونو څخه د بېټ نيكه علمي او عرفاني شخصيب په ښه توګه مالومولاى شو. همدا رنګه په دې هم پوهېږو چې دا ستر (نيكه) دخپل قوم د ډېرېدو او خپلو همنوعانو د زياتېدو څومره لېواله وو.
دا چې د زوكړې او  مړينې كره نېټه يې نه ده مالومه، خو بيا هم موږ د خپلو ملي او تاريخي رواياتو په وسيله ويلى شو، چې بېټ نيكه يو ستر انسان وو.
له همدې امله ورته د (نيكه) په نوم قايل يوو، په همدې نامه يې يادوواو پرې وياړو.
( روح يې ښاد)
 
ماخذ(اخذليكونه):
۱- سليمان ماكو، تذكرت الاوليا، سريزه،پوهاند عبدالحى حبيبي،د علامه حبيبي د څېړنو مركز،۱۳۷۹ هجري لمريز كال(۲۳ – ۲۴ ) مخونه.
۲- بېنوا عبدالروف،افغانستان نوميالى،څلورم ټوك، اطلاعاتوكلتور وزارت،دخپرونو رياست (۳۸۹ – ۳۹۲) مخونه.
۳- حبيبي عبدالحى(پوهاند): د پښتو ادبياتو تاريخ، دويم ټوك، پښتو ټولنه(۱۰۵ – ۱۰۹) مخونه.