چرګه او چرګوړي

 ليکوال (نښتر)
ټولو ته به معلومه وي چې هميشه ټپوسان په کوچنيو چرګوړو حملې کوي او کوښښ کوي چې کوچني چرګوړي پخپلو پنجو کې پورته او ويې خوري خو چرګه د خپلو بچيو څخه د دفاع په خاطر ځان ببر کاندي او په ټپوسانو حملې کوي.
ټپوس چې هر څومره پر چرګوړو غوټې وهي چرګه همغومره په قهريږي او د خپلو بچيو څخه د دفاع هلې ځلې کوي.
هيچا به داسې نه وي ليدلي چې چرګه يواځې په کټکټاس سره د هغې په چرګوړو د ټپوسانو حملې وغندي خو متآسفانه په افغانستان کې چې د خلکو د وژل کيدو کومه ګرمه لوبه روانه ده دا ثابتوي چې د افغانانو ژوند د چرګوړو څخه کم اهميت لري.
د تيرو لسو کلونو په لمړۍ مرحله کې جمهور رئيس "کرزي" د بهرنيو قواوو لخوا د ملکي وګړو د وژلو سره په بشپړه توګه همغږي معلوميده او بيا دا کال دوه کيږي چې د داسې پيښو په غندلو يې پيل کړې او اوس يې د (نوزاد) د پيښې څخه وروسته په دې اړه څه ناڅه جدي موقف نيولې او کوښښ کوي چې ناټو او امريکايان نور د ملکي وګړو وژلو ته پرينږدي.
دې کې شک نشته چې د جمهور رئيس دغه موقف ښه او د ستايلو وړ دى خو پوښتنه دا ده چې جمهور رئيس کرزى ولى دا لس کاله په دې اړه کلک موقف نه نيولو؟
هغه ولې کله چپه خوله او کله يې يواځې په غندلو کفايت کولو؟
ايا د دې معنى به دا نه وي چې جمهور رئيس هم د بهرنيانو د خوشحالولو  لپاره د خلکو په وژل کيدو چوپ ؤ او يا دا چې هغه په دې اړه کوم توان نه درلود؟
که چيرته کرزى د نورو مسايلو په څير د ملکي وګړو د وژل کيدو په برخه کې هم کوم توان نه درلود نو ايا بيا به يې معنى دا نه وي چې هغه بې اختياره او د نورو لخوا راوستل شوى جمهور رئيس دى ؟
که چيرته خبره همداسې وي نو دې کې به هيڅ شک نه وي چې جمهور رئيس کرزى د بهرنيانو بشپړ تابع داره دى .
لکه چې د دې مقالې په سر کې وويل شول که چيرته کرزى د يوې چرګى په څير د خپل ملت څخه دفاع کړى واى نو نه به اوس په هغه د بهرنيانو د تابع دار ټاپه لګيدله او نه به افغانستان ته د يو اشغال شوي هيواد په سترګه کتل کيدل او نه به په هيواد کې دا بده ورځ روانه واى دا ځکه چې ملت به رئيس جمهور خپل رئيس جمهور ګڼلى يا په بل عبارت هغه ته به يې د پلار په سترګه کتلي او هغه به هم ملت د خپلو بچيانو په توګه پيژانده خو په افغانستان کې د جمهور رئيس تيرې لس کلنې بې احساسۍ او يا بې وسۍ خلک ديته اړ کړل چې بهرنيان د اشغالګرو په توګه وپيژني او په عامو خلکو برسيره د پوليسو او فوځ کار کوونکي هم پر بهرنيانو بريدونه تر سره کړي چې د دې ټولو علت د بهرنيانو او جمهور رئيس کرزي لخوا افغانانو ته د چرګوړو څخه هم په کمه سترګه کتل دي.
د دې ليکنې څخه هدف دا دې چې کوم څه (کرزي) اوس ديته وهڅاوه چې د ملکي وګړو په اړه کلک موقف ونيسي؟
ايا دمخه يې دا احساس نه درلود چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات تر سره کړي.
مونږ پدې يقين لرو که اوس هم جمهور رئيس کرزى د يو مستقل او خپلواک دولت د مشر په توګه د بهرنيانو په مقابل کې موقف ونيسي نو ډير ژر به وګوري چې د افغانستان په وضعه کې به څه ناڅه مثبت بدلونونه رامنځته شي خو هغه هم په دې شرط چې کرزى پخپل اوسني موقف کې ريښتينې او مخلص وي ، نه د امريکا او غرب څخه وويريږي او  نه دغه کار د کوم سياسي هدف لپاره تر سره کوي.
په هر حال ، جمهور رئيس کرزى او د هغه تر شا او خوا راټول شوي خلک بايد دا ومني چې تر اوسه پورې د وژل شويو خلکو د وژل کيدو څخه  هغوى د خلاصون لاره نه شي پيدا کولاى او ملت هغوى هم د هر افغان په يو څاڅکي تويه شوې وينې کې شريک ګڼي دا ځکه چې هغوى تر اوسه پورې په دې برخه کې د چرګې په اندازه هم مقاومت ونکړ ، نه يې احتجاجاً د دندو څخه اسعفاوې ورکړې ، نه يې د خپلو تنخواګانو څخه د دې ډول شهيدانو کورنيو ته پيسې ورکړې او نه يې په دې برخه کې مظاهرې او لاريونونه تر سره کړل چې دا ټول په داسې پيښو کې د دوى تابع داري او همغږي څرګندوي.
اختتام