دافغانستان ولسمشر په غیر مستقیمه توګه خپل هیواد د بهرنیو ځواکونو په نیواک کې وباله.

د تهران راډیو د راپور له مخې حامد کرزي نن په خبري کنفرانس کې خارجي ځواکونو ته په خبرداری سره وویل، د بې ګناه افغانانو د کورونو بمبارولو دوام به په افغانستان  کې د دغو ځواکونو د نیواګر اقدام په معنی وي.
هغه زیاته کړه،  دناټو د بمباریو د دوام په بڼه، د هغنوي اقدامات نیواګر بولو، او تاریخ ګواه دی چې افغانان له نیواګرو سره هیڅ ډول معامله نکوي.
هغه  هیله څرګنده  کړه چې  خارجي ځواکونه درک کړي چې له ترهه ګرۍ سره دجنګ په نامه افغانستان ته راغلي، نه د خلکو په خلاف .
لکه څرنګه   چې ناټو او خارجي  ځواکونو په تیرو نهو کلونو کې د ښاغلي کرزي د خبرداریو په ردولو سره، د معمول په شان یې د بې ګناه افغانانو په خلاف خپلو بمباربو ته دوام ورکړی، او د دې تر څنګ ناټو هم د شپې محال د عملیاتو د بندولو په اړه د ښاغلي کرزي د دوه ورځې وړاندې  خبرداری رد کړ، او ویلي  یې دي چې دشپې محال عملیات مونږ لپاره زیات ارزښت لري، او دوام به وکړي.
له دې کبله ویلی شو چې خارجي ځوا کونه په تیره بیا امریکایان د یوه  هیواد لومړي مقام یعنې ولسمشر ښاغلي کرزي خبرو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.
چې دغه چاره د افغانستان د حکومت او ولسمشر واکمني له پوښتنې سره  مخ کړې ده.
د ښاغلي کرزي نننۍ خبرې داسې تحلیل کولی شو چې هغوي خپل هیواد په یو ډول په نیواکر کې وباله.
د ویلو ده چې ښاغلي کرزي  په ننني کنفرانس کې له امریکا سره د ستراتیژیکې موافقې په  اړه لویې جرګې ته په اشارې سره وویل، مونږ او امریکا هر یو دخپل نظر په اساس د ستراتیژیکې موافقې غوښتونکي یو، او لویه جرګه دې په دې اړه خپلې اندیښنې بیان کړي  له امریکا سره دې د ستراتیژیکو روابطو دسند په اړه نظر ورکړي.
اوس پوښتنه دا ده  چې امریکا کله چې ولسمشر ښاغلي کرزي ته ارزښت قایل نه دی، او د هغه د غوښتنو په اپوټه یې  تل په بمباریو کې بې ګناه افغانان وژلي دي، نو څنګه د ستراتیژیکې موافقې په اړه  به پرې اعتماد وشي   او ترې څنګه هیله کدلی شي چې د برابرۍ د اصل په اساس  له افغانستان سره ستراتیژیکه  موافقه ولري.
دا یو روښانه تناقض دی .
ښاغلي کرزي په کنفرانس  کې زیاته کړه، مونږ په هرو شرایطو  کې باید له  ګاونډیانو سره ښه دوست اوسو،  ګاونډیان به تل زمونږ ګاونډیان وي، خو  دا امکان شته چې زمونږ دوستانو یعنې ناټو او امریکا له دې ځایه لاړشي، خو ګاونډیان به تر تله پورې وي .
د ښاغلي کرزي دخبرو په دې برخې کې هیڅ شک نشته  خو پوښتنه دا ده چې که امریکا او ناټو د بې ګناه افغانانو په خلاف د بمباریو او حملو دبندولو لپاره د ښاغلي کرزي خبرو ته  هیڅ ارزښت ن دي قایل، نو سبا ته  یې که په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو په جوړولو او پیاوړي کیدا سره چې یوه قانوني بڼه به هم ورته ورکړي، نو څه  تضمین شته چې ښاغلی کرزی د ګاونډيانو په خلاف د امریکا د  استعماري او غلیمانه اقداماتو مخه  ونیسي.
عاشق حسین
طوري