![رڼا](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ما ویل که شـــپه رڼا شی
مونږ به ووینــــــــــو حالونه
دتیارو وحشت به لږ شی
څه تازه به شـی خیالونه
دجګړی له تور وحشــــته
بیرته تم شول امـــــیدونه
غوټی مــړاوي په تیاروکی
ګالی شپي دجنګ اورونه
زمــــانه ګرده تاویـــــــــږي
کړی لیدل وینـــــي حالونه
توره شپه به هم رڼا شی
که پی تیر شـی څوکلونه
مـــــوده لږ ده پاتــــــی شوي
لنـــــډوو اوږده مـــــــــــــزلونه
مخکې درومی جوړ کاروان مو
مخکــــــې ډیر دي کـــــــړاونه
رڼي سترګي شوي خیرني
خولا لولـــی تاریخــــــــــونه
دواړه لاس یــــې پاکوي تل
ګرد وهلي ټول مخـــــــونه
غوړیدو ته نژدی شــــــوي
تنکی هیلي مړاوي زړونه
پریږدي وســپړی نن پاڼي
جنګ وهلـــــــي ارمـانونه