غزل

پیدا مې ستړې مینې کړله لار په ائینه کې
ښکاره يې شو انځور ستاد رخسارپه ائینه کې
امید هم رانه لاړ وبس شو پاتې ستا نظر تهیوزه اوبل مې درد دانتظارپه ائینه کې
توپان دپیغلتوپ کې يې چې څنډوهلې څڼېپه هرطرف  يې خور کړ انتشار په ائینه کې
که مل مې  دغربت غم سره نور شول  زړه چې مات شونوڅه ،خوتصویرونه شول کتار په ائینه کې
چې سره شوه له حیا ما هم کړې برندې سترګې ټیټېلارښودشوم درنګونوداظهار په ائینه کې
ښکلا چې پکې ګوري اوپردیس ( حسن)  وریادشيپه سوړ اسویلي جوړکاندي غبار په ائینه کې
DR Hassan