
خوست
ته دنوي مشرتابه په راتګ سره ، خوست درسنيوپه ډګرکې ددزياتو نوښتونوله څپواو اوښتون سره مخ شوى دى ،داسې يو اغيزمن اوښتون چې
په ټولنه کې يې دهرمثبت بدلون اوليدلوري
څپې راژوندۍ کړې دي .چې پخوا دورته بدلون سارى دخوست په تاريخ کې نه ليدل
کيږي .ددې لوى ،اغيزمن اومانيز بدلون شاته دخوست دفرهنګپالوځوانانوهره هڅه اونوښت
يوځواکمن بنسټ دى.په يادولايت کې فرهنګپالودرسنيوپه اسمان کې دانځوريزواوغږيزو
رسنيوترڅنګ دملي احساس ورځپاڼه چې يوه خپلواکه ورځپاڼه اودټول ولس يوتاريخي اوملي
غږ دى رامنځته کړه.ياده ورځپاڼه په خپله منځپانګه سياسي ،ټولنيز،کلتوري،پوهنيزاودژوندانه دټولواړخونوورځني
انځورونه اورېښتنې کيسې په ځان کې رانغاړي .چې په نيغه توګه سره دژوندپه
ټولوبرخوکې دبېلګې په توګه دروغتيا،ښوونې ،روزنې ، چاپيريال ساتنې دهېواددپرمختګ،تمدن
،سولې ،نيکمرغۍ،ثبات اوزغم په اړه دعامه پوهاوي اوفکري رغونې لپاره يوه رڼه ملي هنداره ده . هرڅوک کولى شي دهرې شېبې نويو اوپه زړه پورې
ليکنو ،تبصرو ،شننو، رغونکونيوکو ،وړانديزونو ،په خپل وخت خبرونو
،اودورځينوپرمختګونوپه اړه دملي احساس په ويب پاڼه کې ژور اواغيزمن معلومات ترلاسه کړي
،نوددې لپاره ملي احساس ورځپاڼه چې دملي نوښتګروفکرونويوه زيږنده ټولګه ده
بايدتاسې ګران لوستونکي يې په خپلومانيزوهمکاريوسره لابډايه کړئ .خپل فکرونه له
ملي احساس سره ونښلوئ .
www.miliehasa.com
http://www.miliehsas.com/index.php?mod=article&cat=news&article=353