د مشعل وړه خوله او غټې غټې خبرې!!!



څو ورځې مخکې د ثور په ۲۸ مه ځینو خبري رسنیو د کرزي د ملي امنیت د ویندوی لطف الله مشعل له خولې خبر ورکړ: چې د اسامه له شهادت څڅه وروسته القاعده تنظیم پر دوو ډلو ویشل شوی دی.
باور وکړۍ ددې خبر په اوریدلو سره هک حیران شوم، پدې حیران نشوم چې القاعده پر دوو ډلو ویشل شوې ده ځکه دا کوم ناشونی کار ندی په خاص ډول په اوسنیو شرایطو او حالاتو کې چې په نړۍ کې د اسلام ټولو دښمنانو له خپلو ټولو امکاناتو سره په القاعدې پسې را اخستې ده او دا هڅه او کوشش کوي چې دا نړیوال جهادي غورځنګ له صحنې څخه لیرې او یا کم تر کمه کاواکه او ضعیف کړي او بیا چې کله په کابل کې ایمان پلورونکو ډالر خورو پخوانیو جهادي مشرانو او د هغوی اوسنیو بې ننګه او بې غیرته دریځونو ته وګورو نو هرکار شونی او د امکان وړ بریښي.
خو د حیرانتیا خبره داده چې د کرزي د ملي امنیت اداره داسې یو ستر مهم او پټ راز راسپړي او برملا کوي یې چې د نړۍ سترې سترې شیطاني استخباراتي کړۍ یې له میندلو څخه عاجزې او بې وسې دي.
تر لسو څخه زیات کلونه وشول چې د امریکا په شمول سترو سترو د اسلام دښمنو هیوادونو خپلې ټولې څارګرې ادارې ګمارلې وې چې د القاعدې د تنظیم مشر شیخ اسامه پیدا کاندې
د امریکا سی آی ای شپه او ورځ هلو ځلو او د ملیاردونو ډالرو مصرفولو څخه وروسته له ډیرو مشکلاتو سره هغه هم د دوی په اند ایله د شیخ اسامه ځای پیدا کړ او هغه یې په شهادت ورساوه چې د شهادت اعلان یې پخپله اوباما په ډیر افتخار او ویاړ سره وکړ او بیا په ټوله نړۍ کې د اسلام ددښمنانو لخوا د خوشالۍ داسې میلې او جشنونه پرې جوړ شول ته به وایې چې د کوم پرمختللي ایټمي ځواک درلودونکي هیواد مشر یې وژلی دی.
اوس د مشعل یوه کڼه او ړنده اداره دداسې یو غښتلي او پیاوړي نړیوال جهادي غورځنګ د مشرانو تر منځ د تفرقې او اختلاف پټ راز را څرګندوي!!!!
وایي چې آسونو ته یې نال واهه نو چینګښو هم پښې پورته کړې.
مشعل خوارکي اوریدلي دي چې د نړۍ څارګرې ادارې کله کله د خپلو دښمنانو ځینې پټ او ناڅرګنده خبرې را برملا کوي نو ده بیچاره هم کوښښ وکړ تر څو د خلکو او ملت په وړاندې په یو شکل نه یو شکل ځان مطرح کړي چې ګواکې د ده اداره هم د القاعدې په شان غښتلي تنظیم کې دننه خپل مخبرین لري.
او یا کیدای شي چې مشعل جان شراب نوش جان کړې وي او داخبرې یې د نشې په حالت کې کړې وي.
په هرصورت لطف الله خوارکی پدې نه پوهیږي چې زمونږ ملت دده په شان کوڼ او ړوند ندی چې دده ګډوډې وډې او د عقل او منطق خلاف له واقعیت څخه لیرې خبرې په پټو سترګو ومني.
القاعده نړیوال جهادي غورځنګ چې په ټوله نړۍ کې یې د اسلام پر دښمنانو د آرام خوب حرام کړی دۍ، مشعل جان ددې تنظییم له دننه څخه خبریدلای شي او د کرزي د ارګ له شاو خوا څو کیلومټرۍ څخه هیڅ خبر ندی. آبله ورځ له ارګ سره نژدې دده د ادارې اړوند یو موټر د اسلام د سرتیرو لخوا تربرید لاندې راغی او پکې سواره دوه افغان او دوه خارجي مشاورین ځای په ځای ووژل شول او برید کوونکي پرته له کوم مشکل څخه خپلو خوندي ځایونو ته ستانه شول خو مشعل نه ترې خبر وه او نه پرې خبر شو او نه به پرې خبر شي، د دفاع وزارت یې تر ولسوال برید لاندې راځي او هغه هم د دوې له بادارانو سره د یوې مهمې غونډې پر مهال، د کندهار له زندان څخه پنځه نیم سوه بندیان په یوه شپه وځي، د کندهار ښار پوره درې ورځې د اسلام د سرتیرو ترولکې لاندې راځي، پدې او دې ته ورته نورو ټولو پیښو کې مشعل خان او څارګره اداره یې کڼه او ړنده وي هیڅ توره نشي کولای خو د القاعدې د مشرانو له اختلافاتو څخه خبریدلای شي؟!!!!
خو کاشکې چې مشعل خان په همدومره خبرو بسنه کړې وه، هغه د همدې خبرې غونډې په وروستۍ برخې کې وویل چې د شیخ اسامه شهادت په افغاني طالبانو دده په اند ښه اثر کړی دی او هغوی یې سولې اود کرزي دولت ته تسلمیدلو ته هڅولي دي چې پدې سلسله کې ددې په وینا د طالبانو څلور ډلې له دولت سره یوځای شوي دي چې ده یې دنومونو اخستل مناسب ونه ګنل، ده حتی داهم وویل چې دشیخ اسامه په شهادت سره دپاکستان د طالبانو غورځنګ هم کمزوری شوی دی!!!
په رښتیا هم چې الله پاک څوک شرموي هغه به هیڅکله ځان ته عزت ورنکړای شي
که چیرې مشعل خوارکي دا وروستۍ خبره نه وه کړې کیدای شي چې ځینو ساده او خوشباورو کسانو به دده لمړۍ خبره ورسره څه نا څه منلې وه خو الله پاک دی پخپله دده په خوله وشرمولو او پدې وروستې خبرې سره یې يو ځل بیا له طالبانو سره ددوی څو میاشتې مخکې د خبرو او مذاکراتو کیسه خلکو ته ور په زړه کړله، کله چې پخپله کرزي، د امنیت ادارې یې، تش په نامه د سولې شوری، او حتی امریکایانو او دهغوی څارګرې ادارې سی آی اې په پوره شور او زوږ سره داسې ډنډورې غږولې چې ګواکې د طالبانو له ځینو مهمو مشرانو سره یې خبرې روانې کړې دي او ډیر زر به یې تسلمیدلو ته تیار کړي او نور به د طالبانو کیسه ختمه شي.
 د ناټو ویاند به بار بار دا خبره کوله چې مونږ په خپلو الوتکو کې د طالبانو مشران څو څو ځلې کابل ته د خبرو لپاره انتقال کړي دي، کرزي به هم ویل چې مخامخ یې د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي بل لوري ته رباني به هم پورته پورته غورځیدلو چې له طالبانو سره یې مستقیما مذاکرات کړي دي... تردې چې دغه خبرې او جرګې خپل وروستي پړاو ته ورسیدلې چې یوناڅاپه د دوی ټولې هلې ځلې منډې تړلې هسې تش یو خیال پلو وخوت او کوم کس چې دوی د ملا اختر محمد منصور په نامه ورسره خبرې اترې کړې وې هغه د کویټې ښار یو عادي دوکاندار وخوت چې لدوی څخه یې  میلویونونه ډالر هم یوړل.
دې پیښې امریکا، کرزی او ددوې استخباراتي ادارې او تش په نامه د سولې د کمیسیون چارواکي داسې په شرمونو وشرمول چې ساری یې په معاصر تاریخ کې نه لیدل کیږي.
په رښتیا سره چې څوک دین ونلري هغه عقل هم نلري یو عادي دوکاندار سړي امریکا او کرزي ، د دوی څارګرو ادارو د سولې په نامه د کمیسیون استاذانو ته داسې شرموونکې ماتې ورکړه چې که لږ عقل او شعور ولري بیا باید د مذاکراتو او خبرو الفاظ په ژبه رانه وړي.
او د مشعل دا خبره چې د اسامه له شهادت سره د پاکستان طالبان هم کمزوري شول ددې ښه جواب په پاکستان کې د طالبانو لخوا د اسامه د انتقام په نامه دا وروستې حملې او عملیات دي
د پاکستاني طالبانو په تاریخ کې کیدای شي داسې منظم او د دښمن تباه کوونکي عملیات ډیر کم په سترګو شي، په شبقدر کې د ملیشو په مرکز برید چې تر ۲۰۰ څخه زیات ملیشه ځواکونه یې مړه او ژوبل کړل، په کراچې کې د عربستان د کونسلګرۍ د دوهم لوړ رتبه چارواکې وژل، په پیښور کې د امریکا د کونسلګرۍ موټر په بم الوزول... او پدې وروستیو کې په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو په مهم مرکز حمله کول او د دوو پرمختللو امریکایی چورلکو د سوځولو ترڅنګ د لسګونو سمندري ځواکونو وژل او دې ته ورته نورې پیښې د مشعل خان د درواغو د ثابتولو لپاره په زړه پورې دلایل دي.
ددې لیکنې پرمهال مې د مشعل خان یوه بله خندوونکې دړامه وواریده او هغه هم د عالیقدر امیر المؤمنین د شهادت ډرامه او هغه داسې چې په لمړي سر کې یې د هغه د شهادت خبر ورکړ، یوه ورځ وروسته چې کله پوه چې دې دروغو یې ډیر ځای ونه نیوه نو  ویې وویل چې د شهادت خبره یې په رسمي توګه نشم کولای خو زمونږ استخباراتې سرچینې وایي چې له څلورو ورځو راهیسې له خپلو ملګرو سره د هغه تیلفوني تماسونه قطع شوي دي. آفرین پدې دقیقو ورځنیو معلوماتو!!!!!
وی پکه دا دې لا بله سپکه. او ما دې یوه سوړه لا نه وه بنده کړې چې تا بله وکړه.
 که چیرې مې د مشعل دا وروستۍ خبرې لدې لیکنې څخه مخکې اوریدلې وې نو کیدای شی چې د هغه په هیڅ یوې خبرې مې تبصره نه وه کړې ځکه داسې ښکاري چې دده په اعصابو کې څه مشکلات پیدا شوي دي او له همدې کبله پداسې اوتو بوتو لګیا دی
دی خو لیونی شوی دی کیدای شي چې دده هرې خبرې ته ځواب ورکول له ماسره د لوستونکو اعصاب هم خراب کړي.
تنها دومره وایم: که چیرې خبرې په بیه وای نو د مشعل کورنۍ به خامخا دی په کور کې په زنځیرونو تړلای وای ترڅو له ستر اقتصادي زیان څخه ځان وژغوري.
د دروغژنو د مخ تورولو او شرمولو په هیله.