
نوراحمد عايل
پينځه نامتو شخصيتونه چې پوهنتوني زده کړې يې نه وې کړې!
ارنيسټ همينگوی ( امريکايي ليکوال)
ابراهام لېنکلن ( د امريکا پخوانى ولسمشر)
راکفلر ( امريکايي ميلياردر)
ويرجينيا ولف ( برتانوى ليکوال)
جورج برنارډ شاو (ايرلنډى ليکوال او ننداره ليکونکى
د تاريخ پينځه مشهور قهوه څښونکي:
ناپليون بوناپارټ ( د فرانسې امپراتور)
باخ (جرمنى د سندرو کمپوزر)
ژان ژاک روسو (فرانسوى فيلسوف او ليکوال)
کانټ (جرمنى فيلسوف)
انورادو بالزاک ( فرانسوى داستان ليکونکى)
پينځه نامتو هنرمندان چې له مطلق فقر څخه يې هنرمندي پيل کړه
وان گوگ (نامتو هالنډى انځورگر)
جک لندن (نوموتى امريکاي ليکوال)
مولير (فرانسوى ننداره ليکونکى)
داستايوفسکي ( روسى ليکوال)
ماکسيم گورکي (روسى ليکوال)
د نړۍ مشهور پينځه نامتو چپ لاسي
چارلي چاپلېن: ( انگرېز-امريکايي مشهور فلمي لوبغاړى او فلمي ښوواند
باخ: جرمنى سندر کمپوزر
ليوناردو داوينچي: ايټالوى نامتو انځورگر
مايکل اېنژ: ايټالوي نقاش
کيم نوډاک: امريکايي فلمي لوبغاړى
پينځه پادشاهان چې د واکمنۍ عمر يې تر نورو ټولو ډېر وو:
پنځلسم لويي ( د فرانسې پادشاه ) 72 کاله
ويکټوريا ( د برتانيې ملکه ) 64 کاله
دويم جورج ( د فرانسې پادشاه ) 60کاله
شپاړسم لويي ( د فراسنې پادشاه ) 59 کاله
درېيم هنري د برتانيې پادشاه ) 56 کاله
په تاريخ کې پينځه تېز فهمه شخصيتونه:
سپړنه: دا چې د معمولي خلکو د IQ ټيسټ درجه له ٨٥ څخه تر ١١٥ درجو پورې وي او هغه خلک چې له ١٢٥ څخه پورته وي د نابغه وو په کتار کې راځي. د امريکا د ولسمشر جورج ډبليو بوش د IQ درجه ٩٠ وه چې ډېره ټيټه درجه ده.
گوېته ( جرمنى ليکوال ) 185
چارلز ډيکنز ( برتانوى داستان ليکونکى ) 145
ناپليون ( د فرانسې امپراتور ) 140
گاليله ( ايټالوى رياضي پوه او ستورپېژاند ) 145
موتزارت ( اوتريشى سندر کمپوزر ) 150
پينځه نوموتي ليکوال چې له خورا ډېر لياقت سره، سره يې د نوبل جايزه ونه گټله
لئو تولستوی ( روسى ليکوال)
انتوان چخوف ( روسى ليکوال )
برتولت برشت
هنريک ايبسن
مارک ټواين امريکايي ليکوال
يادوونه: اړينه ده،چې ووايو د نوبل جايزه ډېرى وخت هغه چاته ورکول کېږي،چې خپلو ليکنو کې يې وارسا پکټ .ختيځ بلاک او يا کيڼ لاسي يو څه غندلى وي او په مقابل كې يې لويديځ بلاك , ناټو او لويديځه ټولنه ستايلې وي .
د سيمنا په تاريخ کې پينځه مطرحه فلمونه
د سايکل غل: ( ويټوريا ډسيکا )
د ښار رڼاگانې: ( چارلي چاپلين )
دسرو زرو پلټونکي: ( چارلي چاپلين )
رزمنااو پوتمکين: ( سرگي ايزنشتاين)
تعصب: ( ډيويډ ډارک گريفيث)
پينځه ستورمزلي چې فضا ته تر نورو انسانانو لومړى ختلى وو
يوري گاگارين: ( شوروی)
لي يي شپارډ ( امريکايي)
ويرجين گريسام ( امريکايي)
تيتوف ( شوروى)
گلين ( امريکايي)
پينځه مشهور شخصيتونه چې په زړبودي کې يې شهکارونه کښلي دي:
تولستوی: په ٨٢ کلنۍ کې (( زه نشم کولاى چپ واوسم )) کتاب وليکه .(که څه هم (جنگ اوسوله) يې هم شهکار اثر دى خو هغه يې په ځواني کې کښلى و.)
جورج برنارډ شاو: په ٩٣ کلنۍ کې (( خارق العاده پندي کيسې )) نمايش نامه وليکله
پيکاسو: په ٩٠ کلنۍ کې خپلې شهکار نقاشي انځور کړې
وينسټن چرچل: په ٨٢ کلنۍ کې (( د انگرېزي ژبو هېوادونو تاريخ )) کتاب وليکه
سامرسټ موام: په ٨٤ کلنۍ کې((ليدلوري)) په نامه کتاب وليکه.
پينځه نامتو يو سترگي:
هريسن: ( نامتو انگرېز فلمي لوبغاړى)
جان فورډ: ( ايرلنډى فلمي ښوواند)
مارکوني: (د راډيو مخترع)
موشه دايان:
جان ميلټن: شاعر او ازادي غوښتونکى
پينځه نامتو مجرد شخصيتونه
ژاندارک
ادام سميټ: انگرېز اقتصاد پوه
ولټر: فرانسوى ليکوال اوفيلسوف
شوپن: سندرې کمپوزونکى
بتهوون: سندرې کمپوزونکى
پينځه نامتو هنرمندان چې حقوق پوهان وو:
ژول ورن: ( فرانسوى ليکوال)
ټاگور: هندى ليکوال او شاعر
فرانټس کافکا: چکى ليکوال
پل سزان: فرانسوى انځورگر
چايکوفسکي: روسى موسيقي پوه