
اوربل غوندي چې ستامو پریشانه زندګي ده
ښکاریږي چې له مونږه پشیمانه زندګي ده
یو پیټی دغربت دی چې له وخت سره درنیږيبل بار مو په اوږو دا سرګردانه زندګي ده
فکرونوکې مې شوردی اندیښنې مې دې کړې ستړېجانانه بې له تانه ډیره ګرانه زندګي ده
یوپت دی یوپښتون دی بل ازغي دوخت دجبربل دښته دغربت ده اوستومانه زندګي ده
درزا زمونږ دزړونو ده ښکالو دوخت، تیریږي داوس لاس کي ګړۍ زمونږ جانانه زندګي ده
بس ستا دا ورانه مینه ده چې اوس هم پکې خاندوکنه زمونږه نوره څومره ورانه زندګي ده
حیران یم چې به ځنګه راکې بیا سا ننوزيپه مونږ پوري خو دلته هم حیرانه زندګي ده
مونږ خپله په غیرت او په پښتو ده ګرانه کړيچې ټیټ سر پکې ګرزي بیا اسانه زندګي ده
دې خولې په یوه معافي يې په سلګونو مړي معاف شينن بیا دپښتونوڅومره ارزانه زندګي ده
ډیوې مې داحساس په مړې کیدو دي تروږمۍ ده(حسنه) څومره پاتي دې ناځوانه زندګي ده
ډاکتر حسن-لندن