
اې دخوښيوپرښتې !
ته څنګه راغلې ؟ له کومه راغلې اوولې راغلې په دې خوزه نه پوهېږم ! خودومره پوهېږم ، چې دپسرلي دخوږ نسيم په څېرزما په پرديسو خيالونو راپريوتې . په خپله يوه موسکادې زما په زړۀ کې دهيلو ډېوې بلې کړې .
زمادزړۀ ماشوم ته دې دمينې ﻻرښوونه وکړه ، هغې ته دې په زنځيرتړلي دروازو پرانستل وروښودل . هغه دې ديوازېتوب څخه وژغورلو او دژوندکتاب سره دې اشناکړ ، هغه کتاب چې تراوسه يې په پاڼوکې يوازې تورې کرښې ترسترګوکيدلې .
زمازړۀ هغه کتاب نه وخوښ ، هغه يوازې تور ټکي وو، چې کرښې يې جوړې کړي وې . مايې لوستل نه وزده اوهغه انځورونه نه درلودل . تاماته هغه کتاب ولوست اودتوروکرښوپه منځ کې دې نوي تصويرونه وکښل ، دکايناتورنګ دې ورکړ اوپه دې توګه دې هغه رنګين اومصورکړ .
ته لکه دالفاظواوښکلا ګانو جادوګر، دتخيل په وزرونوکې دځان هغه ځای ته ورسولو ، چې يوازې سوچونه هلته تلی اورسيدی شي .
تاکرښې په نغموبدلې کړې ، مستې دې کړې اوپه نڅا دې راوستې ؛
تازماخوبونوته يوسفي تعبيرونه ورکړل ، دژوندپه بڼ کې دې دهيلوګلان وکرل . په هره غوټۍ دې دخوښيوپرښې واورولې . په بلبلانواوبوراګانودې دپسرلي زيری وکړ .
تاماته وزر راکړل او الوتل دې رازده کړل . اوس زه الوتی شم اوترتاهم رسيدی شم . اوس زه په دې توانيدلې يم ، چې دژوندپه دې کتاب کې يونوی څپرکی راواړوم .
جرمني 3.03.2008