
يادښت:
د ناروې د پاچهي هیواد د
بهرنیو چارو وزیر، یونس ګهر ستوره، د افغانستان په باره کې د خپل هیواد پارلمان ته
وینا کړې او د الیزابت آیده پر نامه لیکوالې د هغه وینا ته په انتقادي نظر کتلي
دي. د هغې انتقادي مقاله چې سرلیک یې دی، ناکامه ښه ویني (خوشبیني)، د مئ د میاشتې
پر دوهمه نیټه داګس اویسن (dagsavisen)
نومي ورځپانې په نارویجي ژبه خپره کړې ده. د مقالې د بشپړ متن ژباړه درنو لوستونکو
ته وړاندې کیږي. (ژباړن)
-------------------------------------------------------
ناکامه ښه ویني (خوشبیني)
لیکواله: الیزابت آیده ژباړن:
عظم الدین علیمي
د بهرنیو چارو وزیر، یونس ګهر ستوره، له افغانستان سره د ناروې د لس
کلنې مرستې او همکارۍ نه وروسته، پارلمان ته خپل بیان وړاندې کړی دی. د بهرنیو
چارو د وزیر دا وینا پروګرامی ښه ویني
(خوشبیني) ده. له ۲۰۰۱ کال راهیسې د عادی افغانانو او نړیوالو ځواکونو لپاره ۲۰۱۰
کال تر ټولو زیات مرګونی کال و او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په رپوټ کې راغلي دي
چې د ۲۰۱۱ کال په لومړنیو میاشتو کې امنیتي حالت په بدترین حالت اووښتی دی.
ستوره (د ناروې د بهرنیو چارو وزیر- ژ) وایي ناروې
افغانستان ته د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې لپاره تللې ده چې د
ترهګرۍ او د ترهګرو د استخدام مخنیوی وکړي. موږ په دې نه پوهیږو چې پر افغانستان
باندې یرغل په لویدیزه نړۍ کې تر کومې کچې د ترهګرۍ مخنیوی کړی دی. هغه څه چې موږ
پرې پوهیږو دادي چې په افغانستان کې د ترهګریزو عملونو شمېر له صفر نه خورا زیات
لوړ شوی دی. څو زره وژل شوي خلک زیاتره افغانان (ملکیان، پوځیان او پولیس) دي. له
۲۰۰۱ کال دمخه په افغانستان کې ځان مرګیو بریدونو هیڅ دود نه درلود، خو په دې
وروستیو کلونو کې ډېری ځوانانو دارنګه بریدونو ته ځانونه ورکړي دي. په پاکستان کې
هم ورته پيښې کیږي. که موږ دا باور ولرو چې د دارنګه بریدونو ټول قربانیان، پرته
لدې چې د هغوي ملي ریښه په پام کې ونیول شي، د برابر انساني ارزښت درلودونکي دي،
نو باید ومنو چې د یرغل موخه بری نلري. د بهرنیو چارو د وزیر په بیان کې دغې
پرمختیا او انکشاف ته لږ پام شوی دی. په تیرو څوارلسو کلونو کې په بیلابیلو وختونو
کې افغانستان ته ورغلې یم. زه د افغانو دوستانو او اشنایانو په منځ کې احساسوم چې
هغه ښه ویني (خوشبیني) په زیاتیدونکې توګه خپل ځاي بدوینۍ (بدبینۍ) ته پریږدي چې د
طالبانو ترسقوط وروسته یې په لومړیو کلونو کې شتون درلود. ډېری کسان خپلو دندو ته
د تلنې په لار کې هره ورځ پر خپل ژوند ډاریږي.
په دې برخه کې حق د ستوره پر خوا دی چې وایي طالبان واحد خوځښت ندی.
په نیویارکر کې د ستیوکول د لیکني سره سم طالب عسکر زیاتره د خپل کور په ۷ یا ۸
کیلومتره شعاع کې پر جګړه بوخت وي. ددې مانا داده چې د هغوي استخدام سیمه ییز دی.
دا هغه ځوان هلکان دي چې د خپلې راتلونکې لپاره نورې شونتیاوې نلري، معاش او وسلې
یې ځان ته راکاږي او په جنګي بهیر کې یې زیاتره مغزي پریمنځنه کیږي. څرنګه چې
«نړیواله ټولنه» په تیرو لسو کلونو کې د مسلکي زده کړو د ځواکمن رغاوي په هڅونه او د
ځوانانو د جذب لپاره د ښوونځیو په برابرونه کې پاتې راغلې ده، دا پخپله د اخطار
لامل دی. د افغاني احصائیې له مخې د دولسمو ټولګیو پر سطحه ښوونځیو کې په سلو کې ۱
(یو) ځاي د مسلکي زده کړو لپاره ځانګړی دی. په داسې حال کې چې په هیواد کې
د ۳۳ مسلکي ښوونځیو شمیر له ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۰۸ کال پورې پر خپل حال پاتې و، د
مذهبي ښوونځیو شمیر په سلو کې څلویښت زیات شوی او ۵۱۲ ښوونځیو ته رسیدلی دی. د
ستوره په بیان کې دا خبره رښتیا ده چې په منځنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر
زیات شوی دی او طالبان له زده کړې سره سخت په دښمنۍ کې وو. خو، د ښوونکو زده کړې
ته اوس هم د لومړیتوب حق نه ورکول کیږي. هغوي چې زه ورسره اړیکي لرم د هغو ښوونځیو
پر کیفیت اندیښمن دی چې بچیان یې پکې زده کړې کوي. څرنګه چې هغوي په کابل کې د زده
کړې له کیفیت څخه ګیله لري، نو موږ تصور کولاي شو چې په ښارګوټو او کلیو کې به
حالت زیات بدتر وي.
د ملکي وګړو د ژوند د نورو اړخونو ځانګړنه سوچه احتیاج او اړتیا ده. د
نړۍ د خوراکي توکو سازمان (WFP)
په رپوټ کې راغلي دي چې دغه سازمان په ۲۰۱۱ کال کې د اوو میلیونو افغانانو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې
مرستې ته اړدی او اړینې پیسې نلري. په نړۍ کې د غنمو بیه مخ پر لوړیدو ده او د نړۍ
د خوراکي توکو سازمان وایي، که چیرې د جون تر میاشتې پورې نوي وسایل تر لاسه نکړي،
نو د ښوونځیو ۵۰۰۰۰۰ ( پینځه سوه زره) ماشومانو ته به د خوړو ورکړه ودروي. ددې اړتیا په مقابل کې، د پوځي مرستې
نړیوال ځانګړی لومړیتوبونه، ملکي وګړو ته د مرستې د بندښت پر بیه، ولاړ دي. سربیره
پر دې، موږ پوهیږو چې د ملکي وګړو د اړتیا کچه پټه ساتل کیږي. د نړیوالې مرستې
زیاته برخه د بهرنیو متخصصانو پر لوړو معاشونو، مشورتي کاروبار (شغل) او له لویدیزو
هیوادونو څخه پر وارداتو مصرفیږي. ناروې « په دغه ډله کې تر ټولو هوښیاره » ده. د
ناروې حکومت له ملکي او پوځي برخې سره څه نا څه د برابرې مرستې هدف ته رسیدلی دی.
خو، دا څه نا څه برابري د زیاتره نورو هیوادونو د وروسته پاتیدنې له لامله ډېره لږه
ګټوره ده.
د ناروې د مرستې کچه باید د امریکا له متحده ایالتونو سره د نږدې
اړیکو او په افغانستان کې ددغه زبرځواک د لاسبري نقش په رڼا کې وارزول شي. زیاتره نقش
د ښيښه یي توکو په مغازه کې د پیلانو لخوا اخیستل کیږي. دملګرو ملتونو پخواني
ځانګړي استازي، کاي آیډې، په خپل کتاب کې د امریکا د متحده ایالتونو په سیاست کې د
پرلپسیتوب نه شتون او دهغه هیواد د بیلابیلو لیډرانو لخوا د افغاني مشرتابه بیا
بیا سپکاوی په مستند ډول څرګند کړی دی. د
داسې کبر او لویۍ تر شا د پوهې نیمګړتیا او د افغانانو پر غرور باندې د پوهیدنې
کمزورتیا پرته ده. پر سیاسي سطحه د سپکاویو او
توهینونو ترڅنګ د بې ځایه بمباریو اوږده لیکه له ملکي وګړو څخه ژوند اخلي.
د کونړ ولایت د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې ډېر سخت وویشتل شو چې د غازي اباد او
ماڼوګي په دوو بمباریو کې په ترتیب سره ۶۵ ( پینځه شپيته) او ۹ (نهه) ملکي کسان ووژل
شول.
د امریکا متحده ایالتونه تر اوسه د ګډو ځانګړو عملیاتو د قوماندې -Joint Special Operation Command
- له لارې په افغانستان کې
د یو لړ پټو زندانونو چارې پرمخبیایي. په دغو زندانونو کې خلک د محاکماتي پړاوونو
له تیرونې پرته پراته دي، د افغان د بشر د حقونو کمیسیون هغو ته لاسرسی نلري او د
بندیانو د حال په اړه کوم رپوټ نه شي برابریدلاي. ستوره
په خپل بیان کې پر دې بوخت دی چې افغانان باید « د حاکمیت رښتینی حق تر لاسه کړي
چې په خپل هیواد کې حکومت وکړي.» داسې حاکمیت د ناروې د متحدینو پر لاس د زندانونو
له چلونې سره څه ډول همآهنګ کیداي شي؟ هغه مهال چې ناروې په افغانستان کې د خپلې
همکارۍ پلان جوړاوه، په پارلمان کې یې دا سیاسی لانجه حل کړه چې ناروې باید د
افغانستان په سوېل او که په سوله ییز شمال کې ځان بوخت کړي. نن ورځ سوله ییز او
ناسوله ییز توپیر له منځه تللی دی. اوس د امریکا متحده ایالتونو او ناروې هغه
ولایت په خپل منځ کې ویشلی دی او مشري یې امریکا کوي. دا چې د ائتلافي حکومت برخوال (په ناروې کې - ژ) دغه بدلون ته پر
کومه سترګه ګوري، موږ پرې لږ پوهیږو.
دا ګرانه ده چې د « حاکمیت ښه لار» له بهر څخه په پوځی وسیلو سره
رامنځته شي او په هغه صورت کې دا کار نور هم ستونزمنیږي چې تمرین یې یو هیواد
پخپله نه کوي. ستوره وایي چې جمهور رئیس کرزی او د هغه حکومت «زموږ له واقعیت څخه
په بل واقعیت کې» ژوند کوي او موږ باید «
له هغو حللارو سره ژوند وکړو چې دوي یې غوره کوي او په لویدیز کې زموږ د حللارو په
شان ندي.» په داسې حال کې چې لویدیز ماډل ته د چټکې تیریدنې هڅې زیاتې دي. په ۲۰۰۳
کال کې د کابل په یو میلمستون کې ما یو ځوان امریکایي حقوقپوه ولید. له هغه مې
وپوښتل چې هلته یې څه کول، په ځواب کې يې وویل چې هغه « افغاني اساسي قانون
ولیکه.» د اقتصادي ژوند اخبار څرګنده کړې ده چې په عراق کې امریکایانو په څه شان د
ټولو وزارتونو اداره خورا ځوانو کسانو ته وسپارله. یو قانون چې په هغه کې له ولس
سره د مشورې لار په پام کې نه وي نیول شوي، په اسانۍ سره به د خلکو مینه له لاسه
ورکړي. هغه څه چې موږ یې وینو دادي چې د ښځو، د بیان د آزادۍ او مذهبي قانون د
تعمیل په چارو کې د خورا زیاتو محافظه کارو عناصرو نظر ګټندوي دی. یو تحلیل او
ارزونه چې مالومه کړي چې دا جامده محافظه کاري ولې بیړۍ خوځوي، د نن ورځني
افغانستان د پيژندنې له ډېرو شرایطو څخه یو شرط دی. یوه ژوره انتقادي پلټنه به په
اسانۍ سره د بهرنیو چارو د وزیر له بیان څخه دا پایله راوباسي چې حکومت (د ناروې حکومت - ژ) په هماغه شان ډېرو
پوښتنو ته ځواب ویونکی دی، لکه افغان مشران او نړیوال سیاستوال چې دي.
دا ستاسو سترګي هغه وخت خړولی شي چې د ځمکې پر مخ شرایطو ته پام وشی.
پای