د ګران دوست زبردست ليکوال پياوړي علمي اوادبي شخصیت ارواښاد کانديد اکا دميسن محمد صديق روهي سره نه هيردونکي خاطره

روهی صاحب د پښتو ادب  یوځلانده څیره او د علم او فرهنګ د ودې او پراختیا سترنومیالې دی، چې د پښتو ژبي د اوو ستورو په لیکه کي راځي.نوموړی نه یواځي د تعلیم او تربیې  ستره پانګه وه ، بلکه د ادب، فرهنګ ،علمیت، سیاست،او ټولنیزو اړیکو د ودی او پراختیا هغه  ویا ړلي صمیمي اومهربانه انسان وو، چې دخبرو اترو او بانډار  شیبه یې دهرهیوادوال او فرهنګپال په زړه کي د خا طرو په شان د ادبي ملغروځای نیولي دي چې قدر او ویاړنه یی کیږي
استاد روهي بر سیره پر دي چې دخپل چا پیریال یعني دعلم اوپوهي د غورزنګ زانګو وه ولي د یوه ملي ، اجتماعي ، سیاسي او ټو لنیز شخصیت په تو ګه هم د پرګنو په منځ کي بی ساری زړه سوانده او مهر بانه سړی وو. د خپل هیواد او خلکو سره یې بې حده مینه درلوده. بانډار يې خوږاوخبرې یې پرهر هیواد وال ډیري ښې لګیدې.
د خپلو خوږو خا طرو څخه یوه  خاطره را په یاد شوه هغه داچې:
کوم وخت چې ما د علو مواکاډمي د کتا بتون مسؤلیت په غاړه درلودی او روهي صاحب کله نا کله د کتابتون نه ځیني کتا بونه د څیړنواو لو ستلولپاره کورته وړل، نو په دي وخت کي یوه ستونځه را منځ ته شوه ،هغه دا چې زما همکاري هغه کتاب چې روهي صاحب يې د ځان سره کورته د وړلو غو ښتنه کوله د نه ځواب ورکړی و. او دا کتاب د کتابتون نه بهر د لوستلو اجازه  نه درلوده.
په دی وخت کی روهي صاحب زما دفتر ته راغی او دا کیسه را ته وکړه. چې کتاب زما ډیر پکاردی. ما خپل همکاري ته هدایت ور کړي چې نوموړۍ کتاب و روهي صاحب ته زما په مسؤلیت ورکړي، چې بیا وروسته دا کار وشو. او روهی صاحب د مننی په ویلو سره واپس زما دفتر ته را غلي او ما هم دچا یو د څښلو په بانه د روهي صاحب  سره دیوه ګړۍ  لپاره یوکوچنې بانډار وکړي او لږ څه می سره وخندل.
که چیري یو چا او کوم شخص د روهي صاحب سره د نیږدې لیدلی وي. نو هرومرو به دده پراخ ورین تندي د خنداډکه خوله او خوشال مزاجه طبیعت ور په یادشي.هغه په خپل قلم داسی لیک لیکني  کښلي چې تا به ویل چاپي او ما شیني دي.
روهي صاحب دلوړ فکرڅښتن او د پاکو اوسپیڅلو احساسا تو خاوند و. د انسانی بشریت،ښو اخلاقو او ملی وحدت د یووالی ځلانده سمبول ګڼل کیدي. د نفاق، جنګ، بی غوري او تعصب نه  یی سخته کرکه او نفرت درلودي.
نن چې روهي صاحب زمونږ  په منځ کي نشته ولی دده ځلاندي کارنا مي، او شهکارونه  د علم او فرهنګ کړیو ته د تلپاتي یاد ګارو او خاطرو بله ډیوه ده چې بلیږي او رو ښنایی به یی د لمر د وړانګي په شان ددی ستر واقیعي انسان دنامه سره تل تر تله  مل اوملګرۍ وې.
زه د روهي صاحب ددي لوړ او پیاوړي شخصیت مقام ته در ناوی کوم او د هغه یادونه د خپل را تلونکي ژوند ازمون ته یوه په زړه پوري تجربه بولم.
ژوندۍ او ځلانده دې وي دده د ادب او فرهنګ بله ډيوه
 
ولی محمد نورزی

\"\"