
دايومالوم حقيقت دی ،چې مطبوعات
د ولس ژبه اوسترګې دي ،او له دې لارې ټولنې ته خورا ډېر خدمت هم کيدای شي ،که چې
چېرې مطبوعات په سم ډول کار وکړي او خپل مسلکي اصول مراعت کړي دټولنې دهر وګړي
ذهن او افکار هم همداسې جوړيږي ،په تېره څو کلونو کې په افغانستان کې ډېرو رسنيو
په کار پيل وکړ ،چې ددې رسنيو څخه ېې يوه برخه هم راديو ګانې دي ،
ددې رايو ګانو له ډلې څخه ېې
يوه هم دپکتيا ولايت مرکز ګردېز کې دپکتيا غږ په نامه يوه خصوصي راديو ده ،چې دضيا
ارمان په نامه يو څوک ېې مسول دی .
دغه راديو له څو کلونو راهيسې
په ګردېز کې فعاليت کوي خو متاسفانا ،چې ډېرې زياتې نيمګړتياوې لرې .
ددغې راديو مشرتابه اکثر وخت په
پکتيا کې داسې ګردي ميزونه جوړوي ،چې پکتيا وال راغواړي او داسې پوښتنې ترې کوې
،چې دپکتيا خلک په ځانګړې توکه مدني ټولنې سره په ټکر کې کوي او ددوی تر منځ جنجال
رامنځ ته کوي .
په دغه ګردي ميزونو کې پوښتنې
له کابل څخه د راديو دمسول ارمان له خوا فرمايشي وراستول کيږي او دوياندويانو په
واسطه ېې پرمخ بيايي .
بله داچې لويه نيمګړتيا ېې ده
هغه داده چې ،داسې کارکونکي ېې په راديو کې په دنده ګمارلي دي ،چې نيمه دري اوپښتو
وايي ،دوی ،چې کله خبرونه وايي نو ډېر توري او کلمي سره ګدې وډې وايي او په مطلب
ېې هيڅوک هم نه پوهيږي ،جې څه مانا لري ،که څه هم په ټوله پکتيا کې مسلکي
ژورنالستان نشته خو دپکتيا غږ راديو داسې بې مسلکه دي ،چې نورو ته به دعا وکړې .
چې دادپښتو ژبې سره لويه جفا ده
ځکه مونږ بايد پښتو ژبه په داډول سره خلکو ته ور ونه پيژنو ځکه پښتو ښکلې ژبه ده
او بايد ،چې ښکلې وويل شي ،
دريمه دا چې ددې راديو له لارې
اخلاقي فساد هغه دچا خبره ،چې اوج ته رسيدلی دی ، ددې راديو له لارې داسې غير
اخلاقي خپرونې کيږي ،چې زمونږ دپښتنې ټولنې سره اړخ نه لګوي .
زه ېې يو مثال وايم ،دپکتيا خلک
به ټول پرې خبر وي ، څه مهال وړاندې ددې راديو ددو کارکونکو له خوا په يوه مارکيټ
کې ديوې جنۍ سره جنسي تېری وشو ،چې دا دټولو خبريالانو اوفرهنګيانو سره لويه
بدنامي ده .
بله خبره داده ،چې ددې راديو
دمسول ضيا ارمان تر اوسه هويت ندی مالو م ،چې پښتون دی ،دري ژبی دی ،او ياکه دبلې
طايفې ده .ځکه ،چې راديو خاوند بايد مالوم وي ،په پېږندګلوی سره سړی پوهيږي چې
خبره کوم خوا ته روانه ده .
او تر اوسه پورې ېې دمالي لګښت
درک نه مالوميږي ،چې دا له کومې خوا ورته راځې دايران دي که دبلې خوا،خو ډېر ګومان
کيږي ،چې داطلاعاتو کلتور وزارت يا درهينيانو ډله ېې ورکوي
په اخر کې دپکتيا دټولو خلکو
داغوښتنه ده ،چې ددې راديو خاوند بايد ديادو ستونزو او اندېښنو په اړه بايد خلکو
ته مالومات وکړي او پکتيا خلک دپکتيا داطلاعاتو او کلتور رياست ،ولايتي شورا
،علماوو شورا ،فرهنګيانو او قومي مشرانو څخه غواړي ،چې دداډول کارونو په اړه بې
تفاوته پاته نشي .او په ځانګړې تو ګه د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست څخه ،که څه هم تر
اوسه پورې دې رياست په پکتيا هيڅ ندي کړي دا کار بايد ضرور وکړي
دپښتنو دويښتيا په هيله
کمال پکتياوال، کابل کارته سه