
د
جلالکو
جلالکوټ ادبي خوځښت د ١٣٩٠ لمريزکال د غويي
پر٢٣مه د جمعې پرسهارخپله دېرشمه اونيزه غونډه د ننګرهار په ټولنيز مرکز ميديوتيک
کې چې د جلال اباد ښار د بي بي حوالېسې شاته دى،وکړه.
غونډه
د ستاندارلخوا د قرآنکريم دڅوسپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
وياندويي
يې الله محمد حسنزي کوله،د غونډې مشراحمدجمال جمال،مشرمېلمه حبيب الله شينوارى او
کوربه اميديارو.
د
تېرې غونډې رپوټ جلال الدين غريبدوست ولوست،ايمل غيوريې په اړه وويل:
د
ده څونظرونه پکې نه وو اخېستل شوي او د ذهني پوښتنو د ځوابونکو نومونه هم
بياغيورادبي
درس ته وبلل شو چې د قافيې په اړه يې پکې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې
ارشادرغاند د خبرپاڼه ترسرليک لاندې خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړه چې
ايمل غيور،يحيى سيمه ييز،اميديار،احمدجمال جمال،الله محمد حسنزي اوحبيب الله
شينواري پرې خپل نظرونه څرګند کړل.
دوى
ډېرو د يوشمېر کليمو د کره پښتو کولو وړانديزونه لرل.
خو
رغاند د نظرونو پرخپل ځاى سم ګڼلو سره وويل چې کيسه ځانته بېله ژبه لري او د همدې
اصل له مخې يې ځينې مروجې شوې انګليسي
کليمې په کيسه کې کارولي.
وروسته
ازاده مشاعره وشوه چې داود الماس،حبيب الله شينواري،احسان الله
ځلاند،افکارمجرب،محمود خزان،رحمت الله رحمت،جمال جمال،ايمل خان غيور،يحيى سيمه
ييز،رضاخان ستاندار،جانان زمري،حبيب الله تکل،حضرت يوسف يوسفزي،فريد ملاتړ،فريدون
بهار،سمندرساحل،جلال الدين غريبدوست،حبيب الله شينواري،اميد يار او ارشادرغاندپکې
شعرونه واورول.
د
غونډې مشر احمد جمال جمال غونډه ښه وارزوله،او پريکړه وشوه چې بلې اونۍ ته به
جانان زمرى ادبي درس وړاندې کوي او د جمال جمال پرنظم به کره کتنه کېږي.
غونډه
غرمه مهال پاى ته ورسېده.
د
جلالکوټ ادبي خوځښت د نورو هڅو په اړه د اړتياپرمهال معلومات پردې پتو اخېستلاى
شئ:
برېښليکونه:a.raghand@yahoo.com
Arshad.raghand@gmail.com
ټلېفون
شمېرې:0706368913
0798227208