نوی غزل


درد او پرهارونه لکه شوخې جېنکۍ
رادې شي يادونه لکه شوخې جېنکۍ
 
زړه کې مې درياب،درياب سندرې دي ويدې
مه چيړه تارونه  لکه شوخې جېنکۍ
 
 
څښلي مې شرابو کې د مينې افسانې
خيال کې مې سازونه لکه شوخې جېنکۍ
 
شته د يار په سترګو کې ديوان د شيرازي
داسې غزلونه لکه شوخې جېنکۍ
 
ښکل يې کړې ماشومې آئينې اوبه،اوبه
ګورم تصويرونه لکه شوخې جينکۍ
 
مه پرېږده طالبه د سندرو منارې
ښار او دا ګلونه لکه شوخې جېنکۍ
 
طالب منګل