د الـــــــمان اسمــــــان تياره و
تورې وريځې پرې خورې وې
لمـــــر لـــــه قهره مخ پټ کړی
نه يې نور نه يې شغلـــــې وې
غوټۍ خولـــــه نه خلاصوله
د ګل څــــانګې هم کږې وې
بلبل غــــــلی خفه ناست و
نه يې غږ نه يې نخـــرې وې
د ګلشن څـــــــــــيره بدلــــــه
په طبيعت شوي کانې وې
ما ويل خدايه دا څه شوي؟
دا څه وير دی دا څه غم دی؟
دا پر چـــــــا باندې لويدلی
د فلک ظالــــــم ستم دی؟
زمـــانه مخلـــوق ټول غلي
په کـــــــــورونو کې مـــــاتم
غلي غلي هـــر څوک ژاړي
خدايږو شوی څه غټ چم دی
يو چــــا غوږ کې راته ووې
هلتـــــه ګــــــوره هديره کې
را ټول شوي افغانان دي
د يو چـــــــا په جـــــنازه کې
ما ويل دا افغان به څوک وي
چې ښخيږي په بيديا کې
ورنږدې شوم کــــه يې ګـــــورم
روهي پروت دی په موسکا کې
د سپين ګل په شان ښکاريږي
د کفنـــــــــــو پـــــــــه رڼا کــــــــې
د افغــــــــان د ادب ستـــــوری
رالــــــــــويدلی لــــــــه اســـمانه
پـــــه پردي وطن ښخـــــــيږي
ډک لـــــــه هيلــــــو لـــه ارمانه
د وطن پـــــــه ارمـــان مړ شو
روهي ﻻړ لـــــــه ما او تا نه
چــــــــا ته وژاړمــــــه خدايه
ګيلـــــه وکړمـــــــه لـــــه چا نه
روهي خوست کې ټوکيدلی
لـــــــه غـــــــــريبو ولســـــ:ـونو
د روهي ژوند هم روهي و
بلد نــــــــه و پر نازونــــــــو
دده ورو نرمــــــــې خــــبرې
بس پېيل وو د لعلــــــونو
روهـــــي روه باندې مين و
خيال يې نه کړ د قصرونو
د روهـــــي د مرګ ماتم دی
په ژړا زوړ او ځوان ښکاري
چې د روه ګل په کې نشته
بهار ځکــــه خزان ښکاري
د ادب د مـــــــــــينانــــــــو
اوس نيمګړی کاروان ښکاري
د روهـــــــــــــي په وير ويرجنــــه
لــــــــــراو بره افغـــــان ښکاري
هو!د روهـــــــــــي د غم له ويره
تا ويل دا وطــــن وران شوی
دغــــــــــــــم باد پرې رالوځـــي
تا ويل دا ګلشن وران شوی
روهين
وروستي