د ستر فرهنګي او ادبي شخصيت ارواښاد محمد صديق روهي د پنځلسم تلين يادونه

 
د هغه فرهنګي او ادبې نوميالی شخصيت د پنځلسم تلین يادونه کوو چې له خپل ګران هیواد افغانستان څخه يې په بهر کی د مهاجرت په مهال د1996 زکال د مې د مياشتی په ۱۷ نېټه د جرمني د مونشن ګلادباخ په ښار کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
دا پياوړی او ستر ادبي  شخصيت ارواښاد محمد صديق روهي دی، چې د ده مړينه زموږ د هيواد د ادب او فرهنګ دوستانو لپاره ستره او زړه بوږنوونکې غمیزه او نه جبیره کیدونکې ضایعه وه.
داسې فرهنګي درنې ککری که په ابدي خوب ویده هم شي خو د هغوی سترې کارنامې او ادبي شهکارونه هغوی ته تلپاتی ژوند وربښي او د هغه وياړلی ياد د هر هيوادپال او فرهنګپال په زړه کی لکه بله ډيوه بليږی.
استاد روهي نه يوازی دا چی يو ادبی او فرهنګی شخصيت و بلکی هغه يو ملی ټولنیز او سياسی شخصيت هم و. هغه د خپل ولس او افغان ملت د سوکالۍ هوساينې او هر اړخیزې پرمختيا په هیله ستر ارمانونه او وياړلې هیلې درلودې او دغی ملي انګیزی دې ته وهڅاوه چې د هيواد د سياسي غورځنګ او سياسی مبارزې له بنسټ ايښودونکو او موسسينو څخه وشميرل شي .
هغه د سپيڅلی احساس او پاکې ارادې خاوند و، له تعصبه مبرا او د هومانیزم او بشرپالنې يو ځلانده سمبول و .
ده په واقعي معنی له انسان او انسانيت سره ستره خواخوږی او مينه درلوده او له دغې سرشارې مینې څخه د هغه د ادب ستره پانګه خړوبیده او د ده په هره ادبي او فرهنګي لیکنه کې د ارواښاد روهي صاحب سپیڅلی هيلې له ورایه ښکاري د هغه د درنه شخصيت په هکله په دغه لنډه لیکنه کی خبرې کول له سمندر څخه د يوه څاڅکي د پورته کولو په مانا دي.
زه د روهي صاحب لوړ ادبي او اکاډمیک مقام ته خپل ژور عقیدت او درناوی وړاندی کوم د هغه ياد دې همیش ژوندی او د ده ادبي او فرهنګي ډيوې دې تل بلې او ځلانده اوسي.
 روح دې ښاد وي!
په درنښت بسم الله اکبري هالنډ