جــــناب کرزی صاحب  دافــغانـسـتان جــمـهـوررييس

 
دقهار او جبار رب په نامه


۲۴دثور ۱۳۹۰ هجری لمریز



 زه په دی خبره اعتراف کوم چی ته یو باناموسه شخصیت یی دیوه درانده پښتون ځوی یی ترهغه ځایه چی زه یی اورم خپل لمونځ اودس کوی او په دی کار پابند یی روژه خور نه یی په شراب خوړلو متهم نه یی که بل کوم عمل لری البته هرڅوک یونیم عمل لری  مهمه خبره نه ده .

 خپله اراده اوتصمیم نه لری دنورو په اراده او تصمیم روان یی په وعدووفانه کوی رښتیا دی کم دی دخپلی خبری نه ډیر ژر منحرف کیږی . داداری  څخه عاجزیی رعب او سلابت نه لری داشرافو سره دی ناسته ولاړه نشته دی ، دغرض خاوندان دی په ځان راټول کړی دی اودهغوخبری منی . نهایت ډارن یی اوداډیر بدخصلت دی ، امانت داری نه لری دیوه خبره  په بل سپاری . دقوانینو درناوی نه کوی ډير غیر قانونی کارونه دی کړی دی او په  دی کاراخته یی . په اصطلاح ګپ رویی دخلکو داتحاد په لاره کی دی اراده ډيره کمزوری ده دخلکو په منځ کی دی اعتبار له لاسه ورکړی دی او ډیر ملګری دی په نیمه لاه کی پریښی دی . په کړنوکی نهایت تبعیض کوی ، کاراهل ته نه سپاری که داکارستا په واک کی وی او اګاهانه یی کوی یو عظیم خیانت دی اوکه نوری درباندی تحمیلوی نوبیا خو عذر بدتر ازګناه خبره ده .

 اعتراض منونکی یی دصبر زغم حوصله دی ډيره پراخه ده خو داصفت په خپل ځای کی ګټور دی هر وخت ددی کار زیانونه ډير دی او تاته دهمدی لاری څخه درپیښه ده زه په ډير جرأت داخبره کوم هغه څوک چی ته ورباندی حساب کوی داداری فساد علمبرداران دی  . غیر عادلانه تحلیل داسی دی چی اداری فساد په څارنوالۍ ، قضاکی دی او عدلی او قضایی ارګانونه بدناموی خوددی ارګانونو کارکوونکی په اصطلاح سفید پوشان دی او سپینه جامه باندی تورداغ ډیر ژر مالومیږی ولی  په هغه پیمانه چی اداری فساد په معارف او دکورنیو چارو په وزارت کی  دی نورو ته به سلام  وکړئ . بهرنی کومکونه چی شاګردانو ته راځی دوالیانو څخه شروع بیا دولسوالۍ دشوراګانو دغړو، دولسی جرګی ، مشرانو جرګی او ولایتی شوراګانو غړو  په کی خپل حق غواړی او شاګردانو ته کوم پاکټ بسکوت یا کوم وړوکی ډبی غوړی ورسیږی اوداکومکونه بی له شکه نهایت زیات دی او په خاص ډول دمعارف لوړپوړو منسوبینو په کی خیټی وکړی نور خو لانور خو تاسی ټولو ولیدل هغه کتابونه چی دبهرنیو بادارانوله خوا دشاګردانو لپاره چاپ شوی واوورباندی لیکل شوی هم و چی خرڅلاو یی  منع دی دکابل په مرکز کی دمعارف وزارت له مخی شروع او بیا دپل باغ عمومی او پل خشتی  ترمخی پوری دسرکونو په غاړوکی وپلورل شول ولی په مکتبونو کی شاګردان بی کتابه واو په بازار کی به یی دپیسو په بدل کی رانیول که  ددی خبری څخه څوک انکار کوی نو تردی به بل بی ضمیره او بی وجدانه انسان نه وی . خوکله چی دپوهنی محترم وزیر صاحب دتلویزون په پرده کومه مصاحبه کوی نو زماغوندی ساده ګان خودستی لاسونه پورته کړی چی یره وزیر صاحب کوردی ودان تاسی خوډیر زیات خدمت کوئ او ځان ستړی کوئ ستړی مه شئ خود وزیر صاحب څرګندونی زموږ اوستاسی هغه متل ته ورته دی چی وایی : - (درون  مراکشت بیرون ترا) دپوهنی وزیر صاحب دخولی صفایی دومره ډیره ده چی تخمین کیدی نه شی ولی په عمل کی  یی موږ او تاسی ټول ګورو چی څه روان دی اورسنی څه وایی ؟

 اوس خو الایو بل مرض پیداشوی دی چی هر وزارت ولایت ویاندان لری اددرواغوګوډی غاړوته اچولی دی اوهغه څه وایی چی دعطار په قوتۍ کی نه وی په خاص ډول دکورنیو چارووزارت اوملی دفاع دوزارت ویاند ښاغلی عظیمی خو هغه شاخداردرواغ وایی چی خپله یی هم ورباندی باورراشی چی ګوندی رښتیا وایی اوداکارهم یو فن دی اوهر څوک داکمال نه لری .

 جناب کرزی تاسی دیو بلی عظیمی ګناه مرتکب یاست اوهغه داچی دبنده دحقوقو بښنه هم کوئ اوددی خبری واک اواختیار الله تعالی خپل  ځان ته نه دی ورکړی لکه چی تاسی یی اورئی لکه چی دناتو قواوی دامریکا دقواو په سرکردګۍ دافغانستان بی ګناه او بی دفاع مظلوم خلک په بیماریو اوماشیندارو مړه کړی داچی داواک ده ته نه اسمانی قانون ورکړی دی او نه وضعی قوانینو کی داخبره تسجیل شوی ده ولی کرزی صاحب په ډیربی باکانه ډول داعمل کوی اودنوروحقوق خارجی قواوته بښی .

 جناب کرزی صاحب تاسی عامه شتمنی چی چاته موزړه شی وربښئ ټولی دښتی موستا په اصطلاح جهادی شخصیتونو ته وبښلی او قصرونه په کی جوړیږی خرڅیږی او ګټی یی په جیبونوکی اچوی حال داچی کرزی صاحب  په اساسی قانون کی سوګند خوړلی دی چی زه به عامه شتمنی دځان په ګټه یاد چا دخوښۍ لپاره چاته نه ورکوم حال داچی داسی کارونه په ډير جرأت کوئ همداوجه ده چی دزمکو قیمت اسمان ته پورته شوبی کوره بی چاره ګان دنمری داخیستو وس نه لری بیا لا دکور جوړول خو دهر چا دوس وتلی خبره ده .

 جناب کرزی صاحب تاسی او ستاوفادار ملګری او په دی ډله کی دسره شریک افراد اواشخاص کوشش کوی دعزت خاوندان ذلیل کړی ددوی دآبرو اوحیثیت رعایت نه ساتی او حیثیت جریحه دارکوی اودا اعمال نفوذ ستاسی په وجود کی کوی  اوستا په ډاډی کوی .

جلالتماب کرزی صاحب ! زه داخبره دثبوت سره په ډیرجرأت کوم چی تا دپښتون په جامه کی ډپښتون عزت اووقارته زښت زیات تاوان ورساواو په خپل کورکی دی آواره اوسوالی کړی دی په دولتی اداروکی ورسره عملآدمیری دبچوچال او چلندروان دی اوداکارنه ستاپه ګټه دی او نه ددی ملک په ګټه دی هغه پښتو متل دی  چی وایی :- (مړهم با بړ او پړهم بابړ ) مری هم پښتون او ظالم هم پښتون ته وایی او پاشست بلل کیږی داټول ستابه وجودکی کیږی .

جناب کرزی صاحب : تاسره ډیره لویه حوصله ده انتقاد پذیری خو خپل واری کوی دانتقام روحیه درسره ډیره قوی ده اوداکار دیو مشر سره ډیر بد دی . ته دخلکو اوهیواد دښمن په مقابل کی یو پښتون تر ښپورانیسی اوورته څملوی بی داخبری تهمت نه دی تاسی په رسنیو کی داخبری او اعتراضات آورئ ولی پروایی نه کوئ او قهرخورئی ولی انتقام آرومروواخلئ .

 تاسی یولوی مجرم ته دبښنی فرمانونه صادره ولی شی اودخپلو ګټولپاره ورڅخه کاراخلئ ولی په همدغه جرم یو بل محکوم دپاره په خپلو فرامینو کی چی داخترو ، میلاد او یانورو بختورو ورځو په مناسبت یی صادره وئ دبند دتخفیف لپاره په کی لیکئ چی دغه خلک ددی فرمان دمزایاو څخه محروم دی ستاسی دغه تبعیض کړنی ددی باعث دی چی په ملک کی امن ورځ په ورځ خرابیږی او خلک دبدبختیو ښکاردی .

جناب کرزی صاحب ! که څه هم تاحقوق لوستی دی خوکله به دی تاریخی کیسی اوریدلی وی چی نړۍ دخلکو له خوا دهرچا دقدرت ددوری کړه وړه په کی ذکر شوی دی څوک په کی تورمخی او څوک په کی سپین مخونه یاد شوی  .

هغه دفارسی ژبی یو شاعر ویلی دی :-

 



قارون هلاک شد که چهل خانه ګنج داشت

نــوشیــروان نــه مــرد که نام نیکو ګذاشت

 



تاسی خونن سبا په عربی نړۍکی روان بحران ګورئ چی څلویښت کلن ذعامت دمحاکمی میز ته راښکل کیږی اوتورمخ ولاړ دی ولی تاسی دملت بابا محمد ظاهر شاه هم ولید چی ډیره اوږده دوره پاچاهی وکړه ولی ملت په ډیرعزت اودرناوی خاورته وسپار ولی تا اوستا یو شمیر ملګرو دهغه سره هم دوکه وکړه او دبن دپریکړو په بنیادموورسره چال چلند ونه کړ اوملت په دی خبر دی ، او به ګورو چی له تاسره  به څه کیږی او ستا دملګرو حال به څه وی او څه به درسره کیږی ؟ افغانان یو حق شناس ملت دی او دحق پرستو خلکو قدرکوی لکه چی دبابایی ملت او یاشهید سردار محمد داودخان درناوی یی وکړ اوداسی دنورو به هم وکړی .

 



زنده یی جاوید ماند انکه نیکونام زیست

کــز عــقــبــش ذکــر خیـــرزنـــده کنــدنــام را

 جناب کرزی صاحب ! دډیر ښه شخص اولادیی پلاردی ښه شهرت درلود دعلم څخه هم برخورداره یی ولی په ډیرو کږو لاروروان یی یا چاروان کړی یی او شاوخوادی ډیرو بدخلکو نیولی او محاصره کړی یی الله تعالی دی پرده وکړه ، هغه دپښتو یو ه لنډی ده چی وایی :-

 



بازمـــی قــــارغـــــانـــــو ســــره والــــــــــــــووت

مرداری غوښی به یی خوراک شی وبه مرینه

  خپل پښتون وژنی اوبل څوک یی درباندی وژنی او پوربه یی ته خلاصوی

 تــه می وژنــــه دقــــصاص انــــدیــښــنـــه مـــــه کړه
دخـــــپل مــــرګ پـــــه تـــــوا بـــــه ونیسم یوبل څوک
 ته دځینو خلکو دخوشحالۍ دپاره په خپل فرهنګ اوکلتور کی دنورو فرهنګ ته وده ورکولی شی .

راشه ښه عمل چی دهر وخت نه شروع شی ښه وی نورځان مه غولوه ددی ملت څخه بښنه وغواړه دتیرو اعمالو کفاره ورکړه افغانان یوشریف ملت دی څوک چی ورڅخه بښنه وغواړی بښی یی وبه دی بښی خوسر له نن څخه داکثریت ملت ارادوته درناوی وکړه حقداروته حق ورکره دغرض خاوندان دلستونو ماران دخپل چاپیریال څخه لری کړه مه ډاریږه بی اجله مرګ نشته دی عزت او ذلت دالله تعالی په لاس کی دی .

بــــــــــی اجــــــــــــــله ګـــــــولــــۍ نـشـتـه

اشنا په سردلښکرزه چی نوم دی وینه

 که داکارونه وکړی نوهغه ورځ لری نه ده چی محاسبه درسره شروع شی که داکارپه دنیا کی ونه شی نودالله تعالی دګرفت څخه خونه شی خلاصیدی .

 



داده زما لورونه نوره ستا خوښه چی منی او که نه