دری شهيدان

دخلیل زی لیکنه
کله کله چی موږ اوتاسی وایو چی تاریخ مسخ شوی دی یعنی په واقعیت بنا نه دی معنی داشوه چی تاریخ لیکونکې یادوخت او حالاتو دتاثیر لاندی راغلی دی اویا دشخصی عقدو په اساس یی دحقایقو څخه انحراف کړی دی تورته سپین او سپین ته یی تور ویلی دی .
زه دیوواقعی مسلمان ، افغان او متعهد انسان په حیث سوګند پورته کوم او ګرانو لوستونکو ته ډاډ ورکوم چی زه به په خپله لیکنه کی دحقایقو څخه یوسانتی هم بهر قلم پورته نه کړم اوتر هغه ځایه چی زما علم پری رسیدلی وی حقایق به سوچه او کره لیکم هیله ده چی ګران لوستوونکی دا تعهد ومنی په دی کی شک نشته چی دګران هیواد افغانستان بهادر اومړنی خلک په اسلام اووطن مین دی او دتاریخ په اوږدو کی یی ددغه عالی اهدافو دساتنی  لپاره قربانی ورکړی ده اوورکوی یی ددی اهدافو دتر لاسه کولو په لاره کی سرښندنه شهادت دی اوالله تعالی دغه ډول قربانیانوته دشهادت اعزاز ورکړی دی اودوینی خریداری الله تعالی  دی نوزموږ دګران هیواد دشهیدانو شمیر دحساب او شمیر څخه وتلی دی او ثابته شمیره یی نه شی اټکل کیدلی  باورلرم چی ګران لوستونکی به ما په پورتنی سرلیک باندی نه ګرموی چی ددری شهیدانو سرلیک لاندی څه لیکم  . په دری شهیدانو کی یو عرب دی او دوه نوریی افغانان دی چی زه په خپل وار ددوی په مظلومیت باندی یو څه لیکل غواړم اوددوی دبی ګناهۍ او شهادت په برخه کی رڼا اچوم باورلرم چی ګران لوستوونکی به راته ددی خبری حق راکړی چی خپل نظر څرګنده کړم اوپه نورو یی دمنلو حق نه لرم او قدرت یی راسره هم نشته دی ولی دخپل نظر څرګندونه  به زما حق وی اودخپل حق نه دفاع دهرانسان مسلم حق دی  .
 
۱. ارواښاد شهید سردار محمد داودخان دافغانستان معاصر خلک ډیرښه پیژنی اوزه یی هم ډیر ښه پیژنم مرحوم نهایت باشرف باوجدانه په خلکو اوهیواد مین مسلمان افغان و او دوطن دابادۍ اودخلکو دسوکالۍ سره یی خاصه مینه لرله دماموریت ټولی دوری یی دوزارت دفاع څخه نیولی او بیا دجمهوری ریاست پوری دبصیرت دخاوندانو له نظرنه دی پټی دهمدی ارزوګانو دتحقق په خاطریی دخپل اوښی اودتره ځوی بابا یی ملت محمد ظاهر شاه په غیابت کی کودتا وکړه اوشاهی نظام  ته یی  دپایی ټکی کیښود چی دده دااراده او عمل دافغانستان دخلکو له خواډیر ښه استقبال شو او ملاتړیی ورڅخه وکړ اودوطن دابادۍ او خلکو دسوکالۍ پروګرامونه یی شروع کړل یوشمیر هغه مفت خواره چی دشاهی نظام کی یی شخصی ګټی لرلی یو څه اندیښمن اواداسی فکر یی کاوه چی ګوندی دمرحوم دکودتا ملګری ټول خلقیان او پرچميان دی او ارومرو به دلته یو کمونستی نظام راشی دځمکو داصلاحاتو پروسه یی په کامیابۍ سره ترسره کړه  اونور انکشافی پلانونه یی هم ترلاس لاندی ونیول اوهر خوایو تحر ک شروع شو .
دیو پروګرام له مخی مرحوم سردار محمد داودخان شهید په یورسمی سفر مسکو ته لاړ هلته یی دشوروی اتحاد دوخت ولس مشر بریژنف سره ولیدل هغه ورته یو څه امرانه فرمایشات شروع کړل چی دابه کوی اوهغه دا فرمایشات په ده باندی بدولګیدل اودهغه افغانی غرور په درلودلوسره چی په ده کی وځواب یی ورکړچی افغانستان یوآزادهیواددی اوزه یی رهبری کوم زه چی هرکارکوم دملت په اراده او په خپل تصمیم به بی کوم که زما سره  هردولت ، حکومت او هیواد بی قیده او بی شرطه مرستی کوی کوری آباد او که نه ضرورت ورته نه لرم زه دیو ناپیلی هیواد دخلکو درهبرۍ ویاړلرم اوورته پوره  درناوی کوم پریژنف ورته وویل چی زه دداسی هیواد سره مرسته نه کوم ، ده ورته وویل زه هم ورته ضرورت نه لرم اودغونډی نه راپاڅید اودکریملن دقصر څخه راوواته اوملګری هم ورپسی وسره میدان ته ورپسی دکی جی بی وزیر راوواته خواهش ورڅخه وکړ چی تاسی دیوملک جمهور ریس یاست او په رسمی بلنه دلته راغلی یاست دامناسب کارنه دی چی په دی  ډول ځئ ده ورته په ځواب کی وویل موټرمی خپل او طیاره می هم خپله ده په اصطلاح پاسپورټ اوویزه می راسره  ده اوخپل هیواد ته ځم اودداسی چاسره خدای پامانۍ ته ضرورت نه لرم چی زما دخلکو اوهیواد دغلامۍ اراده لری اوماته فرمایشات راکوی په همدی ترتیب خپل هیواد ته راستون شو . داچی وروسته څه وشول داخبره دګرانولوستونکو او هیوادوالو څخه پټه نه ده چی وروسته بیا دیوشمیر هیواددښمنه عناصروله خوا دروسانو  په مستقیم  ملاتړ په پوره میړانه ، مقاومت او سرښندنی شهید کړی شو او په افغانستان کی دبدبختۍ اوتباهۍ دور شروع شو نن سبایی پس له څوکاله په مزار باندی بیرغونه رپیږی اودشهادت مقام ته یی درناوی کیږی خو هغه دخاطر دشعر په دی فرد چی وایی :
 
وخــت چـــی دخــــاطــــر ودخــــاطـــر خــــاطــــر یـــی ونــــه کــــړ
اوس چـــــــی دخــــاطـــــرخـــــاطــــــر کــوی خــاطـر یی څه کوی
 
او دپښتو په دی لنډی چی وایی :-
 
پـــــــــــــه زنــــــکدن مـــــی حـــــاضـــرنـــه شـــــوی                             دجـــنازی لانــــدی مــی مـــه زه مــخـــتـــورنـــــه
 
دی شهید سره دډیرو غوره صفتونو یو څه نیمګړتیاوی لرلی هغه داچی په خپل تصمیم کلک ولاړواو تر ډیره حده یی دبل مشوره نه منله بل داچی کله به یی چی څوک دوست شو دده په مخکی به یی چا معایب ورته رسول ښه ورباندی نه لګیدل همدااوجه وه چی یوشمیر بی ضمیره دخلکو دښمنان چی دده ترخواو شاراغوندو ناوړه استفادی وکړی اودهیواد ډیر پوه ، عالم اووطن پرست خلک یی یاووژل اویایی دوطن پریښودو ته مجبورکړل په هرحال مرحوم شهید سردار محمد داود یوسپیڅلی په هیواد مین شخصیت وداخلاقی اداری فساد او منفی پدیدو مخالف یوشخص وو لی د بدمرغه د یوشمیر کمونست پلوه افراد وله خوا دروسانو په لمسه او ملاتړ شهید کړی شو او دټول هیواد دخلکوسره یی دښمنی وکړه (انالله وانا الیه راجعون )روح دی ښاد وی .
 
۲. شهید ډاکتر نجیب الله یوه پیژاندل شوی څیره وه دادطب ډاکتر دپرچم په ډله کی د اوږدی سابقی لرونکی دی اودشاهی نظام پرضد په مظاهرو کی یی مهم رول درلوددښه نظم اودسپلین لرونکی وپه ملګروکی یی خاص موقف درلود زړه ور اودپوره جرأت لرونکی و ښه سازماندهی کوله په سوق اواداره کی  یی جوړه نه وه دخلق او پرچم ګوندداختلافاتو څخه وروسته په ایران کی سفیر شو او دببرک کارمل په دوره کی بیرته هیواد ته راستون شو اودملی امنیت دریس په حیث وټاکل شو او په کاریی شروع وکړه  .
په داسی انقلابی نظامونو کی لکه په افغانستان کی چی وشوانشعابونه اودانتقام او غچ اخستو احساس ډیر قوی وی کیدی شی ده به هم په دی لاره کی ګامونه اخیستی وی ولی داسی نه لکه چی دځینو نوروسره و. زه خپله د ډاکتر نجیب الله شهید دکړووړو سره دهغه ورځی نه وروسته پوره اشنا شوم کله چی دی دمرکزی کمیټی عمومی منشی وټاکل شو . په دی هر څوک پوهیږی چی دامنیتی یا داستخباراتی ارګانونو دنده داطلاعاتو راغونډول اودنظام ضداشخاص نیول تحقیق کول او څارنوالیواو محاکموته دپریکړو لپاره سپارل دی البته وهل ټکول په جبر باندی اقراراخستل خپله جرم دی .
زه دشهید ډاکتر نجیب الله شهید دیوی کیسی څخه په پوره امانت دارۍ اګایم وایی کله چی دی دملی امنیت لوی ریس ویوه ورځ په ناڅآپی ډول ددولتی امنیت دتحقیق ریاست ته ورغی اودتوقیف شوو متهمینو حال یی لیده چی په کی دیوه کس یوطرف مخ اوسترګه سخته شنه او زخمی وه پوښتنه یی تری وکړه  چی داولی هغه ورته وویل چی دکومی دروازی سره لګیدلی ده  هغه ورته وویل چی داخبره دمنلونه ده واقعیت ووایه او که نه دومره دی وهم چی داوهل دی هیر شی هغه مجبوره شو اوددی وهلو فاعل  چی یو مستنطق و ورته ورپیژاندوی ویل دغه صاحب وهلی یم اوغوښتل یی په زور را څخه تحقیق واخلی هغه صاحب منصب یی دده په مخکی تیارسی ودرولی دی اووهل شوی کس ته یی ویلی همدغسی چی ته یی وهلی یی یو درنده څپیړه یی ووهه هغه ورته ویلی دی چی خیر دی ما بښلی دی ډاکتر ورته ویلی دی چی پور وانه اخلی تری زیات دی زه وهم  هغه هم په ډیر اخلاص وهلی دی او امریی کړی دی چی دی سر له ننه ددی اداری کارمند نه دی چرته چی ځی په مخ یی ښه ) .
بله خبره داچی کله دافغانستان داساسی قانون مسوده جوړه شوه دای په ټول هیوادکی دموظفو افرادو له خوا تبلیغ ، تشریح ، توضیح او عامو خلکو ته په پوره صراحت ورساو په زرونو اعتراضات او نظریات ورباندی راټول شول پرځای نیوکی ومنل شوی اودکمیسون له خواپه مسوده کی ځای شوی اودلوی جرګی له خواچی غړی یی تر ډیره حده واقعآ دخلکو استاذی منل کیدی شول تصویب اوانفاذیی دتوشیح څخه وروسته اعلان شو ددوهم وار لپاره چی ځینی نیمګړتیاوی په کی ولیدل شوی هغه هم تعدیل اودلوی  جرګی له خوا بیا تصویب اودجمهور ریس دتوشیح څخه وروسته یی انفاذ اعلان شو . بی مبالغی که دغه اساسی قانون داسی حقوق پوهانو ته وسپارل شی چی دحسد او کینی سترګی ړندی وی دحقایقو سترګی یی بینا وی واقعآ به یی دملی وثیقی په حیث ومنی اودایوواقعیت دی  . ډاکتر شهید نجیب الله دخپل جمهوری ریاست په دوره کی دهیڅ یو افغان داعدام او حتی دقصاص په پریکړه باندی لاس لیک نه دی کړی او څوک راته ددی مثال نشی ښودلی .
ډاکتر شهید نجیب الله  دخپل جمهوری ریاست په دوره کی یو لوړرتبه کمیسون چی مشریی دوخت قاضی القضات محترم عبدالکریم شادان و کوله اوماهم ددغه کمیسو دغړیتوب ویاړدرلود وټاکه ترڅو دهغه تخمین ۱۲۰۰ دولس سوه په اعدام محکوم اشخاصو په باب مشورتی نظرورکړی چی دده دلاسلیک په غرض دجمهوری ریاست دحقوقو ریاست په دفتر کی پرتی وی ډاکتر نجیب الله غوښتل چی دملی روغی جوړی دواقعی تحقق په خاطر داثابته کړی چی زه دافغان وژنی اوانتقام اخستنی خلاف یم کمیسون داکار وکړ چی اکثریت یی عفوه اود یوشمیر نورو چی سیاسی  اړخ یی نه درلوددحق العبد دمدعیانو څخه په هیله او خواهش دمرګ سزا په یومناسب بند تعدیل شوه چی اکثریت افغانان په دی تصمیم اګاه دی  . که دبصیرت خاوندان واقعی قضاوت وکړی چی ډاکتر نجیب الله شهید مجاهدینو ته دواک دسپارنی اراده نه وی کړی دجنګ جګړی له لاری دامشکل نه حل کیده چی په ننګرهار باندی دپاکستان نظامی قواو په ګډون مجاهدین په دی موفق نه شول چی افغانستان ته راننوځی اودا عظیمه قربانی وه چی ډاکتر نجیب الله شهیددسولی دتحقق لپاره ورکړه چی له بده مرغه یو شمیر وطن پلورونکو اودسولی دښمنانو په دی لاره کی خنډونه راپیداکړل  چی لاتراوسه دابدبختي روانه ده او انجام یی لانه دی مالوم چی څه به کیږی ؟    بی له شکه دافغانستان ددی څوکلنی غمیزی دحل دوه لاری دی اول دبهرنیو او په خاص ډول دکاونډیو هیوادونو لاسونه لنډول اودسولی دپروسی سره په پوره خلوص اوصداقت ملاتړکول اودوهم ملی قیام په یوآواز دهیواد دخپلواکۍ ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په سراومال قربانی ورکول که اوله خبره عملی نه شی نودوهمه خبره خو به ارومرو عملی کیږی ځکه چی نوره دافغانانو حوصله پایی ته رسیدلی ده .
 
  ډاکتر نجیب الله  شهید ددغه عالی اهدافو دتحقق په لاره کی دهیواد اوخلکو دښمنانو سی آی ای او اس آی ای دجهنمی سازمانودګوډاګیانو له خوا په شهادت ورسید اوهغه ورځ لری نه ده چی دشهید سردار محمد داود خان په څیر به یی په مزار باندی توغونه ورپیږی اودهیواد پیغلی به یی په خپلو کوڅیو مزار جاروکاندی داخبره زمانه ده خلک یی وایی اونن سبا یی ټول ګورو چی په بازارونو  ، موټرو او کورونوکی  یی عکسونه ځړول شوی او په ژوند باندی یی ورکړی بیا نی د تاریخی اسنادو په حیث ساتل کیږی . دافغانستان شریف خلک قدرشناس خلک دی اود خپلو ویاړونو قدرساتی او پالی یی . داستعمار او استسمار دمیدان لوبغاړی دتل لپاره کوشش کوی چی دیوی ټولنی باتدبیره بادرکه او بااحساس وطنپرستان له منځه ویسی  اودسرسړی نه پریږدی او په افغانستان کی داعملیه ولیدل شو ه او لا ګورو به یی . زما دچاسره دهغه دایډیالوژۍ په باب کار نشته
 
۳. صدام حسین شهید یو عرب ، مسلمان  اودعراق دخلکو مشرو او په قانونی لحاظ یی دغه مقام نیولی اورهبری کوله .  دنړۍ ملی ، علمی ، سیاسی او انقلابی  شخصیتونه دیوه ملک خلکو نه وی بلکه دانسانی ټولنی شریک افتخارت دی او باید انسانیت ورباندی  وویاړی ، شهید صدام حسین ددغه خلکو په قطار کی ودی یو مدبر شخصیت و . نوموړی په یو تغیلبی ډول منځ ته راغلی و اودعراق دخلکو مشری کوله  .
دی دیو غریبی کورنۍ اولادومانا داچی مادی شتمنی یی نه درلودله ولی دمعنوی سروت خاوندو او لوړ استعدادیی درلود په دی کی شک نشته دی چی دی دهغه خلکو سر سختی دښمن وچی عراق یی دنورو لپاره غوښته او په مذهبی آنو او بانویی دده دوطنپرستۍ اووطن دوستۍ دلوړ احساس په مقابل کی خنډونه رامنځ ته کول  او دته یی ظالم اوقاتل وای بوش اوډبلیو بوش بارک اوباما سر کوزی اوداسی نوروته چا ظالم ووایه چاددارسره ته پورته کړل اوغرغره یی کړل حال داچی په عراق ،ویتنام افغانستان کی دډیرو بی ګنا انسانانو وینی وبهولی اولاداظالمانه روش روان دی په کوم فصل اوباب کی ددی خبری ذکر شوی اومجوذقانونی لری چی دمصر ، تونس او بحرین په کورنیو چاروکی امریکا دمتحده ایالاتو جمهوریس اودده نړیوال ملګری په مستقیم ډول مداخله کوی اودلیبیا په آزاد او خپلواک هیواد بی رحمانه بمباری کوی او بی ګنا  عام ملکی وګړی په کی  وژنی  ایانړیوال ړانده دی ، کاڼه دی  ، ګونګیان دی چی هرډول ته ناڅی  ؟
اسلامی امت بس همدمره مسولیت لری چی خیابانونواو بازاروته راووځی زنده باداو مرده باد ناری وهی دامریکا ، انګلیس اویانوروکفری ملکونو بیرغونو ته اورونه واچوی اودبی چاره خلکو دوکانونه موټر چور اومات کړی او یا عامه شتمنۍ لوټ کاندی داشوی اسلامی جذبی او که داسلام دمقدساتو توهین ؟ اسلام دعدل اوانصاف دین دی دبی ګناه خلکو دسر ، مال ، عزت اوناموس دساتنی حکم کوی اوتضمین یی دهر مسلمان وجیبه ده . دیو کشیش یا پادری له خوا دقران کریم دسوزونی انتقام دعامه خلکو دسرومال په چور او چپاول باندی اخستیل اویا دبارک اوباما دعکس په سوزونه اویاڅوتنو بی ګنا خلکو په وژنه دنړۍ د مسلمان امت دبرأت د رسالت دسرته رسولو په نوم دیوی لوی او عظیمی ګناه ارتکاب نه دی ؟ شهید صدام په کال ۱۹۲۷ دعراق دتکریت په کوچنی کلی کی چی د دجلی دسیند په غاړه پروت دی اونن سبا یو ښاردی اواو سیدونکی دهقانان دی اوټول کورونه یی دخټو څخه جوړاو خام دی دخیرالله طلفاح په کورنۍ کی سترګی دنیا ته وغړولی اوپیدا شوی دی اودپلار پس مرګی اولاد و یتیم و موریی دده په پیدایښت سره دد راتلونکی ته په فکر کی تللی وه چی دده روزنه او پالنه به څنګه کیږی
وایی چی داسلامی اساساتو په رڼا کی حسن مجیدی دده کاکا دده په غوږکی اذان وکړاودده نوم یی صدام حسین کیښود یعنی دذوال لری کونکی دده دنسب شجره حضرت علی کرم الله وجهه ته رسیږی . تکریت یو رومی لفظ او معنی یی (ددجلی قلعه ) ده چی صدام دټول عراق څخه ددجلی قلعه جوړه کړه صهونستی رژیم ددی نوم څخه سخت ډاریده اوویره یی لرله .
دتعجب خبره خوداده چی دبیت المقدس سلطان صلاح الدین ایوبی هم دتکریت په کلی کی دنیا ته سترګی غړولی وی او په دی کلی کی زییږیدلی و .
صدام حسین شهید په داسی یوه کورنۍ کی زیږیدلی وچی ددوه وخته غذا دپیداکولو وس ورسره نه موجود وایی چی صدام حسین نهایت نرم زړی واودآس دسپرلۍ سره بی خاصه علاقه لرله .
صدام تعلیم وکړ ، عسکری روزه نه  یی ولیدله تودی سړی پری راغلی بندی شو خوددی ټولو غرزوپرزو سره سره یی دخپلی مبارزی څخه لاس وانه اخیست اودبعث دګوند دیوبا وقاره باوفافرد په حیث دسوسیالست ګوند په مقابل کی مبارزه وکړه اودهرظالم په مقابل کی پنجه نرمه کړه اوداټول تکالیف یی دعراق دخلکو دارامۍ اوهوسایی لپاره وګالل هغه یو شاعر وایی :
 
تنګی که شوی تیری فرق یی نشته تجربه شومه
ترکی دباګرام می دداسی ستا ﺉی چی عمبریمه
 
شهید صدام حسین په کال ۱۹۶۸ کی دعراق دخلکو دقاید په حیث وزلیده . صدام حسین داسرائیلو یوسرسخته دښمن ودی دعراق دسوسیالست ګوند سره ځکه مخالف وجی دوی دانسان دازاديۍ مخالف و . دایران او عراق دجنګ څخه وروسته صدام غوښتل چی ټول حربی وسائل په اسرائیلو باندی استعمال کاندی په همدی اساس یی داګست په ۱۴ نیټه کال ۱۹۹۰ کی یی په بغد‍اد کی یو نړیوال کنفرانس جوړکړ چی په کی د اوه سوه هیوادونو استاذوبرخه اخیستی ده .
داکنفرانس کاملآ داسرائیلو پرضدواوداکنفرانس دامریکا دمتحده ایالاتو دهغه اعلامی پرضد و چی په کی ویل شوی و چی قدس داسرئیلو پایتخت دی .
صدام حسین په دی کنفرانس کی په خپله وینا کی وویل چی دجون دمیاشتی کال ۱۹۹۰ کی په ۱۲-۱۱-۱۰ نیټه کی چی په امریکا کی داوسیدونکو یهودیانو له خوا جوړه شوی واو په کی ددولس سوه څخه زیاتو یهودیانو ګډون کړی و اوداسلام پرضدپه کی بیانی ورکړشوی وی دکنفرانس په پای کی یوه خطرناکه اعلامیه خپره شوی وه . چی صدام حسین ددغه اعلامی مهمی برخی دځان سره راټولی کړی وی اوفوتو کاپی یی دکنفرانس برخه والو ته توذیع کړی .
په دی اعلامیه کی راغلی و :- صدام حسین ترهر څه زیات داسرائیلو لپاره خطرناک دی اویو سخت ټکر چی په شرق کی به دعربو اواسرائیلو ترمنځ ددریم نړیوال جنګ سره به مشابه وی واقع شی .
صدام ویلی و که زما دوستان په داسی حالاتو کی داسرائیلو په مقابل کی زما سره قیام او جهادونه کړی زما دوستان به نه وی . صدام حسین ویلی وچی دی اوتاریخ به داخبره یاده ولری چی دپروردګار په مرسته به (قدس) هیڅکله هم داسرائیلو پایتخت نه شی . زه دصیهونیستی قوتونو په مقابل کی په لوړ آواز وایم چی فلسطین دغاصبانو په لاس کی دی . که دالله رضاوی زه به ددوی غصب شوی حقوق بیرته واخلم ( قدس) به ازادشی دازما مقدسه فریضه ده او دابه دالله تعالی په نزد زما دپاره سبب دعزت ، شرف او ثواب وګرځی .
صدام ویلی و که چرته څوک په ماحمله وکړی زه به په خپل ټول دفاعی قوت سره دفاع وکړم اودهغوی ټوله وسله به نابوده کړم .  دامریکا دمتحده ایالاتو حکومت اواسرئیل په دی پوهیدل چی صدام حسین دیو قوی ارادی خاونددی اوخپله اراده به ارومرو ترسره کوی .
نو ځکه خودامریکا دمتحده ایالاتو دوخت ذعامت یعنی ډبلیو بوش ورته دکیمیایی وسلو دزیرمو او اټمی قوت ته دلاس بری په عنوان بهانه جوړه کړه او په آزاد او خپلواک عراق یی دخپلو ملګرو په ملاتړ دټولو نړیوالو قوانینو او میثاقونو په خلاف حمله وکړه اوعراق یی دیو شمیر کورنو هیواد پلورونکو په سر کی یی دمقتدالصدر په ملګرتیا اشغال کړ دصدام حسین باتدبیره ملګری څه ووژل شول څه بندیان شول دامریکادمتحده ایالاتو نظامی قوتونه دخپلو متحدینو په ملګرتیا په عراق کی په پلټنو او وژنو بوخت شو عراق یی دخاوروسره خاوری کړ اودوهمه کربلایی جوړه کړه صدام حسین دیو راتلونکی په فکرځان مخفی کړولی داشغالګرو قوتونو له خوا دیوی پلټنی په ترڅ کی دخپل پلارنی ټاټوبی یعنی تکریټ په سیمه کی په یوه زیرزمینۍ کی ونیول شو اودغدارانو په لاس ورغی یو څه وخت یی په محاکمه او سوال ځواب تیرشو چی اکثریت ګران لوستونکی پری اګاه دی اوددجرأت ، حوصله او قربانۍ ته تیارۍ جریان یی ولید چی صدام حسین په پوره شهامت هغه غدارانو ته ځوابونه ورکړل چی په خپله خوله اواراده نه بلکه دډبلیو بوش  په اراده او خوله یی دده سره خبری کولی .
دامریکادمتحده ایالاتو اودده دملګرو له خوا په عراق کی نه کیمیاوی زیرمی پیداشوی او نه هم نور داسی اسناد چی نړیوال پری قانع کاندی ولی یوازنۍ خبره داوه چی اسرائیل ورباندی خوشحاله کړﺉ اودمقتدالصدر زړه ورباندی یخ کړی اوډبلیو بوش خپله بدماشی ثابته کړی  .
په یومسلمان هیواد کی چی اکثریت مطلق خلک یی مسلمانان دی دلوی اختر په مبارک سهار چی دنړۍ مسلمانان یی په خوښۍ اوخوشحالۍ استقبالوی اودمکی مکرمی دمنی په دښته کی دالله تعالی دبندګۍ لپاره دمسلمان امت حجاج دیوعظیمی فریضی داداکولو لپاره سره راغونډ دی او دالهی لوی  په خاطر دخپلی عقیدی څرګندونه کوی اودتکبیر اوتهلیل آوازونه پورته کوی بی ګناه یو مسلمان صدام حسین شهید اودده یو شمیر بی ګناه ملګری داسلام دښمنه ظالم غدار ‌ډبلیو بوش دامریکا دمتحده ایالاتو دوخت جمهورریس په فرمایش ددار کړۍ ښکلوی دادی انسانیت داده دبشر دحقوقو نړیواله اعلامیه اوداده دبی رحمه بی وجدانه قاضیانو پریکړه او دهغی تطبیق .
ویاړدی وی په داسی مورچی دشهید صدام په شان اولادیی ذوکړی دی چی دخپل وطن اوخلکو دبقالپاره یی په خند ددار کړۍ ښکل کړه ویاړدی وی دده دملګرو په باهمته میندو چی دداسی افتخار خاوندانی شوی .
 
مــړدی شـی قــربــان دی شـی پــــــه داردی شی
ننـــګ دی شـــی غیـــرت دی شی وقاردی شی
ســـورکـــفــــــــن پــــه غـــاړه رب لــــه وردی شی
خـــــلــــکو اووطـــن تـــــه خــــــدمتــګاردی شی
نــــه مـــــری لـــــه وطـــــنه چـــی قــربان کړی سر
یـــوواری خـــــونـــــه پـــــه څــــوڅـــو واردی شی