ولی محمد نورزی .
ګرانه څه شوي تیری ډیری زماني، ورځي
اوشپی شوي ته را نه غلي
توری سترګۍ می ستا لورته، په کتُلو تَکي سری شوي ته را نه غلي
د کلنو او سا عتو په تمه ناسته ،
انتظارستا د د یدن یم تل تر تله
ګوره بیا زما وطرف ته ، د فراق سوي ناری شوي ته را نه غلي
شپه او روځ سترګۍ پر لاره ، ستا په
نوم پوری تړلي ناوکي یمه
د ا سري شنډی می تڼاکی ګوره ټوله سری داني شوي ته را نه غلي
او ښکي می سیلاب پر ګریوانو سوي، د
وصال امید می نشته څه به وکړم
د بیلتون دهجران شپی می ،ګوره نن
څو مره درني شوي ته را نه غلي
کور او کلي کي همزولي را ته وایی ،دا یاغی نامزاد دي څه شو
د پو ښتنو او پیغورونو، غټي ډیري انګازي شوي ته را نه غلي
ښه دی ښه دی چه ته هلته ،په خپل ژوند کي ډیر مصروف یی
زما ژوند خو برباد شوئ، چی مړژواندي می ګیلۍ شوي ته را نه غلي
زما او ستا د پیوند لیکه په نکاح پلاراو
مور سره تړلی وه نن وګوره
ته چړچي کړي زه ګیلی کړم، زما هیلي
سري لمبي شوي ته را نه غلي
پوره سل کاله به کښینم ،ستا په نوم
پوری تړلی با غیر ته پښتنه یمه
ما ته باک او پروا نشته، د نصیب
لاري می ټولي ډکی په اغزو شوي ته را نه غلي
پا که مینه ښه ده،پاک وجدان د هر
انسان د خپلی میني مقد ر وي
ورک دی هغه ژوند شي ،چه ریشتیا په
درواغوشي ته را نه غلي
ته که د ژوندون په خوند او رنګ ، لږ پو هیدلی یی بیا
وګوره زما ژوند ته
ما ته د امید اوارمان هیلی دواړي
څنګه په ځغا ستو شوي ته را نه غلي
را به شی خپل کورته که
ژوندي وم آشنا بیا به تا سره لږ ووینم
که مي توری اوږدي زلفي د ګور خاوری ایري شوی ته را نه غلي
دا نړي فانی ده څوک د صبرحو صیلی ته، ښه
تو شه د آخرت غواړي
زه نورزی حیران یم، د ژوند هیلی می
په سوله کی تیاري شوي ته را نه غلي
وروستي