
د اسامه له مړینې وروسته ، ډېری
چینایان اندیښنه لري چې واشنګټن به منګولې
چېرته خښوي
تیره اونۍ د امریکا
ستر دښمن اسامه بن لادن ومړ، خو چین د امریکا د بل ستر غیبي
دښمن په اړه اندیښنه لري. په پاکستان کې د امریکا پټو عملیاتو
چې اسامه بن لادن پکې ومړ، د خبر د خپریدو سره سم،
چینایي څیړونکو د لوبې په اړه چورت پسې واخستل ،
چې د واشنګټن راتلونکې موخه به کوم ځای وي.
ولې یې ژوندی نه نیوه؟ د نظامي چارو کار پوه Guo Xuan وایې : واشنګټن
هغه ته نوره اړتیا نه لرله، چې د هغه په پلمه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه له خپلو
پولو لیرې بهر ته و غځوي. دا اسامه بن لادن وو چې امریکا ته
یې اجازه ورکوله تر څو په ګرده نړۍ کې خپل ستراتیژیک شتون خوندي او زیات کړي، هغه
څه چې پخوا نه وه. لیبیا او د ناټو یرغل لوبې ته بدلون ورکړ. دوی (
امریکایان) نور دیته اړ نه دي چې د اسامه بن لادن واک ومني.
آن چې د هغه له مړینې مخکې بیجینګ خپلې اندیښنې په ډاګه کړي، هغه دا
چې د امریکا ستراتیژي د ترهګرۍ په وړاندې له جنګ نه اوړي او د چین او نورو مخ پر
وده هیوادونو اقتصاد په خپل واک کې اخلي.
Lin Limin په لیبیا باندې
مقاله ولیکله په Contemporary
International Relation مجله کې خپره شوه هغه
کاږي امریکا نه غواړي د لیبیا په جګړه کې د مشرتابه رول ولوبوي ځکه اوس دوی پوه
شوي چې ددوی د اندیښنې وړ ټکي، په اقتصادي لحاظ غوړیدونکي هیوادونه دي.
اګر چې په لیبیا باندې د امریکا دریځ یواځې تکتیکي نه، بلکې
ستراتیژیک هم دی، دوی په دې هم پوه شوي چې دوی باید خپل پوځي ځواګ او
انرژي په مختلفو اړخونو کې ونه کاروي- په ټوله نړۍ دیموکراسي خپرول-
دوی باید خپل فکري تمرکز مخ پر وده هیوادونو باندې ډیر کړي، Lin وایې ځکه خو زموږ د
اندیښنې لپاره لاملونه شته.
په افغانستان کې د امریکا شتون د چین د سیاسي چارو
کارپوهانو لپاره وار له مخه د جنجاله ډکه موضوع ده. چین د ترهګرۍ پر وړاندې جکړه
کې ګډون د اسامه بن لادن د سیاسي اجنډا له امله وکړ، هغه غوښتل چې عرب خلافت را
منځ ته کړي او ترهګرۍ پیاوړې کړي چې د شمال جنوب سیمو
مسلمانانو ته یې مخامخ ګواښ متوجه کړی وو. خو بیجینګ د امریکا د ارادو
په اړه شکمن دی، اندیښنه لري چې امریکا په سیمه کې د اوږد مهاله پاتې کیدو لپاره
پراخه اجنډا لري، ان تردې ،چې چین ته ېې هم په زړه کې اچولې ده .
بیجینګ په رسمي توګه د امریکا په لاس د اسامه مړینه وستایله دا د
ترهګرۍ پروړاندي هڅو کې یې تاریخي او مثبت پرمختګ وباله.
د نړیوالې ټولنې لپاره ترهګري یو شریک دښمن دی. چین هم د ترهګرۍ ښکار
شوی، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د اسامه له وژولو وروسته په خبري ناسته کې
وویل :
هغې د Xinjinag بیلتون غوښتونکو ته اشاره کوله چې د چین د واکمنو په وړاندې
یې خونړۍ جګړې کولې. بیجینګ د ترهګرۍ پروړاندې جګړه د هغو هڅو سره تړلې بولي کومه
کې چې دوی بیلتون غوښتونکي مسلمانان په سیمه کې ځپي، ټینګار یې کاوه ترهګر له بهره
په شاه ټپول کیږي.
دا ټول داسې بریښي لکه د ۲۴ ټی وي سیریال چې د تروریزم د مبارزې اجنټانو جوړ
کړ ی دی، Huang Mei د
ټی وي پروډیسر وایې : څنګه پرمختللی او ډاډه به وي دوی چې له خپل ولسمشر نه غوښتنه
کوي د وژولو پیښه په پرده باندې په ژوندۍ بڼه وګوره!!.
د امریکا په وړاندې پیاوړی جنګیالی د امریکایانو په لاس ووژل شو!!
څومره بد کار وشو. تبصره کونکي وایې. بل وایې دا ریښتیا ده؟ څومره ښه! اوس یواځې
غټ ترهګر پاتې شو او هغه امریکا .
Xingjing Baoلیکي: څیړونکو د اباما
د سیاسي ګټو څیړنې پيل کړي او د هغې شونتیا لپاره یې تیاری پيل
کړچې دی دوهم ځل هم ګټونکی شي. Chen Bing واړندوینه کوي چې امریکا به د اسامه له مرګه ګټه پورته کړي ،
چې په منځني ختیځ خپل نفوذ پراخه کړي او عرب لاریونونه پای ته ورسوي.
ّّڅه عجیبه خبره ده چې ټولو امریکا ضد سیاسي
کسانو ته ګواښ کوي او دا ورته اعلانوي چې امریکا غواړي په منځني ختیځ د
خپلې خوښې حکومتونه رامنځ ته کړي.
ذغه لیکنه اول په Inter Press Service news
کې خپره شوې، وه او بيا الجزيرې خپره کړه. موږ له عربي ژبې څخه تاسو ته راوژباړله.