
محمد انور
ولید
که د نړۍ اوسنۍ وضعې ته له طبّي پلوه
وکتل شي نو ښکاره خبره ده چې ناروغ بدن ته
له درېیو لارو وایرسونه ـ باکتریاوې ـ مېکروبونه او جراثیم ور ننوځي ؛ لومړی د
خولې له لارې ، دوهم د ټپي شوي ځای له لارې ، او درېیم د تنفُس له لارې ، چې دغه
مېکروبي لښکرې تر ټولو د مخه د سالم بدن
پر انتي باډي داخلي لښکرو حملې ور وړي ، په دغه جګړه کې له دواړو خواوو مړي کېږي ،
خو که د بدن انتي باډي لښکرې له پېله کاواکه او ضعیفې وي ، نو طبیعي خبره ده چې
مېکروبي لښکرې د انتي باډي لښکرو دفاعي خطونه ماتوي ، او غواړي چې ځان د بدن هغو
نقطو ته ورسوي ـ په کومو کې چې د بدن د
واک او ارادې حُکمونه چلېږي ، تر څو وږي مېکروبونه له هغوی نه واک تر لاسه ـ او د بدني هستۍ فزیکي شکل د کېمیاوي
تعامُلاتو په مرسته په تل پاتې نېستۍ ور
بدل کړي .
دغه اوسنۍ نړۍ چې موږ په کې د غلام باز
غوندې د بل په تسمه ناست یو ـ او زموږ فکري ستر ګې یې د خپل کُفري طلسم په پلستر را تړلې دي ، لګیا دي خپل ځوځات را
باندې ښکار کوي ، که د دوښمن تر څنګ په ورېښمو کې هم پاسته او نرم پراته وو ، بیا
هم زموږ ژوند د غلامۍ دﺉ . او خپلې لاسته را وړنې د هغو نړیوالو پرازیتو په خوله
کې ور اچوو چې امیب ډوله کاذبانه پښې او خوځښت لري . دوی په دغه بشري نیمژواندي
وجود کې یوازې د پرازیت او مېکروب زیږولو دنده په غاړه لري ، تر څو انساني هستي
پرې چور او تالان کړي . دغه پټو مېکروبونو
او موریانو خو د لُقمان حکیم غوندې طبیبان هم وڅټل ـ او د سُلیمان په څېر د مادي
او معنوي زبر ځواک څښتن خلک یې هم پر ځمکه را و پر ځول . د اسلامي خلافت در وازې
یې ور ونړولې ـ د عُثماني امپراطورۍ جغرافیه یې ور ګډه وډه او ړنګه کړه ، خو اوس
لګیا دي د رسول الله په پلازمېنه کې یې له (۱۱۷)
کالو را په د ې خوا هګۍ اچولې ـ او ځالې یې جوړې کړې دي ، چې نن یې
پړسوب ټولې آسیا او افریقا ته رسېدلی ، او
ورځ تر بلې د اسلامي نړۍ د وجود درد ور سره زیاتېږي ، په غوښو یې د هوا ټپو سان او
مېکروبونه ماړه شول ، او پر هډوکو یې سوړ نړیوال تجارت روان دﺉ . په عربي نړۍ کې
دغه لاعلاجه ناروغي له یزیده را په دې خوا ور خوره شوې ، چې مړه او کاذبانه انتي
باډی یې اوس د اصلي مقابلې پر ځای یوازې د ویر د ماتم په نامه په کال کې یوه ورځ
سره را غونډېږي ـ خو په اصل کې دوی هم د همغه مېکروبونو ملاتړي دي چې اسلامي
کالبوت د مُسیلمه کذاب د نقشې له مخې له منځه وړل غواړي . او په نوره اسلامي نړۍ
کې د خپلمنځي اختلافاتو او ناپو هۍ له کبله د مسلمانانو واک او شتمني د بل په لاس
کې لوېدلې ، او د خپل کور واکمن یې تل د صحرا مېلمانه وي .
د اسلام
په بشري لارښود آسماني قانون کې د ځمکې پر سر د ژوند کولو او سیاست چلولو
واک د انسان خپل فطري حق دﺉ ، او هغه سیمې
د پیغمبر (ع) د حدیث له مخې د مسلمانانو بلل شوې دي چې وایي : (( المرعی لاقرب القری))
یعنې هغه څړځایونه د مسلمانانو دي چې تر
بل چا ددوی کلي ته ور نږدې وي . خو اوس چې ګورو دغې ورشو ګانو ته د نړۍ د هغه پورې
کلي بې څښتنه رمې ګلې او ملخان راشړل شوې
، او له یوې مخې لګیا دي د مسلمانانو د
کښت او کروندو شین ډکی یې ور پرې نه ښود . هغوی یې د پولۍ ټک ته کښېنول ، مالو نه
او اولادونه یې له لوږې او تندې مري
. په ټول
اسلامي نړیوال کور کې داسې څوک را پیدا نه شول چې خپلې ورشو ګانې له پردیو
پادو او رمو ګلو نه وژغوري ـ او خپل ژوي پرې ماړه ـ او ځان پرې هوسا او بسیا کړي .
څوک چې را پیدا شي هغه هم د پردیو لېوانو انډیوالان وخېژي .
له دې نه داسې برېښي چې په اوسنۍ نړۍ کې موږ
خواخوږی او صادق شپون نه لرو ، او دې او دېته ورته نورو مخکینو وارداتي مخکښانو خو
له اسلامي نړۍ نه د تورېستې داسې لرغونی کمیس جوړ کړی چې په کې د هر مارکېټ او هرې
فابریکې د ټوکرانو نښې تر ستر ګو کېږي . لستوڼي ـ غاړه او لمن یې په ډېره سختۍ سړی
د لرغون پېژندنې د آرشیف له مخې موندلی شي . که نه نو د هغې تشخیص هم ګرانه خبره ده . څوک چې په
دغه ډول کمیسونو کې نغښتي ـ پرته له تذکرې د هغوی د هویت ـ اصل او نسل مالومول هم
ستونځمن کاردﺉ . ځکه چې اوس مهال له اسلام نه یوازې نوم ـ او له دین نه یوازې رسم
پاتې دﺉ .
په نوره نړۍ کې د ټو لنې د نارینه او
ښځینه وګړو ( آی کیو ) له وړوکتون نه د مُتخصصینو په زیار مالومېږي ـ او په کته
ګوریو باندې سره بېلېږي . او د هر ماشوم ذهن ته د هغه د خپل ذوق او علاقې له مخې
وده ور کول کېږي . خو په مسلمانانو کې د رسول الله (ص) دا فورمول کورټ له یاده
ایستل شوی چې ویلي یې وو : (( کله چې میندې اُمید وارې شي ، او پوه شي چې ماشوم یې
په رحم کې ژوندی شوی ، نوهغې ته په کارده چې تل د قُرآن تلاوت وکړي ، په دیني زده
کړو او بحثونو کې دې ګډون وکړي ، عبادت او د الله تعالی ذکر دې وکړي چې مُستقیماً
د ماشوم په شخصیت جوړولو باندې اغېز کوي . او که اُمید واره مور په عبث او ناروا
کارونو باندې مُعتاده وي ، هر ناروا عمل چې تر سره کوي ـ ماشوم یې د مور په رحم کې
ور باندې اخته ـ او کله چې تولد او لوی شي ـ هغوی هم کټ مټ د مور غوندې ، یا تر
هغې هم په اوچته کچه فاسق ، فاجر ،فاحش او په مُنکراتو او بغاوتونو اخته د ر واخله
.)) ځکه له کرګس او ټپوس نه پرته له خوسا ډنډونو او مرداړو نه د ګُل او بُلبُل تمه
نه ده په کار . همدلته ده چې د حق او باطل تر منځ د باطل د عُدول او انحراف په
صورت کې جګړه را منځته کېږي ، او یو د بل په وړاندې د نابودۍ تر بریده سره جنګېږي
. ځکه حق د خپل الله (ج) له وېرې ـ او باطل د خپل نفس او شیطان له وېرې یو بل نه
شي سره زغملی . باطل تل د هوا او هوسونو واک اختیار غواړي . او حق پر عدل او قسط
ولاړ یو داسې نظام غواړي چې په کې انسان د انسان غلام نه وي . د الله (ج) دین حاکم
وي ، او مُکلّف انسان د نورو انسانانو او کلمه الله لوړولو ـ او یوازې د یوه الله
(ج) بنده ګۍ ته په پوره اخلاص او
ایماندارۍ سره ولاړ وي . په داسې نظام کې
چې د ټولنې کوم شریف حاجتمند سړی د وخت شریف حاکم ته د خپل حاجت پوره کولو په
تمه ودرېږي ـ په ورین تندي یې حق ور
وسپاري . او په خوشحالۍ یې رخصت کړي . او دا سې شریف حاکم به هغه څوک وي چې د
ټولنې له متن او بطن نه د ټو لنې شریفوخلکو واک ور سپارلی وي . خو که چېرته له بل
لوري د شریفې ټو لنې د متن او بطن خلاف پر شریفو خلکو د ټو لنې تر ټولو رذیل ته
واک وسپارل شي ، په هغه صورت کې که د ټولنې ډېر شریف خلک د څه کار کولو په تمه د
ټولنې ارذالو ته ودرېږي ـ نه یوازې دا چې کاربه یې هم نه کوي ، بلکي مأیوسا نه به
بېرته په څټ ترې وځي . له همدې ځایه په اسلامي نړۍ کې د خپلو ؤلسونو او چارواکو تر
منځ بې باوري او فاصلې را منځته شوې . چې په لکونو او کروړونو یې نه شي را لندولی
او خپلولی . ځکه خلک دا ډول چارواکي د ځان نه ـ بلکي د پردي وجود غړي بولي . او
هغوی هېڅکله هم لکه د ړانده ـ ګونګي او
کاڼه په څېر چې د څه لیدو او اورېدو احساس په کې نه وي ـ او په خوله څه نه شي ویلی
، همداسې دوی هم د خپل ملت درد ، لوږه ، تنده ، لوڅه ، پټه ، خوښي او خفګان نه شي
محسوسولی . ځکه ددوی پر خولو ، ژبو ، سترګو او غوږونو باندې د سکوت ټاپې لګېدلې دي
. په حق ویلو یې خولې نه چوله کېږي ، ژبې یې په حق ویلو نه ښوري ، سترګې یې حق نه ویني او غوږونه یې حق
نه اوري . ددوی ( آی کیو ) یوازې په باطلو کې وده کړې ، او خپل ځانونه یې د هغو
باطلو متخصصین جوړ کړی چې هېڅ ویښ انساني ضمیر او وجدان یې نه غواړي .
دغه ډول عناصُر په ظاهري فزیکي جوړښت
کې انساني څېرې لري ، خو په اصل کې دوی تر څارویو بدتر او یو داسې د ځنګل نظام
غواړي چې هلته هېڅ انساني ارزښت او اصالت نه وي . او د آزادۍ تر سر لیک لاندې خلک
داسې څه تر سره کړي چې په انساني او
حیواني تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی .لکه څو لسېزې وړاندې چې یوه امریکایي سړي
په کلیفورنیا ایالت کې له یوې سپۍ سره په هوټل کې په دری لکه ډالرو لګښت سره واده
وکړ د سپۍ یې دا نیل ونوموله . او دوه کاله وړاندې یوې یهودي الاصله انګلیسۍ ښځې
له دلفین سره واده وکړ ، او ویل یې چې له دې دلفین سره زما له پنځلسو کالو را هیسې
انډیوالي ده ، چې آخر دغې یهودي الاصله انګلیسۍ ښځې دلفین ته یو غټ کب د چلې پر
ځای په خوله کې ور کړ ـ او خلکو په چکچکو بدرقه کړه . دا هغه ډول دیمو کراسي ده چې
غربیان یې د همنوعانو د فطرت پر خلاف په
نور مخلوق کې عملي کوي .
خو
په اسلامي نړۍ کې د چرچل هغه فورمول عملي شوی چې ویلي یې وو: ((د اسلامي دولتو په
ادارو کې باید د ښځو له لارې فساد را منځته شي ، تر څو ادارې فاسدې ، اود
مسلمانانو دیني اړخ د چارواکو ادارو له خوا د زر ـ زور او تزویر پر مټ پیکه ـ تت
او خپله په همغو ملتونوکې د پردیو کلتورونو د ور ګډېدو او ترویج او خپلمنځي
اختلافونو له مخې له منځه ولاړ شي .د زده کړو سیستم پر جومات او دولتي ښوونځۍ بدل
شي ، د جومات زده کوونکي وچ ټوک ته ایسارـ او د اناکساګوراس د زمانې پتري شویو او
موږکانو خوړلیوکتابونو ته په محدود نصاب
کې له پامه لوېدلي پاتې شي ، او د دولتي ښوونځیو نصاب هم داسې د پردیو مُتخصصینو
له خوا ور ته په ډېر مالي لګښت جوړ شي ـ
چې نه له نورې نړۍ سره پرې سیالي وکولی شي ـ او نه یې د خپل ملت او دولت د اړتیا
تنده پرې ماته شي . تر څو له همدې ځایه د جومات او ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو
تر منځ عُقده وي تُخم وکرل شي ،جومات او ښوونځی به سره بېل شي ، ځکه مُلا او چړي
به محکومتي مدرسې ـ او ښوونکی ـ او زده کوونکی به جومات ته د ور پېښې کره کې او
نفرت له امله نه ځي ، او له همدې ځایه
دواړه خواوې په خاموش اکثریت (ملت ) کې د خپلو پلویانو پیداکوبلو په موخه یو د بل
پر ضد کار کوي ، او د خپلو ملتونو را تلونکي نسلونه په مفکوره وي او عقیده وي لحاظ
یو د بل پر ضد سره دروي ، چې په دې ترڅ کې دواړه خواوې ( هم ملتونه او هم
حکومتونه) د مُتمدنې نړۍ له کاروانه وروسته پاتې کېږي ، نو بیا په آسانۍ سره د نړۍ زبر ځواکونه کولی شي چې هغوی تسخیر ـ او
له خپلو شتنمیو یې بې برخې کړي . )) غربي نړۍ په اسلامي نړۍ کې همدا کار تر سره
کړی ، چې لومړی یې یوه سیمه نیولې ـ بیا یې په لسګونو او سلګونو کلونه هغوی وهلي
تکولي او وژلي ، تهذیب او معاشره یې ور خرابه کړې ، هر څه یې ترې وړي . او په
پایله کې یې خپلې لښکرې دور باندې تپل شوي غیر اسلامي قانون او څو فامیلي څېرو په
درولو سره چې هغوی یوازې ددوی د ګټوساتلو ترجُمانان دي په داسې حال کې ترې ایستلې چې
د عایْقو سیمو لانجمن هډوکي یې هم تر منځ پرې اېښي ، تر څو سل یو نیم سل کاله وروسته
د عایْقو سیمو بېسواده برخې یو ځل بیا د خپلو نړیوالو سترا تیژیکو موخو له پاره
لکه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پښتونستان سیمه ، د هند او پاکستان تر منځ د
کشمیر او بنګال سیمې ، د ایران ـ عراق ، ترکیې ـ سوریې ـ او آذربایجان تر منځ د
کُردستان سیمه ، د اسراْيیلو او فلسطین تر منځ د غزې تړانګه ، د سعودي او یمن تر
منځ د یمن شمالي سیمې ، د عراق او سعودي تر منځ د کویټ ، ابي ظبي او متحده عربي
امارات ، او د ایران او عراق تر منځ د هورموز تنګي ، د اېران او پاکستان تر منځ د
چستان او بلو چستان سیمه ، د مصر او اسراْییلو تر منځ سوېس کانال او سینا دښته او
داسې نورې سیمې وکاروي ، چې دادي موږ یې همدا اوس ژوندۍ بېلګې په خپلو ستر ګو وینو
. دا وېش مخکینیو یرغلګرو نړیوالو شرمښانو کړی ، او ذریه یې دادي یو ځل بیا د
خپلو نیکونو ستراتېژیکې نقشې او ماستر پلانونه په همدغو سیمو کې د خپلو دېکتې شویو
ابناءالغلامانو په څېرو کې عملي کوي . په خپلو شتمنیو یې د خپلو خلکو پر مټ غلامان
کړي ، ژوبل کړي ، وهلي ټکولي ، وژلي او بې هویته کړي دي . هغه متل دﺉ لکه چې وایي
: (( ونې له خپله ځانه ګیله وکړه چې که لاستې مې له خپله ځانه نه وای ، ولې به په
پردي تبر وهل کېدم او پرې کېدم .)) تش په
نامه له خپلو حقوقو بېخبره اسلامي نړۍ خپلو مشرانو په نورو ووهله ، مزدوره یې کړه
، شتمنۍ یې په نورو وخوړلې ، د نړیوال پر مختللي مُتمدن کاروان څخه یې وروسته پاتې
، او په خپلو کې یې سره توکړې توکړې کړه .
ښکاره خبره ده چې د موزي مال وي د غازي .