ایا دپاکستاني ګواښ  په اړه  دباراک اوباما ستراتیژي  بریالۍ ده ؟



دپاکستان په اړه زموږ دریځ پریکنده او څرګند دی  موږپاکستانیانوته وایو ،موږستاسې ملګري یو ،خو ترهګري  ستونزه ده  موږ درسره مرسته  کوو ،خو دا ستونزه باید له منځه ولاړه شي . [1]
دا د2010 ز په نومبر کې دبمبي پوهنتون محصلینو ته  دولسمشر باراک اوباما وینا وه  په دې وینا کې اوباما له پاکستان سره دخپلو اړیکوپر اړېکوغږېده ، چې له ترهګرۍ سره نږدې تړاولري  او له پاکستان  سره دستونزوپه اړه یې هم خبرې وکړې ځکه همدا ېې موخه  وه ، دهمدې لیدنې په ترڅ کې اوباما دستونزې دماهیت په اړه سپینه خبره کوي اووايي : پاکستان له بنسټپالنې  سره په جګړه کې پرمختګ کوی ، خو زموږ له خوښې سره سم پر مخ نه ځي .
داوباما دا اسیايي لیدنه  دهمدې ستونزې دحل  دلټې په موخه وه ، خو پاکستان ته ېې سر ورښکاره نه کړ اوباما لیدنه  له هند څخه پیل کړه ،چې پاکستان ورته  د ستراتیژیک دښمن په سترګه ګوري  له هند څخه دلیدنې پرمهال اوباما دوه  له ګواښه ډک دریځونه  راخپل کړې و :
v     په امنیت شورا کې دهندوستان له دایمي غړیتوب څخه دامریکا ملاتړ.
v     له ترهګرۍ سره  دجګړې پرمهال دهندوستان ملاتړ .
دکشمېر دشخړې په اړه اوباما وویل : متحده ایالات  به دکشمېر په شخړه کې لاسوهنه نه کوي  ځکه موږ ددې شخړې لپاره دحل کوم وړاندیز نه شوکولای  پردې سربېره ېې په کشمېر کې دبشرحقوقو دسرغړونې په اړه یوه خبره هم ونه کړه . خو نوموړي په 2008 ز کې دخپل ټاکنیز کمپاین پر مهال وېلی و :دکشمېردشخړې حل زما له لومړیتوبونو څخه  دی .
متحده ایالات  هغه مهال یو ځل بیا پاکستان ته اړ شول ، چې کله ېې له القاعدې لخوا ښه پاخه ګوزارونه  وخوړل  هغه دترهګرۍ له منځه وړل  دهر چا لومړیتوب شو او پاکستان بیا په افغانستان کې دواکمنو طالبانو پالونکې او سمبالونکې هېواد ود طالبانو له برکته  دالقاعدې مشران هم په ډاډه زړه په دې غرني هېواد ګرځیدل او د دوی له منځه وړلو لپاره  ښه وسیله داوه ،چې دپاکستان او طالبانو ترمنځ داېتلاف  کړۍ ماتې شي کله ،چې طالبان راوپرځول شول القاعده خپله له دې ځایه ځي .
دترهګرۍ دچارو امریکايي کارپوه اشلي جي تیلیس [2 ]پردې ټېنګار کوي ،چې پاکستان دترهګرۍ  په نړیواله جګړه کې دمرکز حیثیت لري .
دامریکا ولسمشر دجګړې له پیل وړاندې ویلې و : ( څوک ،چې له موږ سره نه دې هغه زموږ پر ضد دی )اوس نو دجهادي اسلام له منځه وړل دامریکا ستره اندېښنه  ده  پردې سربېره دامریکا ناڅرګندې موخې دچین راایسارول ، منځنۍ اسیا ته نږدې کېدل او هلته دقزوین سمندر تیلو ته سترګې پټول  .
 دپخوا په پرتله اوس ددې اړتیا لیدل کېده ،چې دسیمې لپاره یوه نوې  ستراتیژي جوړه کړي  ددې ستراتیژۍ لنډیز دا شو ،چې پر پاکستان باید فشار  راوړل شي ،چې  په سیمه کې جهادي  ډلې ټپلې ، چې په سر کې ېې طالبان ، القاعده او په پاکستان  او کشمیر کې جهادي ډلې دي .
د2001 ز د 12 /20 مه واشنګټن پوست په خپله سریزه کې وکښل :له ترهرګرۍ سره دمبارزې  راتلونکې پړاو به  دا ځل له عراق او سومال  وړاندې  په پاکستان کې پیلیږي ځکه په دې هېواد کې ځینې جهادي ډلې شته او هندوستان پرې تور لګوي ،چې د دوی په پرلمان برید همدې ترهګرو کړې دی .
 ورځپاڼه  زیاتوي هند ځان دومره کنترول کړ ،چې اټکل ېې نه کېده او مناسبه ده ،چې دامریکااو اسراېېلو په څیر له ځانه  ددفاع حق ولري  او دا هم کومه تصادفي خبره نه ده ،چې هندوستان ته دامریکا او اسراېېلو په سترګه کتل کیږي .نیویارک ټایمز بیا کاږي :دپاکستاني څارګرې ادارې  او طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې دومره ژورې  او پیاوړې دي ،چې  دپاکستان له اړخه  ددوی پر ضد دجګړې خبره په اسانه نشي منل کېدای  ځکه دisi  پخوانی مشر جنرال حمیدګل دپاکستان لپاره دامریکا پر تګلارو سختې نېوکې کوي .
 
له  بل پلوه دامریکا په حکومت او کانګرس کې یوه ډله پردې باور  ده ،چې پاکستان  له امریکا سره په چلند کې له دوه مخې کار اخلي  اسلام اباد له  یوه پلوه  ځان داسې څرګندوي ،چې دامریکا له تګلارو ، ،چې واشنګټن ېې ترهګري بولي ملاتړ کوي  او ددې شونتیا شته ،چې له امریکا سره دومره مرسته وکړي ،چې هیڅوک ېې اټکل هم نشي کولای ، خو په ورته وخت کې دپاکستان پوځ بیا پردې  ښه پوهیږي ،چې ددوی ستراتیژيکې ګټې  له طالبانو او القاعدې سره غاړه غړۍ دي او دا هغه (قطعه / تاش ) دې ،چې هر وخت ېې کارولې شي  او که له لاسه ېې ووته  نو امریکا او ملګري به ېې پاکستان ته مخ راواړوي  او د دوی هر ډول وړتیا وې به له منځه یوسي .
ځکه خو امریکا تل هڅه کوله ،چې  دپاکستان له  دوه مخیتوب سره څه ډول چلند وکړي ؟ د2009 ز په مۍ میاشت کې افغانستان او پاکستان ته دولسمشر اوباماځانګړی استازي  ریچارډ هولبروک  یوه کمیسون ته دامریکا دستراتیژۍ په اړه وویل :متحده ایالات  په پاکستان  کې ولسي  وړتیاوې  او حکومتي امکانات پرداسې بڼه پیاوړي کوي ،چې داقتصادي ګواښونو مخه ونیسي ، خو دا هرڅه  له فساده پاکې ادارې ته اړتیا لري  ترڅو داسې وړتیاوې رامنځته کړي  ، چې  له ترهګرۍ سره مبارزه  وکړي  او دسختدریځه  پټنځایونه  له منځه یوسي  پردې سربېره دمعلوماتو دراکړې  ورکړې په برخه  کې ستراتیژیکه  همکاري وکاندي  او دترهګرو دمطبوعاتي پروپاګنډ مخه  ډپ شي دالقاعدې او نورو بنسټپالو ډلودله منځه وړلو په بدل کې باید له پاکستان سره  باید ځانګړې مرستې  تصویب شي  او ددې موخو دلاسته  راوړلو په برخه کې دپاکستاني حکومت دژمنیا لپاره باید یو اساس  وټاکل شي .چې حکومت څومره ژمن دی . په بله مانا  هولبروک  له پاکستان سره مرستې  دې پورې وتړلې ،چې اسلام اباد دالقاعدې او نورو وسله والو ډلو په ځپنه کې څومره ژمن دی  .
کله ،چې د2009  ز  په لومړیو کې  باراک اوباما واک ته ورسید  موږ دامریکا په ستراتیژۍ  بدلون ولید او دبوش له هغې چوره بدله  وه  او دا بدلون په درېو محورو کې په بنسټیزه توګه راڅرګند شو :
·        دافغانستان او پاکستان  موضوع  یو ځای کول ،چې اوس  د( افباک ) په ستراتیژۍ یادیږي .
·        دکیري لوګر پروژه .
·        دستراتیژیکو خبرو لپاره  ناستې او غونډې .
دلته به  هڅه وکړو ،چې  د( افباک ) ستراتیژۍ ته یو څه تم شو :
افباک :
دا دافغانستان او پاکستان دستونزې او کړکیچ  په اړه  ګډوله ډوله ستراتیژي ده ،چې په یوه پلان کې ېې سره اوډلې ده او منځپانګه ېې داده ،چې په متحده ایالاتو کې سیاستوالو پوره  8 کاله څیړنه وکړه او دې پایلې ته ورسیدل ،چې دافغانستان له ډنډه وتل یوازې  دپاکستان له لارې شونې دي د دواړو ولسمشرانو په اداره کې  پردې تود بحث روان و ، چې موږ دچارو لومړیتوب افغانستان ته ورکړو اوکه پاکستان  ته  پردې ستراتیژۍ د( افباک  نوم کیږدو او که دباک اف ؟؟
داوباما دملي امنیت سلاکار جنرال جیمس جونز  خبریالانو ته  ددې ستراتیژۍ په اړه معلومات  ورکول ،چې څرنګه رامنځته شوه [3 ]نوموړی  وايي : (دا ستراتیژي  د دوو میاشتو دپرلپسې کار پایله وه ،چې د 2009 ز دمارچ پر 27 مه نېټه  اعلان شوه دافغان ، پاکستاني چارواکو سره له جدی ناستو اوخبرو وروسته ېې رڼا ولیده پردې سربېره خپله دامریکايي ادارو ،اېتلافي ملګرو، ناټو ،بسپنه ورکونکوهېوادو ، نړیوالو ټولنو او خپله دکانګرس له غړو سره په دې اړه ډېر رغنده بحثونه شوې دي .لکه څرنګه ،چې ولیدل شوه دا ستراتیژی داوباما له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي  او دملي امنیت  دسلاکار له  خولې  واک ته له رسیدو دوه میاشتې وروسته ېې رڼا ولیده .
نیوزویک امریکايي مجله  [4 ] پردې باور ده ،چې پاکستان  له افغانستان  ډېر مهم دی  او لاملونه ېې په دې توګه دي اتومي پروګرام او وسلې لري ، نفوس ېې ډېر دی ، په پاکستان کې یو شمېر مشهور ترهګر پټ دي  ددې ترڅنګ  له  هندوستان سره  دجګړې تاریخ لري .
مشهور امریکايي لیکوال فریدزکریا په نیوزویک کې کاږي :داوباما ادارې  نوښت  و په دې کې و ،چې پر ستونزه ېې ګوته کېښودله  اولوړوپوړوچارواکو په افغانستان  کې دامریکا هڅې او لاسته  راوړنې  نورې نه یادولې  او پر ځای ېې له ( افباک ) خبرې کولې او ټېنګار ېې دا وه ،چې په افغانستان کې  بریا په دې کې رانغښتې ده ،چې په پاکستان کې جدي او پریکنده ګامونه پورته شي . دې خبرو پاکستانیان  ورخطا کړل ، خو پیغام ېې هم تر لاسه کړ او دا ېې له غوږه  ورتېره کړه تاسې کولای شې ،چې دحل یوه برخه اوسې نه دستونزو [5 ].
امریکايي لیکوال ډیویډ روډ کاږي : ددې پلان  منځپانګه  او موخه  داده ،چې افغانستان کې سوله  او ټېکاو رامنځته نشي  پاکستان به همداسې  بې ثباته وي . [6 ].

( افباک ) ستراتیژي  ځینې مهمې برخې په دې توګه دي :
·        په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو شمېر زیاتول ،چې ټولټال  70 زره سرتیرو ته ورسیږي  دیادونې ده ،چې له دې وړاندې 40 زره امریکايي سرتیري شتون درلود پردې سربېره 68197 قراردیان شته ، چې دکال هر سرتیری  یو ملیون ډالره لګښت غواړي  [7 ].
·        دافغان ځواکونو وړتیاته وده ورکول ، دشمېر ډېرول ، چې دامنیت ساتنې جوګه شي .
·        په امریکايي شرطونو طالبان خبرو اتروته راماتول .
·        په تدریجي توګه له افغانستان څخه دناټو ځواکونو وتل .
·        دسېمه ییزې ډیپلوماسۍ داسې کارونه ،چې  دسویلي اسیا ټول  مهم لوبغاړي په کې خپله ونډه ولري .
لکه څرنګه،چې ولیدل شو ددې پلان  ډېرې برخې له افغانستان اویا له ځینو بهرنیو اړخونوسره تړا و لري  او دمقابل لوری  هیڅ یادونه په کې نه ده شوې  . یوازې  پر دې یادونې بسنه شوې ده ،چې موږ باید پاکستان ته  پاملرنه وکړو  . اوس داسې ښکاري ،چې دپاکستان په اړه ستراتیژي همداسې  ګونګه او په پرده کې نغښتل شوې ده .دستراتیژۍ له جوړونې راوروسته  په پاکستان کې ،چې څه ولیدل شول هغه نظامي عملیات و ،چې په  دې وروستیو کې ېې زور اخستې دی  او مختلفې بڼې ېې راخپلې کړې دي .
لومړی : په پاکستان  کې دCIA فعالیتونه  :
پاکستانۍ لیکواله  او څېړونکې شرین مزاري  دلومړي ځل لپاره په پاکستان کې  دامریکا دپټ (سري ) شتون په اړه معلومات خپاره کړې دي  دا فعالیت  له توربېلې  هوايي  اډې څخه  دهغو کسانو پر مټ پیل شوې ،چې ځانونه ېې نظامي روزونکي  معرفی کول  ددې ترڅنګ  دامریکا دځانګړوامنیتي شرکتونو قراردیانو هم خپله ونډه درلوده  همدې ځواکونو له دې وړاندې دامریکا لپاره  په عراق کې هم دقراردي ځواکونو په توګه دندې ترسره کړې وې .
بلوچستان  کې هم امریکا خپل فعالیت پیل کړې و او هغه مهال ډېر شو ،چې کله امریکا وغوښتل له دې ځایه دایران  پر ضد پټ عملیات  ترسره کړي جنرال مشرف  امریکایانو ته  دا اجازه ورکړې وه ،چې په دې ایالت کې په  ارت مټ خپلې چارې ترسره کړي . ددې ترڅنګ په بندري نومې سیمه کې یوه بله هوايي اډه هم شته ،چې دخاران له سویل څخه 78  کیلومتره لیرې پرته  ، خو شیمسي هغې ته نږدې ده ،چې دایران  پولو ته څېرمه  ده له همدې سیمو امریکايي ځواکونو  په پرلپسې توګه خپل پراوزونه  ترسره کول . [8 ]
مزاري  وايي : په پاکستان کې دامریکا پټ ( سري ) شتون دیوه جال بڼه غوره کړې و ،چې په سویل کې له سند او بلوچستان  څخه  تر سویل لویدیز  پورې  ،چې پنجاب ، پلازمینه  اسلام  او پېښور کې په شامل دي  خپور شوې و . اوس  په پاکستان کې دامریکايي پټو څارګرو تر څنګ  سمندري ځواکونه  هم په سپینه ورځ  لګیا دي خپل کارونه  ترسره کوي  ان دا ،چې دپاکستان اتومي بټیو ته هم نږدې شوې دي .
واشنګټن پوست  ورځپاڼه  [ 9 ] هم دا حقیقت مني او دامریکايي او پاکستاني څارګرو ترمنځ  دمرستو او همغږۍ  په اړه ېې پوره معلومات او کره معلومات  وړاندې کړې دي  دبېلګې په توګه دواړو هېوادونو دپاکستان په شمال لویدیز کې پېښور ته څېرمه  دنظامي استخباراتو یو ګډ دفتر پرانېستې دی او په دې اړه خبرې  روانې  دي ،چې ورته  دفتر  کوېټې ښار ته څېرمه پرانیزي .
داندېښنې وړ خو دادې ،چې ورځپاڼې هم رااخستې دي  CIA  اوس  دومره واک  لري ،چې په پاکستان کې دننه  ځینې سیمې او موخې دسپینې ماڼۍ له اجازې او موافقې  پرته  په نښه کړي  . ورځپاڼه  زیاتوي  د دومره همغږۍ او مرستو سربېره  هم دواړه خواوې  یو بل پر  باور نه لري  او هر یو دا انګیري  ،چې دا مرکز یوه وسیله ده ،چې یو بل وڅارل شي . یو چارواکي دا هم وویل : پاکستانیان کولای شي ،چې له مختلفو ځایونو څخه  انځورونه  تر لاسه  کړي  ،چې په دې دڅار نظامي الوتکې هم شاملې دي . دا بې باورۍ ښه بېلګه ده .
دویم : دبې پیلوټه الوتکو بمباري  :
دولسمشر جورج  بوش  دواکمنۍ  پر مهال دبې پیلوټه  الوتکو بمباري  یوه ستراتیژي  وګرځيده ، خو دباراک اوباما  دواکمنۍ پر مهال  دا ډول بمبارۍ  ډېرې او ګړندې شوې .
 
اخځلیک  http://counterterrorism.newamerica.net/drones
دبې پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه  دامریکاموخه داده ،چې  دپاکستاني طالبانو او القاعدې  دسر سړي په نښه کړي او خپل کسات  ځنې واخلي ځکه  دوی دافغانستان  له طالبانو سره مرستې  کوي ،چې له بهرنيو ځواکونو سره  جنګیږي او د سر او مال دروند زیان  ېې وراړولې  دی .
سټراټفور امریکايي موسسې  [10 ] ،چې دنړیوالو چارو په برخه کې مسلکي څېړنې لري  او پر خپل خپرونو او لیکنو ېې د وړاندوینې  ، ژورې شننه  ، نړیواله  څارګري  شعار لګولې وي  وايي : ډیورنډ کرښې ته څیرمه  دامریکايي نظامي فعالیت ،چې په لویه کې ېې دبې پیلوټه الوتکو پر بمبارۍ  او دځانګړو ځواکونو پر عملیاتو ډډه لګولې ده دا به  په 2010 ز  کې دکړکیچ او ستونزو یوه ځانګړنه  وګڼل شي .
دیادونې ده ،چې امریکا تل دهغو څرګندونو په اړه خپل غوږونه ګاڼه  کړې وي ،چې ددې بریدونو په اړه ېې پاکستان او نور کوي  ځکه ،چې دا نااعلان شوې  ستراتیژي ده .
په پیل کې ستراتیژي داسې وه ،چې دبې پیلوټه الوتکو بریدونه  به یوازې  دالقاعدې دمشرانو دنښه کولو لپاره کیږي  هماغه و ،چې د 2010 ز دمی پر لومړې  نېټه ېې  دالقاعدې درېیم مشر مصفطفی ابو الیزید – په افغانستان کې دالقاعدې مسوول - په نښه کړ  ، خو وروسته  ېې  ددې بریدونو شمېر زیات  کړ او دامریکایانو له انده ېې یو شمېر ترهګر په نښه کړ ې دي  .
له ترهګرۍ سره دمبارزې  دچارو یو مسوول  له CNN  سره په خپلو خبرو کې ویلي و : اوس زموږ تګلار داده ،چې  دترهګریزو موخو دنښه کولو پر مهال  ډېرې ډلې او ګروپونه  په نښه کړواو دا دپخوا برعکس ،چې هغه مهال مو یوازې دالقاعدې دسر سړي  په نښه کول . دا امریکايي چارواکې وايي : دا ستراتیژي  ددې لپاره رامنځته شوې ده په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژغورل شي  ځکه جنګیالي  د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته  فعالیت کوي او موږ کولای شو ،چې په نښه ېې کړو . [11 ]
اوس خبره داده ،چې داستراتیژي څنګه ارزولې شي ؟ او څومره بریالۍ ده ؟
 
په هرتداج امریکايي موسسه کې دپاکستان دچارو کارپوهه څېړونکې لیزا کیرتز وايي : د( افباک ) ستراتیژي له  څېرمې ناکامه  ده او کومه دپاموړ پایله نه لري ځکه د پاکستاني پوځي مشرانو سره دخبرو پرمهال دا راته جوته شوه ،چې دوی له متحده ایالاتو سره  دافغانستان دطالب  مشرانو دنیونې یا وژنې په برخه  کې مرسته نه ده کړې دا مشران  اوس هم په پاکستان  کې مېشت دي بله خبره داده ،چې وضعیت پیچلې دی او دپاکستانیانو له انده دوی نه پوهیږي ،چې امریکایان  دراتلونکې لپاره څه ستراتیژي لري  څه غواړي ؟  لیزا کیرتزا زیاتوي :  پاکستان  دولسمشر اوباما  دهغې  ژمنې  په اړه  شکمن دي ،چې ویلې ېې وو زموږ  سرتیري  به د 2011 ز په جولای کې له افغانستانه  په راوتلو پیل وکړي . دوی  ددې ژمنې په پلې کولو کې  دومره جدي نه ښکاري . [12 ]
کیرتز وايي : دافغانستان  په اړه د پاکستان  او امریکا دریځونه  او موخې  هم ورته  نه دي پاکستان وايي : هندوستان  باید په افغانستان  کې نور نفوذ ونه کړي  ، خو متحده ایالات  بیا بل څه وايي : دا به سمه او مناسبه نه وي ،چې افغانستان  یو ځل بیا دترهګرو ځاله شي او له همدې ځایه دامریکا پر ضد خپل فعالیتونه  بیا له سره تنظیم کړي .
دچارو کارپوه هارش  وايي : پاکستان  له امریکا بل څه غواړي  او هغه  له دې هېواد سره داتومي همکاریو د تړون لاسلیکول دي اسلام اباد غواړي ،چې امریکا ورسره  هغه ډول چلند وکړي لکه له هند سره ېې ،چې کوي  دا مهال بیا پاکستان کولای شي ،چې  له متحده ایالاتو انرژي  او اتومي  ټیکنالوژي  ترلاسه  کړي [13 ]. بل لیکوال  د( افباک ) ستراتیژۍ په اړه بیا وايي : دا سمه نه ده ، چې هندوستان  دې له ( افباک ) څخه لیرې شي او یا دې له پامه وغورځول شي ځکه په دې درې واړو هېوادو کې ټیکاو او ثبات له یو بل سره کلک تړاو لري  اوس  خو هندوستان  داسې ښکاري ،چې له دې ستونزې  سره کوم تړاو یا اندېښنه نه لري ، خو رښتیا خبره داده ،چې هندوستان له روان وضعیت سره له څو اړخونو تړاو لري  [14].
      
[1]سوا راديو :7/11/2010
[2] U.S. Strategy: Assisting Pakistan’s Transformation - Ashley J. Tellis - THE WASHINGTON QUARTERLY _ WINTER 2004-05
www.twq.com/05winter/docs/05winter_tellis.pdf
[3]President Obama's Afghanistan-Pakistan (AFPAK) Strategy- General James Jones- Foreign Press Center- March 27, 2009- U.S. State Department- FPC Briefing
http://fpc.state.gov/120965.htm
[4]Pakistan’s Fickle Ally- October 09, 2009- newsweek.com
http://www.newsweek.com/2009/10/09/pakistan-s-fickle-ally.html
[5]A Victory for Obama-FareedZakaria-Newsweek mag.
http://www.newsweek.com/2010/03/11/a-victory-for-obama.html  
[6]Miscalculations in U.S. Afghan Offensive- David S. Rohde- The Council on Foreign Relations - April 9, 2010
http://www.cfr.org/publication/21863/miscalculations_in_us_afghan_offensive.html
[7] له افغانستان څخه دوتلو لار  - وليم بولك - المستقبل العربي مجلة  - مركز دراسات الوحدة العربية -عدد 372 – فبروري  2010
[8]Pakistan trappedintheusgameplan -op
[9]الشرق الأوسط :30/5/2010
[10]  ستراتفورموسسې دا راپور   4 يناير 2010 ز کې خپور کړې  او  المستقبل العربي مجلې دجولاي  2010  ژباړلې  دی .
[11]http://edition.cnn.com/2010/WORLD/asiapcf/05/04/pakistan.drone.attacks/index.html
[12]Afpak strategy- phonetic transcript of a radio story broadcast by PRI’s THE WORLD- April 5, 2010
http://www.theworld.org/2010/04/05/afpak-strategy/
[13]Prime Time for Pakistan's Military-Harsh V Pant-International Relations and Security Network-24 Mar 2010
[14]Miscalculations in U.S. Afghan Offensive –OP.CIT