پرويز مشرف سره مرکه

ژباړونکی: رفيع الله نبيل
د پاکستان پخواني ولس مشر پرويز مشرف، د امريکا هغه بريد، چې اسامه بن لادن پکې ومړ، د پاکستان د  خپلواکۍ پر وړاندې تيری وباله.
تاسې د اسامه بن لادن  د مړينې په هکله څه فکر کوئ؟
زما په اند، دا  پاکستان اود نړۍ سوله خوښوونکو لپاره بريا ده. ددې ویلو سره يوه ربړه شته، هغه دا چې دا د پاکستان پر خپلواکۍ تيری و. زه کلک باوري يم، چې ددي پېښې په اړوند د پاکستان خلک ډېر حساس دي. د پاکستان دننه د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کول د پاکستان پر هوايي حريم  تیری دی، همدارنګه د امریکايي ځواکونو دغه حمله هم  زموږ  د خپلواکۍ په وړاندې تیری دی.


ايا د هغه شتون په پاکستان کې هک کړئ؟
شونتیا وه- هو،  خو دده اوسیدو په ابيټ  آباد ډېر هک کړم.  هو، دا ډېره هېښوونکې ده، ډېره  ناهيلي کوونکې  هم ده.
هغه، پلازمېنې ته نږدې په نظامی ښار کې اوسیده.  امریکایان به  دا څنګه  تعبير کړي؟
سوالونه ځواب شول. زه هم دا شکونو درک کوم. په شخصي توګه دغه اردو له پخوا پیژنم،  په دې پوهیږم، چې دوی په کې ښکېل نه دي. د دوی له لوري چې کومه بی پروايي شوې  پلټنې ته اړتیا لري. څنګه شوني ده چې دوی نه پوهیدل؟
داسې تورونه هم وو، چې د تندرو او ستا د اردو تر منځ څه جوړ جاړی و، ته هم خبر وې؟
پښتانه او طالبان، ټول یو ډول ښکاري. ټول ږیري لری. وسلې لري. نو څنګه به څوک پوه شي چې څوک طالب او څوک پښتون دی؟ دغه ستراتیژۍ چې د ( قبایلی مشرانو سره یوځای کیدل) په لودیځ کې ناسم پوهاوی رامنځ ته کړ، هغه دا چې زه دوه مخی يم.اوس څنګه کېداشی چې زه دې دوه مخی يم، د هغه چا په وړاندي چې زه ولاړ یم، هغوي پر ما حمله وکړه، څوک چې زما وژل غواړي؟ چا چې په زرګونه عسکر ووژل.
ایا ستا له تلو وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې مړاوي شوی دي؟
په کومه کچه باور او اعتماد چې د دوو اردوو، پوځي قوماندانانو، استخباراتی ادارو، د دولت په کچه زما او بوش، په ټیټه کچه د وزیرانو تر منځ وه – زه فکر نه کوم چې اوس د شتون ولري.
څه تر ګواښ لاندي دي؟
که چېری سیمه ارامه نکړو،  موږ د ترهګرۍ او تندروی پراختیا ته بلنه ورکوو.
ایا پاکستان ارام دی؟
فکر کوم نا ارامي په زیاتیدو ده.
سیاست ته د را ګرځیدو پلان مو کله دی؟
زه باید د راتلونکو ټاکنو مخکې پاکستان ته ولاړ شم.
له نیوزویک نه په مننه