
رحیم جاوېد
مې شپږمه 2011
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مې په دوهمه، د امریکایي ځواکونو په لاس د اسامه بن لادن د وژنې اعلان وکړ. اوباما دا هم وویل، چې د اسامه بن لادن په وژنې سره د 2001 د سپتامبر 11 مې پېښې قربانیانو په اړه عدالت پلی شوو.
که د اسامه بن لادن وژنه، څرنګه چې امریاکي چارواکې ادعا کوي، ریښتیا وي نو امریکا د لس کلو وروسته په خپل پیل کړې جګړه کې د سپتامبر یوولسمې په پیښه کې د خپلو ادعاشویو شا اوخوا 3000 وژل شویو امریکایانو غچ واخیست. اسامه هماغه وخت د دغه حملو پړه منلې وه.
په دې توګه امریکا د خپل پخواني سرښندوونکي امریکایي پلوه مجاهد او په وروستیو کې ستر نړیوال تروریست! ظاهرا وواژه. په دې لیکنه کې پر دې خبره چې د اسامه وژنه څرنګه تر سره شوه، بحث نه کوم، بلکه د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د امریکا حکومت او دهغه متحدینو دوه ګونی په چلند خبرې کوم.
د اسامه وژنې په اړه د اوباما د اعلان نه وروسته، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د اسامه بن لادن وژنه وستایله او ویې ویل، چې ټرورېستان په افغانستان کې نه، بلکه له هېواده بهر دي. خو د ده دا خبره یوازې د حقیقت یوه برخه جوړوي. نوموړي، «ملګري» تروریستان چې د ده ترزنې لاندې ګرځي، د ده له سیاسي ملاتړه برخمن دي او امریکا یې په پیسو او د دغه میراث هېواد په څوکیو نازوي، سترګې ړندې کړې.
حامد کرزي د اسامه د وژنې په اړه په داسې حال کې وینا کوله، چې تر اسامه ډیر څرګند ترورېستان او د بشرحقوقو څار ډلې په حواله نړیوال جنګي جنایتکاران( فهیم او خلیلي) یې دواړو خواوو ته سرې سترګې ولاړ وو. له دې نه د تروریزم او انسان وژنې په اړه د حامد کرزي د خبرو د ریښتینتوب ډیرښه اټکلېدای شي.
د امریکا واکمن، دې پوښتنې ته هېڅ قانوني او اصولي ځواب نلري، چې ولې د خپل هېوادوالو د وژونکو د تعقیب او وژنې لپاره په زرګونو کیلومترو مزل کوي، نور هېوادونه اشغالوي، په بیلیونو ډالر مصرفوي، خو کله چې خبره افغانستان ته راشي، برعکس، بیا پر افغانانو د هغوی قاتلین بېرته واکمنوي، بې له دې چې لږ ترلږه د اخلاقي پلوه ځان پړ احساس کړي. آیا له انساني کرامت او ارزښت پلوه د افغان انسان او امریکایي انسان تر منځ کوم توپیر شته؟
د همدغه بشر حقوقو د قوانینو له مخې، چې دوی یې تر ټولو مخکې د هغو د نړېوالتوب دعوا کوي، څنګه توجیه کېدای شي، چې د 3000 امریکايي انسانانو د وژنې مسوولین دې تعقیب شي او ووژل شي، خو د لږ تر لږه 60 000 افغان انسانانو قاتلان دې نه یوازې آزاد وګرځي بلکه په پیسو او څوکیو ونازول شي.
که د اسامه په اړه، امریکا حکومت او په تېره بیا د سپتامبر د پېښې قربانیان عدالت غواړي او دغه عدالت یو روا ارمان ګڼي، بیا خو افغانان هم د همدې ځمکې د مخ انسانان دي،د بشریت بر خه دي، له بلې سیارې نه دي راغلي او د هماغه بشر حقوقو د قوانینو له مخې عدالت غواړي، چې له هر چا مخکې، هغوی یې ورته ټوله نړۍ په درناوي مکلفوي.
که د امریکا حکومت، د خپل هېواد نه په زرګونو میله لېرې، خپل ضد تروریستان حتی په غرونو او غارونو کې نه شي زغملای، نو افغانان یې څنګه او له کومو بشري اصولو له مخې باید تر هغوی خطرناک جنایتکاران د مدام العمر واکدارانو په توګه ومني.
دغه پوښتنه له حامد کرزي هم کیږي، چې د دری زرو امریکایانو قاتلانو پر وژنه خوښي څرګندوي، خو د خپلو لسګونو زرو بیګناه افغانانو پر وژونکو او دهغوی د پت او ناموس پر دښمنانو یې چې تر څنګ یې ناست دي، پارلمان او حکومت یې پرې ډک دی، له سره سترګې پټې کړي دي.
افغانان له لسیزو راهیسې، د ناتار او بې عدالتیو ښکار ګرځيدلي او د سزا نه د جنګي جنایتکارانو د معافیت نه سخت کړیږي، چې نه یوازې عدالت ته نه دي سپارل شوي، بلکه په دغه میراث او بې څښتنه وطن کې تر ننه د پردیو پر مټ، خپله ناروا واکمني چلوي.
د تېرې لسیزې په پیل کې په افغانستان کې د بشر حقوقو ضد جنایتکارانو د محاکمې بالقوه شونتیا رامنځته شوه، خو د امریکا په خوښه او اراده، ملګروملتونو چې په افغانستان کې به یې هره مسله د بشر حقوقوسره تړله، عدالت ته شا کړه او په دې پلمه چې سوله تر عدالت لومړیتوب لري، د جنګي جنایتکارانو څرګند ملاتړ وکړ. هغه سوله چې تر نن پورې چا په سترګو و نه لیده. حامد کرزي هم د سولې؟! او ملي مصلحت؟! په پلمه خو په واقعیت کې د خپلو شخصي ګټو لپاره، د جنګي جنایتکارانو ملګری شو. خو دا دی له هغه وخته لس کاله تېر شول، مګر نه وطن ته سوله راغله او نه ملي مصلحت پر ځای شو. په دې توګه، هم نړیوالو او هم حامد کرزي، په دې حقیقت سترګې ړندې کړي، چې عدالت په خپله د ټولنې یو ستر مصلحت دی.
هغه حکومتونه او افراد، چې په افغانستان د جنګي جنایتکارانو ملاتړي دي او دهغوی حضور په افغان حکومت کې د سولې او سوکالۍ لپاره اړين ګڼي، باید په نړۍ کې د عدالت او د قانون واکمنۍ پرته یوه چلېدونکې دموکراسي را په ګوته کړي، چې افغانان یې هم ترې زده کړي! که داسې نه وي، چې بې له شکه همداسې ده، نو بیا ښه خبره دا ده چې هغوی زمونږ د ولس رېټل شوي جنایتکاران، خپلو هېوادو ته بوځي، هلته یې واکمن کړي، دموکراسي! دې پرې غښتلې کړي چې د دوی په خبره، سوله! او هوساینه! ورته راولي. خو دپام وړ خبره دا ده، چې د دغه ظالمانه نظرپلویان، هغه حکومتونه دي، چې په خپلو هېوادونو کې ان د حیواناتو او حشراتو حقوقو ناقضینو ته هم سزا ورکوي.
زه نه پو هیږم، هغوی چې د عدالت نه وېره لري او هغه ترملي مصلحت؟! قربانوي، څه فکر کوي، چې د عدالت په ټامینولو سره به په وطن کومه ستونځه رامنځته شي. آیا تر دې ستر ناورین شته، چې تر نن پورې هره ورځ په هېواد کې مو بمونه اوري، کلي مو ورانیږي او هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږي.
له عدالت نه دغه معافیت هغه وخت ان رسمي بڼه پیدا کړه، کله چې په 2007 کې د افغانستان تش په نامه پارلمان کې بدنامو جنګي جنایتکارانو د ملي مصالحې په نوم د «ځان بښنې» یو ظالمانه سند جوړ کړ او د خپلو تېرو او روانو جنایتونو په دوام یې افغان ولس خصوصآ د هغوی د جنایتونو قربانیان، له عدالت نه بې برخې کړل. دغه سند بیا وروسته په لږ شکلي توپیر سره، چې بیا هم په عمل کې د جنګي جنایتکارانو جزایي معافیت تضمینوي، حامد کرزي لاسلیک کړ او په دې توګه نوموړی هم په واک کې د درجن، درجن جنایتکارانو سره مل شو.
د نړیوالو او شرعي قوانینو له مخې، هېڅ څوک په هېڅ رسمي ظرفیت کې دا حق نلري، چې په خپل سر د وګړو پر ضد جنایتونه وبښي. د بشر حقوقو ضد جنایتکارانو بښل یوازې د قربانیانو حق دی او بس.
د (ځان بښنې) دا سند په داسې حال کې رامنځته کړای شو، چې د افغانستان د بشر حقوقو سازمان د یوې سروې له مخې، په سلو کې 61 پوښتل شویو افغانانو د جنګي جنایتکارانو بښنه رد کړې وه او 39 په سلو کې یوازې په هغه صورت کې د جنګي جنایتکارانو عفو منلې وه، چې هغوی په رسمي توګه پر خپلو جنایتونو اعتراف او د ولس نه د بښنې غوښتنه وکړي. په دغه څېړنه کې 75 په سلو کې پوښتل شویو افغانان په دې عقیده ول، چې د جنګي جنایتکارانو محاکمه کول په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کوي او یوازې اوه په سلو کې له دې نظر سره مخالفت درلود. همدارنګه، په سلو کې 91 افغانانو، د واک څخه د جنګي جنایتکارانو د لېرې کولو غوښتنه کوله.
حامد کرزي، په داسې حال کې په نوموړې سروې کې د عدالت لپاره د افغانانو د غوڅ اکثریت څرګندو غوښتنو او ارمانونه ته سپکاوی وکړ، چې د همدې ولس یوازې په (50+1) رایو په مټ یې لږترلږه د لس کالو لپاره د ولسمشرۍ چوکۍ ټینګه کړې ده.
له پورتنیو څرګندونو دې پایلې ته رسیږو، چې امریکا، د هغې متحدین او د هغو په پل تلونکی افغان ولسمشر یوازې ( دښمن) تروریستان افغانستان او نړۍ ته ګواښ ګڼي او ( ملګري) ترورېستان که څه هم تر دښمن هغوی هم افغانستان او هم نړۍ ته خطرناک دي، چې په ریښتیا هم دي، نازوي او پالنه یې کوي. خو دا د لسټوني ماران به خا مخا یوه ورځ دوی هم و چیچي.
په دغه نظر ټینګ ایمان او باور لرو، ترڅو چې افغانانو ته عدالت ورنکړل شي او بشر حقوقو ضد جنایتونو مسوولین که هغوی پروني دي که ننني، که ښي لاسي دي او که کیڼ لاسي او که په هر رژیم او ډله پورې اړه لري، عدالت ته را کش نه شي او د خپلو کړنو ځواب و نه وایي، افغانستان او افغانان به هېڅکله هم د ریښتنې او دایمي سولې مخ و نه ویني.