
په تېره اوونۍ كې د افغانستان
د تاريخ د دوه تورو روځو ياد، يو ځلې بيا زموږ خلك د خپلو سترو تېروتنو د كړاوونو
ژورتيا ته ځېركړل.
تېره اوونۍ د ثور اوومه هغه روځ
وه چې درې دېرش كاله مخكې د افغانستان د خلكو ډيموكراتيك ګوند ځوانو وسله والو، د
سردار محمد داود خان د جمهوري دولت په وړاندې كودتا وكړه او د دوى په اند يې د
افغانستان په تاريخ كې يوه نوې پاڼه پرانسته.
اوس چې له دغه كودتا څخه دوه دېرش خونړي كلونه
تېرشوي دي، په زغرده ويل كيداى شې چې د افغانستان د خلكو ډيموكراتيك گوند مشرانو
او كدرونو، د خپل هېواد (عيني او ذهني) شرايط په پام كې و نه نيول او په يوه نيمه
قبايلي، وروسته پاته كرنيزه ټولنه كې يې د زيار ايستونكيو د پاڅون او بري د كارګري
حاكميت بنسټ كېښود!!
د انقلابي دولت مشرانو او
كشرانو ډېر ژر د افغانستان د خلكو د پراخه پرګنو په ديني باورونو، دودونو او ژوند
ورودانګل او وې غوښتل چې د يوه پراخه هېواد، ميليونونه وګړي د فرمانونو او برچو له
لارې د اوښتون لارې ته سم كړي او پرته له دې چې د تاريخي ودې پړاوونه په پام كې
ونيسي افغانستان د يوې نيمه قبايلي _ بزګري ټولنې څخه، نيغ په نيغه سوسياليزم او د
كارګرې طبقې واكمنۍ (جنت) ته ورسوي او د
خپل ګوند كړنلاره تطبيق كړي!
د ثور د كودتا او د دولت د بېړنيو
اجراتو له لامله، د افغانستان ډېرو خلكو له دولت او انقلاب څخه واټن ونيو او په دې
توګه د دولت د فكري مخالفينو صفونه پياوړي شول. په هېواد كې خونړۍ جګړه ونښته او د
سيمې او نړۍ د ډېرو استخباراتي كړيو پښه افغانستان ته خلاصه شوه.
په جګړه كې د (انقلابي دولت)
څپ څپانده حالت، شوروي اتحاد ته پلمه په لاس وركړه چې د خپلو هغو خوبونو د رېښتيا
كېدو له پاره، چې ان د تزار له وخته يې تودو اوبو ته د رسېدلو له پاره ليدلي وه،
افغانستان ته يو لك و پېنځلس زره سرتېري ولېږل او هغه ستره جګړه ونښته چې
افغانستان په كې ډېر وران شو؛ خو د شوروي اتحاد ارمان هم نه يوازې دا چې پوره نه شو، بلكې د شوروي لويه واكمني ونړيده
او شوروي اتحاد په پېنځلس خپلواكه هېوادونو تجزيه شو، په نړۍ كې د سړې جګړې دوران پاى
ته ورسېد، امريكا خپلو تاريخي هيلو ته ورسېده او د نړۍ د واكمنۍ خوب يې رښتيا كېدو
ته نژدې شو.
د شوروي اتحاد په ړنګېدو د
افغانستان ناورين پاى ته ونه رسيد، په پاكستان او ايران كې ډېرو وسله والو ډلو د
دولت پر ضد جګړې ته دوام وركړ، استخباراتي لوبو او د واكمن ګوند او دولت په مشرانو
كې افتراق دولت له ماتې سره مخ كړ او داسې وسله والې ډلې ښارونو ته ننوتې چې له
جګړې پرته په هېڅ نه پوهېدل. د دې ډلو (چور) په حاكميت كې كورنۍ جګړه پيل شوه،
جنګي ډلو پر ځانونو د اقوامو او مذاهبو د
ګټو د ساتونكيو نومونه كېښودل او د افغانستان د ورانولو، ړنګولو، دړې وړې كولو، بې
تاريخه كولو، بې هويته كولو او تباهۍ هنګامه يې توده كړه.
اوس چې له دې (بري) يا كابل
ته د جنګي ډلګيو د ننوتو يا د ثورد اتمې له غوبل څخه هم اته لس كاله تېريږي، تاريخ
يو ځلې بيا وښوده چې دا كوم برى نه، بلكې
د افغانستان د پوره ورانولو د شيطاني فكر د پاكستاني او نورو استخباراتي كړيو د
ډرامې يوه بله صحنه وه چې افغانستان يې له ډېرو سترو ستونزو، كړاوونو او بدمرغيو
سره مخ كړ.
اوس د دې ډرامې په يوه بله
صحنه كې د امريكا متحده ايالاتو په مشرى د اووه څلوېښت هېوادونو يولك و پنځوس زره
وسله وال سرتېري په افغانستان كې پرجګړه بوښت دي، هر ورځ هلته افغانان مري،
افغانستان ورانېږي، زموږ تاريخي برمونه له خاورو سره خاورې كيږي او د افغانستان د
اتل ولس د تباه كولو هڅې پياوړې كيږي.
د ثور د اوومې او اتمې د
غميزو او تورو روځو په اړه كتابونه ليكل كېداى شي. د بدمرغيو د لاملونو سپړل په
كار دي.
پوهان وايي تاريخ؛ ځكه ولولئ
چې جنګې پخوانۍ تېروتنې بيا _ بيا تكرار نه شي؛ خو د هېواد د ژرغونې او د
افغانستان د سلامتيا له پاره سړو مغزو، هيله منو زړونو، پياوړو مټو، يووالي او
ورورۍ ته اړتيا ده.
د ثور يا غوايي د اوومو او
اتمو روځو درس بايد بار _ بار ولولو، په خپلو ناكردو اعتراف وكړو، د خداى او د افغانستان له خلكو څخه بښنه
وغواړو، د افغانستان د سترو خلكو غوښتنو، تاريخ، اتلانو او تېر برم ته د عقيدت
ګلونه كيږدو. ځانونه د پرديو له افسون څخه خلاص كړو، هيڅ ميره له موره مهربانه نه
ده، ګاونډيان د افغانستان تباهي غواړي او دا وياړلى هېواد پخپلو اولادونو ورانول
غواړي؛ خو په كار ده چې ټول او په تېره بيا هغوى چې د افغانستان په ړنګولو كې يې فعاله برخه اخستې،
د دنيا د ګټو په ځاى خپل وجدان ته مراجعه وكړي، ويښ شي د (مور) له پيو سره خيانت
پرېږدي او د افغانستان د ژرغونې او سلامتيا په جهاد كې برخه واخلي، زړونه سره يو
كړي او فكرونه سره يو كړي او د (خسر الدنيا والاخره) له ذلت څخه ځانونه وژغوري.
هو! په افغانستان كې د
ويښتابه اړتيا ډېره زياته شوې او د يون، بدلون او بري له پاره كار په ټولو(فرض)
ښكاري! هغوى چې ځانونه افغانستان ته پوروړي ګڼي او هغوى چې په خپلو انساني، اسلامي
او وطني مسووليتونو پوهيږي، بايد د دې يون او بدلون په سرلارو كې ودريږي او ځانونه
له وطن جار كړي!