هريوځوی مو
اسمعيل دئ،ابراهيم دلته هرپلاردی
هريو ځوان زمونږ
منصوردی،په خندا تللی ترداردی
زمونږ هره
لورملاله،هره پيغله مو ناهيد ده
هريو نوم
دغيرتونو،هر يونوم دافتخار دی
افغان نوم دسر ښندنو،افغـــــان
نوم دی دوياړونو
پدې نوم کې
موعزت دی،پدې نوم کې زمونږوياړدی
دمجنــــــــون مينـــه
ليلاده، دافغان مينه وطن دی
تر ليلا مجنون
جاريږي، خوافغان تروطن جاردی
زه قيام پدې وياړيږم،
چې مې خدای پيدا افغان يم
افغانيت مې
دژوند برخه، افغانيت مې دژوندلاردی
الحاج
الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
30.04.2011
وروستي