
اوباما
وايي نړۍ به د اسامه په نه موجوديت کې محفوظه وي
ژباړونکی:
محمد اکبر پيمان
د امریکا جمهوریس بارک اوباما وایی چه د اسامه
له مرګ وروسته اوس نړۍ مصونه او د پخوا په پرتله ډیره ښه ده. ښاغلی اوباما چې
ددوشنبی په ورځ یی په سپینه ماڼی کی خبری کولی وویل د اسامه مرګ وښودله چې متحده
ایالات د عدالت تامین ته ژمنتیا لری. ده د خلکو دا خوجوشه غونډی چې په سپینه ماڼی
او نیویارک کی یی داسامه د مرګ په مناسبت یی جوړی کړی وی وستایلی اوویی ویل چې دا
کار له خپل هیواد سره د امریکایانو وفاداری ښیی. دی پلان لری چې د سه شنبه په ورځ
نیویارک ته لاړشی او د سیپټمبر د ۱۱ د قربانیانو ته خپل درناوی وړاندی کړی او دهغوی له کورنیو
سره وګوری. بن لادن په نیویارک او واشنګټن کی د سیپټمبر د ۱۱ کال ۲۰۰۱ د حملو مسولیت په غاړه اخستی
وو. اسامه بن لادن د امریکی د فراری کسانو په لست کی تر ټولو مهم کس ووچې په
پاکستان کی ووژل شو او مړی یی په بیړه په سمندر کی ښخ شو. له ډیر وخته دا باور
موجود وو چې اسامه بن لادن د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کی اوسی ولی اخر په
ایبټ اباد کی د اسلام اباد په ۶۱ کیلومتری کی ووژل شو. امریکایی مقامات وایی چې اسامه د
امریکی له ځانګړو ځواکونو سره چې د الیکوپتر په واسطه د پیښی ځای ته ورغلی وو او ۴۰ دقیقی جګړه یی وکړه اسامه
ووژل شو دده د وژل کیدو په خوشحالی کی د سپینی ماڼی مخ ته او په نیویارک د
سیپټمبرد ۱۱ د حملو په
ځای کی ډیر خلک راغونډ شوی وو او دده مرګ یی د امریکی له پاره یوه لویه کامیابی
ګڼله.
خو دا د خوشحالی مراسم د القاعدی لخوا د غچ
اخیستلو له ویری تر سیوری لاندی راغلی وو او امریکایی حکومت په ټوله نړۍ کی د
امریکایانو په پاره امینتی خبرداری خپور کړی دی. اوباما وویل دا کار امریکایی ځانګړو
ځواکونو یوې وړې زړورې ډلې تر سره کړ او د هغه جسد يې په ډیر احترام له ځان سره
وړی . په دی پیښه کی څلورکسان د بن لادن د یوه زوی په ګډون په دی پیښه کی ووژل شول.
امریکایی چارواکی وایی چې دوی د اسامه بن لادن د کورنۍ د ډ آین اې نمونه اخيستې ده
او د اسامه ا ډ این ای معاینات ۹۹٪ ښیی چې وژل شوی کس اسامه دی
په سمندر کی ښخول
امریکایی
مقامات وایی چې دوی د اسامه مړی اسلامی طریقی سره سم مینځلی په یوه سپینه ټوټه کی
ایښودل شوی او یو پوځی کس ټول اسلامی مراسم چې مسلمانان یی په ځای کوی په ځای کړی
او مړی یی د په عرب سمندرګی کی له تیاری څخه غورځولی دی دا ځکه چې موږ نه غواړو
ددی سړی قبر یو لوی زیارت شی. ښاغلی ډاکټر احمد الطیب په الازهر کی د سنیانو یو
لوی عالم وایی چې سمندر ته د مړی غوړځول د اسلامی او انسانی کرامت خلاف عمل دی . په سمندر کی مړی یوازی هغه وخت
غورځول کیدای شی چې بیخی شړیدلی وی او تر ساحله یی درسیدو امید نه وی یو بل اسلامی
عالم وایی چې د اسامه مړی باید د هغه په پلارنی خاوره کی ښخ شوی وای. ایا دا خبره
اکافی نه وه چې دوی اسامه وواژّه او په مړی یی خوشحالی کولی د سعودی حکومت دا حق
لری چې دد ه مړی له امریکایانو وغواړی او پخپله خاوره کی ښخ کړی. د تروریزم په
خلاف د مبارزی مشر په سپینه ماڼی کی وویل اوباما دا عملیات له نژدی څارل او په دی
ډیر خوش وو چې اسامه پخوا له دی چې نور امریکایان ووژنی ووژل شو. ده زیاته کړه
امریکا یی اوس په دی خبره غور کوی چې ایا د اسامه دمړی عکسونه چې کانګرس یی غوښتنه
کړی ده خپاره کړی او که څنګه؟ موږ کوښښ کوو چې ټول شواهد وړاندی کړو
تر
څو د هیچا سره دا شک پاتی نه شی چې موږ بن لادن وژلی دی . دپاکستان رول: په
واشنګټن کی د الجزیری د خبریال روسلیڼد جوردن په وینا دا عملیات له تیرو ۹ میاشتو راهیسی روان وو او دا چې
اخر اسامه د پاکستان کی وموندل شو ددی څرګندوی کوی ای ایس ای ددی سړی ساتنه کوله
خو امریکایانو دا معلومات په تیر سیپټمبر کی تر لاسه کړی وی او اسامه یی تردی
ودانی پوری چې قیمت یی یو میلیون ډالرو ته رسیده تعقیب کړ. ښاغلی بینان وویل دا
هیڅ امکان نه لری چې له اسامه سره دی د پاکستان ملاتړ نه وی موجود. ده وویل چې موږ
له پاکستان سره دا خبره څیړو چې له اسامه سره د پاکستان څه ډول ملاتړ موجود وو. اوباما
پخپله بیانیه کی وویل چې داسامه مرګ تر ننه پوری د القاعدی پر ضد تر ټولو لویه
لاسته راوړونه ده. ده زیاته کړه چې متحده ایالات هیڅ کله هم داسلام پر ضد نه وه او
له دی ورروسته به هم د اسلام پر ضد کوم عمل ونه کړی خو بن لادن ډیر مسلمانان تر
تیغ تیر کړی دی. د اسامه تر مرګ ورروسته د القاعدی یو غړی وویل چې دوی به د اسامه
د مرګ غچ واخلی همدارنګه د پاکستان طالبانو هم ویلی دی چې دوی له ښاغلی زرداری ،
دپاکستان له فوج اوامریکایانو څخه غچ واخلی. د ملګرو ملتونو د سازمان مشر وویل دا
ورځ د سیپټمبر د ۱۱ د قربانیانو د یادونی ورځ ده.