
هره
بشری ټولنه په اجتماعی او سیاسی لحاظ دوه ډوله واکمن لری ، یو یې هغه چی د خپل ولس
له متن نه راپورته شوی ، د ولس له غوښتنې سره سم واک ته رسیدلی وی ، دا رنګه واکمن
وګړی د ولس له دردونو ، کړاوونو او ستونزو نه خبر وی ، پخپله یی حس کوی او د حل
کولو لپاره یې شپه ورځ هڅی کوی .
دویمه
ډله هغه واکمن وی چی د زور او تزویر له لاری یی د ولس واک پخپل لاس کی اخیستی وی ،
واکمنی خپل حق ګڼی او دنورو حقوق ډیر په آسانۍ سره تر پښو لاندی کوی ، ډیری یې
داسې ظالم او خدا نا ترسه هم وی ، چی په ولس کي چاته د غږ پورته کولو حق نه ورکوی
دولس مال او شتمنی خپل حق ګڼی ، د ولس پر شریفو خلکو یی بد معاشان خپلسری او
خپلچاری وګړی مسلط کړی وی ، د بد اخلاقو او بد کردارو وګړو یوه لویه ډله ترې
راچاپیره وی چې د خپل ژوندانه د دوام دارومدار د واکمن په واکمنۍ کې وینی ، ځکه
پوهیږی چی که واکمن سیوری یې له سره لرې کیږی ، دوی به هم نیست او نابود وی .
له
دی امله ورته د خپل بادار هره چاره ښه کړنه او پر ځای ښکاری دغه ډول فرعونی او
نمرودی خویونه چی کله هم په کوم واکمن کې راپیدا شی ، طبیعی خبره ده چی ټولنه د
زوال ، رکود او انفلاق لوری ته بیایی ، لکه همدا اوس یې چی نړۍ په عربی هیوادونو
کې شاهده ده ، چی ددیرشو ، ځلویښتو کلونو ظالم او مستبد حکومتونه یې نسکور کړل .
د
ښاغلی جمهور ریس کرزی په لس کلنه دوره کې بل یو والی هم داسې نشته چی پر یوه مهم
ولایت دې لس کاله پرله پسی خپلسرۍ حکومت کړی وی ، مرکزی دولت ته دې په هیڅ ډول ځان
مسوول و نه ګڼی ، د کورنیو چارو پر وزیر او جمهور ریس دی هم رۍ نه وهی او له دې
سره سره دې بیا هم د تور او سپین مالک وی .
دا
والی ښاغلی عطا محمد نور دی ، چی له لسو کالو راهیسی د بلخ په شان یوه مهم ولایت
بی تاجه پادشاه دی ، نوموړی په خپله لس کلنه دوره کی نه یواځې دا چې دولتی ځمکی
غصب کړی ، ولس یی له خپلو حقه حقوقو محروم کړی ، د ملت شتمنی یې پر خپلو قصرونو ،
پلازاګانو ، مارکیټونو ، سوداګریزو مرکزونو لګولی ، بلکه د خپل واک او شتمنیو د
ساتنی لپاره یې دغلو ، ډاکوانو ، قاتلانو ، جوار ګرو او ډول ډول بې بندوبارو وګړو
یوه لویه ډله یی پرځان راټوله کړی او په ټول بلخی ولس کې یې یوه ویره او ترهه خپره
کړې ده
یوازې
په دې تېرو لسوکلو کې یې د پښتون قوم پنځوسو په شاوخوا کی د سر سړي ، جهادی
قوماندانان او نور په ولس کې منلی شخصیتونه په مرموزه توګه وژلی ، چی تر اوسه یې د
یوه قاتل نه ونیول شو او نه چا ځکه ونه پیژانده ، چی د ښاغلی عطا په دربار کې له
هر جرم او هر تېری محفوظ دی ، همدارنګه یې د مزار شریف د ښار په شاوخواکې تر یولک
جریبه زیاته دولتی ځمکه د ښار ګوټو په نامه لومړی غصب کړې او بیا یی پلورلې ده ،
ولې دا ځمکې یی له تاجک اقلیت پرته چی هلته میشت دی ، پر نورو مزار میشتو قامونو
وېشلې نه دی ، بلکه د قطغن او ترکستان له نورو ولایاتو یې تاجکان راغوښتی او ددې
لپاره چې یاد قوم په بلخ ولایت کی اکثریتی قوم شی ، ویشلې دی .
څه
موده و ړاندی ویل شوی وو چی د بلخ والی سرمایه او جایدادونه تر یو میلیارد ډالرو
پوری رسیږی په داسی حال کی چی د نوموړی پلرنی جایداد یواځی او یواځی دری بسوی ځمکه
ده او دا جایداد یی ټولو بلخ والو ته معلوم دی او بل دا چی که ورځ یی راغله ددی
سرمایی چی د خلکو په وینو یی لاسته راوړی پوښتنه وشی
د
همدغه اقتدار او دولت په نشه کې یی اوس هغه د ( پکه دای لا بله سپکه ) ټوکه کړی ده
، اوس یې د اربکیو تر نامه لاندې خپلو قاتلانو ، غلو ، ډاکوانو او مجرمانوته وسلې
ورکړی او د بلخ میشتې بیچاره او مظلوم قامونه پرې د طالب او تر هګر په نامه ځوروی
چی څو ورځی د مخه ټولو مظلومو افغانانو د خپرنیو له لاری ولیدل ، چی بلخیان یې د
دغو مسلکی غلو او قاتلانو په وسیله پوزی ته راوستی دی
وال
ستریت ژورنال امریکایی ورځپاڼی څه موده وړاندی ددی خبری تصدیق کړی وو چی د بلخ
والی وسله والی ډلی لری او په سیمه کی د پښتون قوم لپاره ستری ننګوونی جوړی کړی دی
که
مرکزی حکومت ددغه ظالم ، قاتل ، خائن او د پردیو پورې تړلی خپلسرۍ والی چاره ونه
کړی ، نو لرې نه ده چی بلخ میشتی غیر تاجک ولسونه یا له خپلو کورونو او جایدادونو
څخه د سر پناه کولو په خاطر هجرت وکړی او یا په تشو لاسو ددغه ظالم ، جنایتکار او
جنګی جنګسالار والی پر خلاف راپورته شی
چی
دا به بیا هغه مهال د خپلمنځی کور ورانونکو جنګونو ډیره بده او ستره پیښه وی ، چی
ددغه اور د مړه کولو توان به بیا ښاغلی کرزی صاحب خو لاڅه چی بهرنی ځواکونه هم
ونلری ، ځکه انسان د خپل ځان ، ناموس او مال نه ددفاع په خاطر هر څه ته زړه ښه
کولای شی .
بله
پوښتنه چی د بلخ له والی نه کیږی هغه دا ده چی نومړوی تل ځانته خان زاده او د تجار
زوی خطاب کوی ولی حقیقت دا دی چی د ښاغلی عطا پلار نه کوم تجار وو او نه هم کوم
سرمایه دار ، دهغه نوم نور محمد وو او ټول د مزار اوسیدونکی په دی خبر دی چی د هغه
کسب او پيشه څه وه ؟ نور محمد کاکا دی اوس خدای وبښی او خدای دی تر غوږه نه ورولی
، نوموړی به ټوله ورځ د شرابو په نشته کی ډوب او د قمار ټکس به یی ټولاوه او
بلاخره په پای کله چی وفات هم شو د ډیر شرابو خوړلو له امله وو او چی په هغه شپه
چی وفات کیدو هم د حاجی روف په کور کی میلمه وو او دا پوښتنه به هم له عطا څخه
کیږی چی دغه شرابی یی څنګه په روضه کی دفن کړو؟
زه
ښاغلی جمهور ریس ته وایم چی که تاسو او ستاسو شاوخوا ملګری له جنګی جنایتکار عطار
سره په دغو جنایاتو کی شریک نه یاست نو بیا یی ولی نه لری کوی ، په کابل او نورو
ولایاتو کی ورته ډیره ستره دنده وسپارئ ، خو د خدای لپاره نور د بلخ د مظلومو
ولسونو له سره یی لری کړئ.
ښاغلی
جمهور ریس ! که تاسې په خپله واکمنۍ کې یو جنایتکار والی ګوښه کولای نه شئ ، نو
بیا خو چی دا د امن راوستو او هیواد د بیا ودانۍ کومې چیغی او سورې وهۍ ، دروغ
وایی .
هو
! راشئ د مهربانۍ له مخی نور پر بلخیانو ورحمیږئ او له دغه ظالم او جنایتکار ،
قاتلل او فاسد والی نه مو وژغورئ.
درنښت
حقيار
بلخی