له اسامه وروسته به څه کيږی

ژباړونکي: ډاکټر محمد اکبر پيمان
د القاعده شبکی د مشر اسامه بن لادن مړینه له سیاسی نظره د امریکی د جمهور رييس بارک اوباما لپاره یوه ډیره مهمه موضوع وه. مخکی له دی چه اوباما د بن لادن د مرګ خبر په محلی وخت د یکشنبه په شپه تایید کړی، او په دی هکله خپله بیانیه واوروی. د سپینی ما ڼۍ مخی ته د خلکو د یو لوی ډلی راټولیدل او د خوشحالی څرګندول د دی موضوع د ارزښت څرګندونه کوی . او داچې په القاعده به د دې موضوع اثر څومره وی خبره هیڅ داندازې وړ نه ده او ډیر ژوری پایلی به د القاعده په شبکه ولری.
 یوه امریکایی ژورنالست پیټیر بارجین له سی ان ان تلویزونی شبکې سره په خبرو کې وویل چې د بن لادن مرګ د تروریزم پر وړاندی د جنګ د پای علامه ده خو ډیر نور کتونکی له دی خبری سره مخالف دي او وایی چې القاعده په ۲۰۱۱ کې نظر ۲۰۰۱ ته بیخی بل ډول سازمان دی او زیات بدلون پکښی راغلی دی په دی معنا چې القاعده اوس یوه نوي رهبري او تر پخوا ډیرې زیاتې  ډلې او ګروپونه پکښی شامل دي.کتونکی په دې هکله چې القاعدی سازمان تراوسه تر کومې کچې د بن لادن او یا دهغه د مرستیا ل الظواهری په واسطه کنترولیده مختلف نظریات لری؟ دا دوه کسان چې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱ په حملو کی لوی لاس درلود هر ورځ نوی کسان پیداکوي خپل واکونه او اختیارات ورسپاری او خپله ډله ورځ په ورځ پراخوي، چې ښه مثال يې د القاعدی سازمان د عربو په ټآپوزمه کی دی، چې ډیر لږ هدایات د افغانستان او پاکستان په سرحدونو کی د القاعدی له مشرانو څخه اخلی او تقریبآ په خپلواکه توګه عمل کوی. د باربارا سدا په وینا چې د س آی ای په سازمان کی دالقاعده په برخه کی یوه پخوانی څیړونکی ده وایی چې اوس اسامه یوازی دالقاعده د سازمان یو تبلیغاتی مشر پاته شویدی. په حقیقت کی ډیر نوی ځوانان چې اکثره یی اوس مړه شوی دی په وروستیو کلنو کی د القاعدی مشری په غاړه درلوده لکه ابو الیزدی، یحیا الیبی او اتییا ابدل چې دی کسان د القاعده مشرتوب ډیر پراخه کړی دی. که اسامه بن لادن یوازی تش په نامه د القاعده سازمان مشر وی نو موږ ویلای شو چې د بن لادن وخت نور تیر وو او خپل کاریی کړی وو خو دده ستراتیژی اونظریات په دی سازمان کی ډیر خپاره شویدی او زیات نفوذ یی لرلی دی . ډیویډ ګارټینسټینټ د تروریزم په هکله د څیړنو د مرکز چې په واشینګټن کی موقیعت لری یو څیړونکی وایی چې د بن لادن مرګ د جهادی سازمانونه له پاره یو غټ ګذار دی خو د القاعد دسازمان د مرګ په معنا نه دی. د بن لادن مرګ په سمبولیکه توګه مهم ولی پرالقاعده سازمان به دومره اثر ونه کړی.
بل هیڅ هیواد نه وو خبر:-
دا چې د اسامه مرګ به د امریکی او پاکستان پر ترینګلو اړیکو څه اغیزه وکړی په داسی حال کی چې ای ایس ای سازمان بیا هم په دی پیښه کی خپل رول مهم بولی ولی سپینه ماڼی دا خبره نه منی او وایی چې بل هیڅ ملک له دی کیسی څخه خبر نه وو، تر اوسه څرګنده نه ده خو اوباما تل اسامه د نیولو په هکله د پاکستان هڅی ستایلی دی. یو امریکایی چارواکی وایی چې دا ډول عملیات ډیر زیات محرمیت ته اړتیا لری او یوازی څو کسه مهم امریکایی چارواکی ورڅخه خبر وو. اوباما دپاکستانی چارواکو یوه ناصحانه ستاینه وکړه او ویی ویل دا اړینه ده چې پاکستانی چارواکی له موږ سره خپلی همکاری ته دوام ورکړی یو بل امریکایی چارواکی له دی څخه هم مخکی ولاړ او وویل په پاکستان کی د اسامه پټیدل د لوړ پوړیو مقاماتو تر منځ درز اچولی او موږ د پاکستان د حالاتو په هکله ډیر اندیښمن یوو خو موږ مجبور یوو، چې له پاکستانی چارواکو سره کار وکړو. خو دا چې د بن لادن مرګ به د افغانستان په جګړه څه اغیز وکړی اوباما په دی هکله څه ونه ویل یوازی دومره خبره یی وکړه چې بن لادن په پاکستان کی وژل شوی نه په افغانستان کی او دا ددی څرګندونه کوی چې په افغانستان د ګوتو په شمیر د القاعدی مشران موجود دی.
له الجزیری نه په مننه.